سریزه 

په دې لیکنې د دې لړۍ د تیرو برخو په دوام دا ځل له درنو دوستانو سره زموږ په سیاسي تفکر کې په ځان، خلکو خلکو او ځاني امکاناتو د تمرکز او پانګونې په ځای بهرنیانو ته سترګې نیول د یوه ملي کمښت په توګه په ګوته کیږي. لکه په تیره یوه برخه کې چې وویل شول موږ هم له نور ګیلې کوو، خپلې ستونزې له هغوی بولو، خو هغوی په موږ هیڅ رحم نه کوي او موږ هم کومې جوړونکې پایلې ته نه رسیږو. له درنو دوستانو هیله ده چې په دې هکله د نورو د ملامتول په ځای ځانته ځیر شي چې څه کوي. باید ومنو چې هر څوک یو رول لري او باید ادا یې کړي.  

د خپلو خلکو په ځای په بهرنیانو تکیه 

زموږ د هیواد ستراتیژیک موقعیت، نیابتي جګړو، د پردیو لاسوهنو او په ملک کې بیوزلۍ او نورو ستونزو زموږ په کلتور کې په ځان او خپلو خلکو د تکیې کولو او پانګونې په ځای په بهرنیانو تکیه کول راته مهم بریښي. بهرنۍ لاسوهنې زموږ په هیواد او په همدې ترتیب په ټولو هیوادونو کې د داخلي شرایطو په نظر کې نیولو سره سم ترسره کیږي. که په یوه ملک کې داخلي شرایط برابر نه وي بهرني قوتونه کوم هیواد ته زیاتې ننګونې نه شي پیداکولای. که په کوم ملک کې سیاستوالو او مدني فعالانو ته په خپلو خلکو تکیه کول بنسټیز هدف ښکاري بهر ته د امید سترګې نه نیسي او په خلکو پانګونه کوي. خو په خپلو تکیه کول لوړ سیاسي او ټولنیز شعور، باهمته خلک او ښه رهبران او کادرونه غواړي. خلک باید بسیج، منظم او د یوه ګډ ارمان په محور راټول شي او باور یې تر لاسه شي. 

زموږ په هیواد کې چې له پخوا د سیاسي، ټولنیزو او پرمختیایي فعالیتونو لپاره سمه پوهه، شرایط او اړین بستر تیار نه وو، نو زموږ زیات سیاسي فعالین د نورو په ایدیولوژیکي لومو کې راګیر شول. د بدلون راوستو لپاره یې د خپلو خلکو په ځای په بهرنیانو زیاته تکیه وکړه. که څه هم د دې کار په پایله کې هیڅ ډلې کومه د پام وړ او دوام لرونکې داسې لاسته راوړنې چې د ملت سرنوشت د تل لپاره وټاکي، پخپلو پښو مو ودروي او په ځان بسیا شو، نه لرلې. خو زموږ زیاتې سیاسي ډلې او شخصیتونه تر اوسه دې کمښت ته نه دي ځیر شوي او ګورو چې د ملي پرګنو د بسیج کولو او په سترو ملي ارمانونو یې د راټولولو په ځای په بهرنیو معاملو حساب کوي، کوم ملي تفکر او ګډ تصور ته وده نه شي ورکولای او ان تراوسه له هومره زیاتو سیاسي تجربو وروسته هم ځینې ډلې له بهره تمویل او رهبري کیږي.  

په بهرنیانو د تکیې کولو پایله په دوو وروستیو پیړیو کې به عام ډول او په خاصه توګه د ظاهر شاه او داود خان له وروستیو وختو څخه تر اوسه داده چې افغاناني ډلو او سیاسیونو د ملت او دولت جوړونې د بنسټیزو ارکانو په ځای په خارجي قوتونو زیاته تکیه وکړه، د تاریخی او عیني واقعیتونو په ځای د پردو په ایدیالوژیکي شعارونو کې راګیر شول. ستر اسلامی مورخ، عالم او سیاست پوه ابن خلدون چې د لمړي ځل لپاره یې د تاریخ فلسفه رامنځته کړه، و یې وپوښتل چې ولې تاریخ لولو، څنګه ورڅخه ګټه واخلو، وایي چې  د قوي دولت او ملت جوړونې دوه سترې او کلیدي ښکارندې اړینې دي. د قوي ملت او قوي دولت جوړونې، تلپاتې پرمختګ داستنې د ملت دین او د هیواد او خلکو پالنې ملي روحیه ده. دلته اړتیا ده چې دې دواړو ته په یوه ښه انډول سره ځای ورکړل شي، په دواړو کې هم له افراطه او هم له تفریطه ډډه وشي. خو په تاریخي لحاظ زموږ سیاسي ډلو کله یو، کله دواړه له پامه وغورځولي او په ځای یې په بهرنیانو زیاته تکیه کړې.  

هغه څوک چې د تاریخ په فلسفه پوهیږي، له تیر تاریخه د اوس او راتلونکي لپاره زده کړه کوي ښه پوهیږي چې په پردو زیاته تکیه که لنډ مهاله ګټه ولري خو په اوږدمهال کې هیواد او ځان ورانول او سیاسي انتحار دی. که تاسو په خپلو خلکو کې کوم ستراتیژیک او ملي تفکر، د ملي هویت او ملي ګټو روحیه او په ځان باور نه وي رامنځته کړي خو په کوم بهرني قدرت تر اندازې زیاته تکیه کوئ، نو د نورو تر ولکې لاندې ژوند ته ځان برابوئ. د افغانانو دا تکیه به کله له مجبوریته وه، کله به اختیاري وه او کله به د بیځایه هوسونو په حکم وه. خو په هر صورت خورا دردوونکې او ورانوونکې پایلې یې درلودې.  

که خپل تاریخ ته ښه ځیر شو، د ورته ملتونو تجربې وګورو او د خپلو سیاسي ډلو او حکومتونو په نورو تکیه ښه مطالعه کړو او پایلو ته یې وګورو څرګندیږي چې نظام جوړونه که د هرې مفکورې په اساس وي، په خپلو پښو دریدل او ریښتینې خپلواکۍ ته رسیدل یوازې د نورو په مرسته دوام نه لري. د تلپاتې خپلواکۍ، ملي حاکمیت، ملي غرور او ځمکنی بشپړتیا ساتل، ملي انکشاف او وده په اصل کې د سرښندنو او قربانیو تر څنګ په خپلو خلکو او ملي تفکر تکیه، زغم او یو بل منل اړین ګرزوي. په پیچلو مسئلو کې د احساساتو په ځای عقلاني دریځ لرل، خلکو او هیواد ته ترقي ورکول، بیوزلي ورکول، ملي نهادونه لکه د قانون حاکمیت، ښوونیز او اقتصادي نظام پیاوړي کول او ښه حکومتولي راوستل غواړي او بیا وروسته له نړیوالو سره اړیکې لرل هم مهم او ښه دي. خو له بهرنیانو سره اړیکې هیڅ کله باید ملي تفکر او ملي ګټې زیانمنې نه کړي. هغه څه چې زموږ په سیاسي فرهنګ کې د نشت په حساب دي. که څه هم زیاتو وتلو افغانانو په نړیواله کچه په دې لاره کې ښه خدمتونه هم کړي دي خو په عام فرهنګ نه دي اوښتي. 

که په پوره بیطرفۍ سره د یوې پیړۍ پخوا د ځینو افغاني امیرانو راکړه ورکړه له انګریزانو او تزاري روسانو سره مطالعه کړو، که د شورویانو د اشغال په وخت د افغاني لوري او هغوی اړیکو او مرستو ته ښه ځیر شو، که له پاکستان، ایران او عربي ملکونو سره خپلو مناسباتو ته نظر وکړو او یا په اوس وخت کې له نړیوال ائتلاف او نړیوالې ټولنې او د هغوي مرستو ته ښه پام وکړو، په بهرنیو مرستو تکیه کول ښه مطالعه کړو، په یقین سره ویلای شو چې تر څو په ملت کې په ریښتینه توګه د خپل سرنوشت د ټاکلو ذهنیت او هنر ټینګ او له یو بل سره د رغنده کار چال چلند زده نه کړو، د وابستګۍ له خبیثې دایرې نه شو راوتلای. دا پرمختیايي علومو د منځپانګه او نچوړ دی چې که داخلي شرایط سم نه وي د نورو مرستې دګټې په ځای موږ لا نور نورو ملتونو ته اړ کوي او له پښو مو غورځوي. 

دلته زموږ د اشخاصو او ډلو کمښتونه به خپل رول لري، تاریخ به خپل قضاوت ورباندې کوي، خو موږ ته د نجات او خلاصون لپاره د یوه او بل ملامتول زیاته ګټه نه لري. د دې لپاره چې زیات نا وخته شوی نه وي، یوه ملي تفکر ته چې ټول اړخونه لکه سیاسي، دیني، ټولنیز، اقتصادي او نور په کې نغښتي وي اړتیا ده. که دا کار و نه کړو د نجات لاره که نا ممکنه نه وي خو اسانه به هم نه وي.  

که تاسو د شورویانو د سرو لښکرو د وروستي قوماندان جنرال بوریس ګروموف د خاطرو کتاب (د داود جنبش پښتو ژباړه) په غور ولولئ زیاتو پایلو ته رسیږئ. هغه په زیاتو ځایونو کې په لمړيو وختونو کې د هغه وخت افغاني مشرانو ته یو څه درنه ژبه لکه د ملګري کلمه کاروي، خو کله چې کارونه له ټولو خرابیږي ملامتي ټوله په افغانانو ور اچوي او د شوروي خوا هیڅ غلطي نه مني. په لمړي سر کې امین خورا ځیرک، نوښتګر او له انرژۍ ډک مشر معرفي کوي خو بیا یې وروسته ظالم او د ناکامیو لامل بولي. لمړی کارمل ته زیاتې هیلې لري، خو وروسته بیا ان ګرباچوف وایي کارمل لور په لوټه تیروي، نه سم کار کوي او نه له نورو سره همکاري، او ډاکټر نجیب ته لمړيتوب ورکوي، خو وروسته هغه هم په کابل کې د ملل متحد په دفتر کې یوازې خپلو دښمنانو او سرنوښت ته پریږدي.  

سړی په یقین ویلای شي که روسانو په رښتیا غوښتلای د هغه وخت د کابل له رژیم څخه یې کولای شول چې د ناروغ ډاکټر نجیب خلاصون تضمین کړي خو و یې نه غوښتل. جنرال ګروموف د خپل کتاب په زیاتو ځایونو کې روسان د افغانستان په جنګ کې سپین چرګان، بشر دوستان او قهرمانان ښودلي. خو ټول ملګري افغانی قوتونه چې له دوی سره ملګري وو، که هغه افغاني فوځ و، که پولیس، که خاد او که ګوندي کسان وو، ټول غله او خاینان بولي. ګروموف او نور جنرالان له هغو پټو معاملو هم پرده پورته کوي چې روسانو د افغانستان په کرکیچ کې له کومو افغاني خواوو سره کړې دي. روښانه ده که د بوریس ګروموف کتاب په هرنیت لیکل شوی، خو که ښه په غور مطالعه شي، زیات څه ورڅخه زده کیږي او په ځينو ځایونو کې ځینې اعترافونه هم کوي او یا په روښانتیا سره سړی ورباندې پوهیږي. 

که تاسو پاکستانیانو، ایرانیانو او نورو بهرنیانو ته وګوری عین خبره درته له ورایه شکاریږي. بهرنیان تر هغو د یوه افغان مشر، سیاستوال او کومې ډلې پلوي کوي چې سل په سلو کې یې د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره پکار راځي او کله چې هغه ورڅخه لږ سرغړونه وکړي، پاته راشي اویا یې وخت تیر شي زر یې له منځه وړي او یا یې بل څوک په ځای راولي. موږ ولیدل چې پاکستانیانو له کومو افغاني تنظیمونو او ډلو کله حمایه کوله او بیا یې محرومول. دا لوبه  د قدرت د ویش په وخت د پیښور په ګورنر هاوس  کې  ښه ولیدل شوه، ځینې یې ونازول او ځینې یې محروم کړل او  په افغانستان کې یې د داخلي جنګ لپاره ښه زمینه برابره کړه. دا چې په څه وخت کې چاته لمړیتوب ورکړي د دوی په ستراتیژیک لرلید پورې اړه لري، هغوی ملګري نه پیژني او یوازې خپلې اوږدمهاله ستراتیژیکې ګټې پیژني. که د دوی ګټې له کوم چا سره همغږې وې خو ښه تر ښه خو کله که د ګټو په جهت کې بدلون راغی پخواني دوستان له منځه لرې کوي او بل ته لمړیتوب ورکوي.  

که تاسو د افغاني کشالې او په دوه پیړۍ نیابتي جګړو کې بهرنیو لوبغاړو ته ښه ځیر شئ، ټول لګیا دي زموږ په هیواد کې، زموږ د خلکو د وینو، د هیواد د ورانۍ او وروسته پاته والي په بیه له یو بل سره د خپلو ګټو لپاره سیالي کوي، او هم غواړي چې موږ په ځان بسیا او خود کفا نه شو. وینه زموږ توییږي، خو ستراتیژیک ژوروالي، کلتوري، سیاسي او اقتصادي نفوذ زموږ په سیمه او زموږ هیواد کې بیا د نورو په برخه کیږی. که افغاني جنګي ډلې کله هم په خپل منځ کې مذاکراتو ته زړه ښه کړي، ترډېره نور زموږ نمایندګي کوي. دا د روسانو د اشغال په وخت د ژنیو په مذکراتو کې موږ ولیدل چې اصلي اړخونه یې نور وو، موږ یې مالکیت نه درلود او ځکه عملي هم نه شوه بلکه په هیواد کې یې د لانورو وینو تویونو او اوږدمهاله لانجو لاره اواره کړه. خو موږ ورڅخه کومه زده کړه و نه کړه. اوس یو ځل بیا په همغه ناکامه لاره روان یو، که مو کله سولې ته شوق راشي، نه کومه سمه کړنلاره ورته لرو او نه د سولې بهیر د بهرنیانو له نفوذ او لاسوهنو ژغورلای شو. 

ګورو چې، پاکستان د موږک او پیشو لوبه کوي، ځانته راز راز رولونه خوندي ساتي، هم مو له یو بل سره په جنګ اچوي، د بین الا فغاني سولې خبرې هم کوي، خو که کوم افغان او یا ډله سولې ته زړه ښه کړي یا یې له منځه وړي او یا یې د تورو تمبو شاته په زندان کې اچوي. موږ ته وایي چې هر څه کوئ خو په دوی تور پورې کول خو پریږده تش شک به هم نه ورباندې کوئ. کله کله خپله لاسوهنه مني، اعتراف کوي چې بې د هغوي له مرستې په افغانستان کې سوله نه شي راتلای. خو بله ورځ وایي خدای د نه کوي موږ په افغاني کشاله کې اوس هیڅ رول نه لرو او هغوی باید خپلې ستونزې پخپله حل کړي.   

د بهرنیانو د مداخلو او لاسوهنو مخه نیول هم پوره درایت او پوهه غواړي. دا خبره ډېر خلک یوازې د یوه شعار په توګه کوي او په اصلي ماهیت او شرایطو یې ښه نه پوهیږي. دلته موخه دا نه ده چې موږ له نړیوال تمدن او نړیوالو سره له اړیکو لرلو لاس واخلو، بلکه د مسئلو زړی دادی چې زموږ د تفکر اصلي محور د افغاني ارزښتونو، ګټو، ملي مصالحو او پخپلو خلکو تکیه وي. باید ښه ځیر وو چې، له نورو سره اړیکې یوازې د همدې محور د ټینګښت لپاره وسیله شي او فرعي حیثیت ولري. همدارنګه، که موږ په ځان کې اړین کلتور، سیاسي او ټولنیز شعور، وړتیاوې او ظرفیتونه رامنځته نه کړو، که په ځان د بسیا کیدو هنر زده نه کړو، یوازې په جنګ کولو نه یوازې څه نه شو ترلاسه کولای بلکه هر څه مو ورانیږي او نور هم د دې یا هغه بهرني قوت غلامان کیږو. دلته اړتیا ده چې موږ د په خپلو پښو دریدلو سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ملي تفکر ټول اړخونه تکمیل کړو.