د یوې معاملې له مخې چې ښايي د استرالیا د حکومت او خپلواکې سناتورې جاکي لامبي ترمنځ ترسره شي، احتمال شته چې د استرالیا د سمندري مهاجرت مرکزونو ۱۵۰ کډوال هر کال نیوزیلینډ ته انتقال او هلته میشت کړل شي.

د روان کال په فبروري میاشت کې، د آسټرالیا پارلمان د حکومت خلاف د ناروغه کډوالو د طبي لېږد قانون پاس کړ او پکې خپلواکو ډاکټرانو دا صلاحیت ورکړو چې په سمندري توقیف ځایونو کې کډوالو او پناه غوښتونکو ته د طبي دلایلو لپاره آسټرالیا ته د سفر کولو اجازه ورکړي.

اوس د سکاټ موريسن حکومت غواړي دغه قانون لغوه کړي خو په دې برخه کې د سناتورې جاکي لامبي رایې ته اړتیا لري.

ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې د استرالیا د سنا مجلس یوه کمیټه د طبي لېږد قانون په هکله پریکړه وکړي. په یاده کميټه کې سناتوره جاکي لامبي د کمیټې د مشرې په توګه مهم رول لري او رایه یې د دغه قانون د لغوې یا تعدیل برخلیک ټاکلی شي.

خپلواکې سناتورې جاکي لامبي د چهارشنبې په ورځ اشاره وکړه چې که حکومت یې دا شرط قبول کړي چې د نیوزیلنډ د وړاندیز پر منلو به بیاغور کوي نو دی چمتو ده چې د سناه مجلس کمیټه کې د دغه قانون د لغوې په حق کې رایه ورکړي.

د نیوزیلینډ یاد وړاندیز چې هر کال یې دغه هیواد د استرالیا حکومت ته نوې کوي، پکې د استرالیا د سمندري مهاجرت توقیف ځایونو د ۱۵۰ کډوالو نیوزیلینډ کې میشتول یاد شوي. خو د استرالیا حکومت هر کال دا وړاندیز ردوي او دا دلیل وړاندې کوي، که دا کډوال نیوزیلینډ کې میشت شي، نو هغې بیا کولی شي له دغه ځایه استرالیا ته په اسانۍ ورشي.

لیکوال پناه غوښتونکي بهروز بوچاني چې په پاپوا نیوګینا کې یې له شپږو کلونو څخه ډیر په توقیف کې تیر کړي د استرالیا له حکومته وغوښتل چې دغه معامله قبوله کړي. هغه وویل، "اوس مهال، حکومت بله لاره نه لري. دوی باید د نیوزیلینډ وړاندیز ومني. دا د حکومت لپاره لوی فرصت دی ترڅو د کډوالو دا ستونزي په بشپړه توګه ختمې کړي."