شریک کور!
دریمه برخه - د وطن شریک کور!
عبدالله وردک
انګلستان - دسمبر - ۲۰۱۹
ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو!
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
نن سبا، دغه د شریک کور ټکی، د ځینو افغانانو په لیکنو، خبرو، او ویناوو کې ډېر زیات لیدل، او اورېدل کیږي.
د لومړي شریک کور(د پلار د کور)، او د دویم شریک کور(د ګوند د کور) په هکله معلومات په تېرو لیکنو کې ‌وړاندې شوی دی.
پدغه لیکنه کې ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته، د دریم شریک کور په هکله چې هغه د وطن شریک کور دی، یوه اندازه معلومات په لاندې توګه وړاندې کیږي.
د وطن په کور کې، هغه وګړي سره راټولیږي، چې هغوی د هغه ملک د قانونی پېژندپاڼې، او پاسپورت لرونکي وي
د یادولو وړ ده، چې د یوه ملک مشر، پدغه شریک کور کې، ډېر د اهمیت وړ رول لري. یعنې، همدغه د ملک مشر دی، چې دغه شریک کور د امن، خوشحالۍ، او هم د جنګ او خفګان پر ځای بدلولای شي.
که د یوه ملک مشر، د خپلو وګړو په مابین کې فرق ونکړي، او د ملک ټولو وګړو ته په یوه سترګه وګوري، نو پدغه ملک کې به هر وخت امن، خوشحالی، اتفاق، او اتحاد موجود وي. ددغه ملک وګړي به ناهیلی نه وي، او دا ځکه چې کار به هر وخت اهل د کار ته سپارل کیږي. بې انصافی، او بې عدالتی به نه وي، او ټول وګړي به دغه کور ته، د شریک کور په حیث ګوري، او د هغه څخه به په ټول توان سره د زړه له کومی دفاع کوي. ددغې ملک پټ او څرګند دښمنان به بیا هېڅکله هم ددې جرأت ونلري، چې د دغه ملک د وګړو د پاشلو هلې ځلې وکړي.
هېره د نه وي، چې د یوه ملک مخالفین او دښمنان، هر وخت د یوه ملک د وګړو ترمنځ، په قومي، او ژبني اختلافونو پسې ګرزي، او چې کله یې دغه اختلافونه پیدا کړل، نو بیا دغه دښمن شپه او ورځ لګیا وي، چې دغه اختلافونه نور هم پسې زیات کړي.
همدارنګه، که د یوه ملک مشر، د خپل ملک د وګړو په منځ کې فرق او بې انصافی کوي. یعنې ځینو ته د مور، او ځینو ته د میرې په سترګه ګوري، نو پدغه ملک کې به بیا هر وخت بې امنی، بې اتفاقی، جنګ، خفګان، او غم وي. ددغه ملک دښمنان به هر وخت پدې هڅه کې وي، چې ددغه ملک ټول وګړي، د یو او بل په ذریعه، له منځه یوسي.
د یادولو وړ ده، چې د یوه ملک مشر، د خپلو وګړو ځانګړو اړتیاوو ته، باید خاصه پاملرنه ولري، او دغه ځانګړې پاملرنې ته باید د فرق کولو په شکل ونه کتل شي.
د مثال په توګه، د معیوبینو باید ډېر خیال وساتل شي، او نور وګړي، باید داسې فکر ونکړي، چې د دوی د ملک مشر، د ملک د وګړو ترمنځ فرق، او بې عدالتي کوي.
همدارنګه، د یادولو وړ ده، چې د یوه ملک ټول وګړي، تر خپل وس او توان پورې، ددغه ملک په مقابل کی هم جدي مسىٔولیت لري، او هغوی ټول باید خپل مسىٔولیت، په سمه توګه اداء کړي.
د یوه ملک ټول وګړي باید د ملک د شریک کور، قانون او اصول هم د زړه له کومی مراعات کړي. دا پدې معنا، چې که پدغه شریک کور کې، د دوی حق شته، نو دغه شریک کور هم، په دوی باندې حق لري.
همدارنګه، ددغه ملک وګړي هم باید تر خپل وس او قدرت پورې، د دغه شریک کور خدمت وکړي، او پرې نږدي، چې یو څوک دغه شریک کور ته په بده سترګه وګوري.
د یوه ملک مشر، باید د خپل ملک وګړي، د دنیوي، او ٱخروي، کامیابیو لور ته رهنمایي کړي. دغه مشر، باید هر وخت د اسلام لاره او احکام په نظر کې ونیسي.
همدارنګه، د ملک ټول وګړي، باید له خپل مشر څخه غیر اسلامی غوښتنې ونکړي، او د خپل مشر او ملک حالت هم په نظر کې ونیسي.
هېره د نه وي، چې یو کم تعداد خلکو، ځینې ملکونه بدنام کړل. دوی د خپلو ملکونو له غوښو ښه ګټه پورته کړه، او اوس یې سپېره هډوکي نورو ته پرېښودل.
که چېرې خدای مکړه، یو مشر په خپل ملک کې سپک شو، نو هغه به بیا په بل هېڅ ځای کې دروند ونه لیدل شي. نو د یوه ملک د وګړو دپاره دا لازمي او ضروری ده، چې د خپل نېک او اکثرو ته د منل شوي مشر قدر وپیژني، او د هغه خدمت په دواړو لېمو تر سره کړي.

د پام وړ ټکي:
د یوه ملک د مشر دپاره لازمه او ضروری ده، چې د اسلام په رڼا کې، د خپل ملک د وګړو دپاره تر خپلې وسې پورې، د آرامۍ، خوشحالۍ، او پرمختګ، زمینه برابره کړي.
د یوه ملک مشر، باید هېڅکله د خپل ملک وګړي، د وطن له شریک کوره، شړلو ته اړ نه باسي. که چا، ددغه شریک کور په خلاف کوم کار وکړ، نو هغوی باید په همدغه شریک کور کې، محاکمې ته حاضر شي، او له هغوی څخه پوښتنه او ګروېږنه وشي. که چېرې هغوی مجرم ثابت شول، نو بیا ددغه شریک کور د اصولو مطابق، باید جزا وګالي، او کنه، له ریښتني معذرت غوښتلو وروسته سمدلاسه خوشې شي. البته، دغه خبره د هغو وګړو په هکله د منلو وړ نده، چې په کراتو سره یې د ملک د مشر، او نورو مخلصو وګړو په اسلامی مشورو، غوږونه کاڼه اچولي وي، د ملک اصول یې تر پښو لاندې کړي وي، او یوازې د خپلو شخصی ګټو په خاطر یې دغه خپل شریک کور پرېښی وي.
د یادولو وړ ده، چې د یوه اسلامی ملک مشر، او ټول وګړي یې باید اسلامی اصولو ته پابند وي، او د ټولو کړنه باید یوازې د اسلام په تله وتلل شي، او بس. که هرڅوک د دغې اسلامی تلې پواسطه کره وختل، هغه قبول، او که هرڅوک ناکره وختل، هغه د منلو وړ ندي.
د ملک وګړي هم باید د ناڅیزه او ناحقه شیانو په خاطر ددغه شریک کور په مشر، تنقیدونه ونکړي، او باید ټول وګړی، اسلامی او د ملک اصولو ته پابند وي. داسې نه وي، چې وګړي د خپلو شخصی ګټو په خاطر، دغه خپل شریک کور ته شا کړي.
که خدای مکړه، د یوه ملک وګړي، د سالم تنقید تر نامه لاندې، د ملک پر ضد فعالیت کوي، نو په نورو وګړو لازمي ده، چې د هغوی په مقابل کې سره یو موټی شي، او د هغوی په جدي توګه مخنیوی وکړي.
د یوه ملک، د مشر او وګړو ترمنځ اعتماد، ډېر مهم دی. بې اعتمادی، او بې انصافی د یوه ملک ریښې وچوي، چې دا کار باید هېڅکله ونشي، او ټول مشکلات د خبرو له لارې حل او فصل شي.
هېره د نه وي، چې ددغه شریک کور ځینو مشرانو، د خدمت کولو تر نامه لاندې، د خپل ملک عزت، غیرت، ملی سرمایې، آزادی، پرمختګ، او سیالوالی، تر پښو لاندې کړي دي، او ګمان نکوم، چې څوک دغسې خدمت غواړي.
همدارنګه، ځینو وګړو هم، ددغه شریک کور، په چورولو کې، رغنده برخه لرله، او دوی هم د خدمت تر نامه لاندې، ددغې شریک کور، ټول ملی ارزښتونه چور کړل.
د یادونې وړ ده، چې ځینو مشرانو، هېڅکله هم ددغه شریک کور په هکله، کوم خیانت ندی کړی، او هر وخت یې خپل ژوند، ددغه شریک کور، د ساتلو او آبادولو، دپاره وقف کړی دی.
د یوه اسلامی ملک مشر، باید هر وخت اسلام او خپل ملک ته وفادار وي، او دغه مشر ته هر وخت ملی ګټې، ډېرې د اهمیت وړ وي، او په هېڅ صورت کې، په اسلامی او ملی ګټو معامله ونکړي.
غواړم یوه خبره هم ذکر کړم، چې که دغه شریک کور (وطن)، د هغو په ټولو وګړو حق لري، او بې له شکه حق خو حتمي لري. لېکن، دا هم باید له یاده ونه باسو، چې د یوه ملک خلک، په خاصه توګه ټول افغانان هم پدغه شریک کور (وطن) کې باید مساوی حق ولري. یا په بل عبارت، په غم او خوشحالۍ کې یې باید شریکه ونډه ولري.
لېکن، تر اوسه پورې خو دغسې ندي شوي. یعنې ځینو افغانانو، یوازې د وطن له ګټو استفاده کړې ده، او د غم په وخت کې یې خپلې پښې ټولې کړې، او وطن یې نورو ته پرېښی دی. همدارنګه، ځینو افغانانو دغه وطن په خپلو وینو آزاد کړی، مګر بیا پدغه شریک کور کې هېڅ برخه نده ورکړ شوې. یعنې کله چې ټول شیان سم او آرام وي، نو ځینو افغانانو ته دغه د شریک کور ټکی بیا هېڅ په یاد نه ورځي، او د امتیازاتو په وخت کې د نورو په هکله هېڅ فکر نکوي. خو کله چې وطن ترې لاړ شي، نو بیا دغه د شریک کور ټکی ورپه یاد شي، او نورو ته وایي، چې راشه، خپل وطن د آزاد کړه.
ښه خبره خو به دا وي، چې په دغه شریک کور کې ، هم د خوشحالۍ او هم د غم په حالتونو کې، باید مساوی ونډه واخستل شي.
په پای کې د عاجزۍ دواړه لاسونه د لوی او مهربان الله(ج) دربار ته پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې، هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.
همدارنګه، زه یو ځل بیا د عاجزۍ لاسونه پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د، د طالبانو وروڼو او امریکایانو، تر منځ هغه څه فیصله کړي، چې هغه الله(ج) ته قبول، او منظور وي. آمین یارب العالمین.
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com