دیر ځله سیاسی شنونکی یا هم ژورنالستان لیکوالان د یوی غمزی عوامل څیړی کوم چی د منطق له مخی یوڅه مستند هم وی چا ته د منلو وړ وی اوچا ته بیا اعتبار نلري رد وی .
ولی کله چی د یو هیواد د استخباراتو غړی خپلی پټی موخی او شوم پلانونه د یوي معیني موضوع په اړوند له هغه ابتدا څخه بیانوی بیا نو د شک او شبهی څخه وځی او تنها یو با اعتباره ماخذ باندی بدلیدلی شی .د افغانستان دجهاد داستان کتاب کی چی د احمد رضوان تارړ لخوا لیکل شوي او یوسفزي پواسطه په پشتو ژباړلی دی
د هغه مسوول شخص څرګندونو له مخی زموږ د هیواد په وړاندی د دوشمن پلان او د خرڅ شویو افغانانو رول د دوشمن د پلان په تطبیقولو کی ګورو .پدی کتاب کی دیر څه د ویلو دی او دیر څه مستند رسوا شوی . هغه کس چی دا رازونه افشا کړی د پاکستان داستخباراتو افسر امیر سلطان نومیده چی په امام کرنیل سره شهرت لری او د افغانستان قندهار او هرات کی د پاکستان قونسل په توګه هم ګمارل شوی وه.

دامام کرنیل توضحاتو کی څرګندیږی چی هغه وخت د پاکستان لپاره ډیر بد وخت وه له یوي خوا بنګلدیش د پاکستان له بدنی جلا شوی وه او له بلی خوا صوبه سرحد کی د افغانستان لخوا داراضی دعوی موجوده وه . او ددی داعیی له شاه د هندوستان او شوروی ملاتړ هم د افغانستان سره وه .درست همدی وخت کي په افغانستان کی سردار داود خان دقدرت واګی د یوي کودتا له لاري پلاس کی اخلی دا لازیاته زموږ لپاره ( پاکستان ته ) دخطر زنګ وه.«
په ۱۹۷۴ کال کی په لومړی ځل زموږ لاسته داسی یو څه راغلل چی موږ پری ګاونډی هیواد (افغانستان ) کابو کولی شو، هغه د ۳۵ په شا وخوا کی یوه ډله چی پکي استادان لکه برهان الدین ربانی ، ګلب الدین حکمتیار ،احمدشاه مسعود ، پکښی شامل وه پاکستان ته راغلل استاد سیاف هم ددوی ملګری وه خو هغه په لاره نیول شوی او زندانی شوی وه ،د پاکستان ډیر وفادار او په پاکستان مین ذالفقار علی بټو نصر الله بابړ ته دنده وسپارله چی له افغانستانه راغلی دغه ډله منظمه کړی نصرالله بابړ د جمعیت اسلامی په مرسته شپږ میاشتی دوی په صوبه سرحد کی وساتل ،»
(دولسمه صفحه )بټو صیب زیات خوشحاله وه که څه هم دا وړه ډله وه خو لومړی ځل یی د افغانستان خوږ رګ پیدا کړي وه . .(دیارلسمه) »
او بل ځای وایی
«په ۱۹۷۵ زیودیز کال ی موږ دا چاره ډیره به لیږ پیمانه پیل کړه دا لومړی کورس موږ دیر پټ دایر کړ او ورسته مو نور کورسونه هم له کابله راغلي ځوانانو ته چی د کابل درژیم مخالفین وه دایر کړل .دا لړی ورو ورو پراخیدله او لدی کبله یی دی برخی ته د پاکستان د پوځ دوه نور تکړه کسان هم ځانګړی کړل ، کرنیل راز او منیجر ظهور پدی برخه کی ډیری خواری وکړي او د سردار داود په خلاف مو د ا مخالفی ډلي تقویت کړی اود رزمی پیاوړتيا لپاره مو شپه او ورځ په ځان یوه کړي وه ،( دکتاب دولسمه صفحه کی )
امام کرنیل زیاتوی چی موږ دا ډلی د لومړنی ترنینګ ورسته د چریکی حملو لپاره افغانستان ته واستولی او هغوی یو څو جریکی بریدونه تر سره کړل . کله چی سردار داود مغرور حکومت درک کړه که د پاکستان ضد توطیو څخه لاس وانخلی نو ملک به یی در پدر شی ، هغه وه چی د بهټو صیب سره یی اړیکه ونیوله او پاکستان ته د راتګ غوشتنه وکړه هغه لیونی سردار په توبو شو ، یو سلسله توافقات وشول .چی دا فعالیتونه بند شول .
د پورته توضحاتو مطابق هغه متل دی (ونه وایی که دتبر لاستی زما له خپله ځانه نوای چا به وهلم ،)
دلته امام کرنیل وایی چی هغه مغرور حکومت محتاج د پاکستان شو. هو رشتیا هم هغه ډله افغانان چی د خپلو شخصی ګټو لپاره دپاکستان لمنی ته ځان اچولی وه خپله ددی باعث شول چی خپل هیواد مغرور حکومت یی دپاکستان محتاج کړ ،همدا ډله کسان وه چی یو با غزت او مغرور ملت یی د پنجاب لمنی ته واچول ، یو باعزت ولس یی د ناکس کسانو محتاج کړل ،د دی ملت ناموسونه یی د پنجابی دولت په کوڅکو کي ګدائی ته کشینول ،د باعزت افغان لاس یی جټانو ته اوږد پریشود او موږ بیا ورته د مجاهد ، رهبر او قهرمان لقبونه ورکړل !!!.
امام کرنیل زیاتوی چی د داود خان سره دیو لړ توافقاتو ورسته هم موږ نه غوشتل چی لاسته راغلی فرصت او چانس له لاسه ورکړو نو ځکه مو دا ډله کسان د پوځ تر کنترول لاندی د حمعیت علما سره وزیرستان کی ځای پرخای او وساتل هغه وه چی کله ضیا صیب د نورمحمد تره کی سره کوبا کی وکتل د بیرته راتګ سره یی وویل چی نوی افغان حکومت د پشتونستان له داعیه څخه نه تیریږی او ډیر ژر مو د لاس لاندی فرصتونو څخه کار واخست او دا ډله مو تقویه کړه د افغان مهاجرینو په دیریدو سره موږ دوه سوه د ای ایس ای افسرانو د افغان مجاهدینو روزنی ته وګمارل او افغانانو ته مو ترنینګونه ورکول او د هیواد خرابی او چریکی جنګونو ته مو استول ځکه دا زموږ خپل جنګ وه که دا جنګ موږ مخته نوای وړی دا سورسیلاب موږ ورسره په مخه اخیستو ، امام زیاتوی چی یو وخت ضیاء صیب د افغانانو د روزنی مسوولین میلمانه کړی وه موږ ویل چی افغانان شه جهاد کوی بیا موږ ټولو وخندل . ( هو دوی باید خندلی وایی چی افغانان خپل وطن شه ورانوی ، افغانان خپل خلک شه وژنی او افغانان خپل حکومت شه کمزوری کوی چی پاکستان د سور سیلابه ساتی ، همدا خپله افغانان وه چی د پاکستان د دفاع په لاره کی قربانی ورکوی او خپل حکومت و ګاونډی شیطان ته په ګانډو کول غواړی )
امام کرنیل زیاتویه لومړیو کی خارجی مرستي له موږ سره نوی تنها د پاکستان پوخ دا بار په اوږو وړل چی د افغانستان لپاره هم جنګیالی وروزی او هم ورته اسلحی برابری کړی موږ د دوهم نړیوالی جګړی څخه پاته شوی اسلحی اخستلی او مجاهدینو ته مو ورکولی تر څو ورسته امریکا له موږ سره د ۴۰ میلیونو ډالرو مرسته وکړه او ضیاء صیب له امریکا وغوشتل چی له مجاهدینو سره زموږ پوځ او ای ایس ای کار کوی تاسو په زموږ له لاری مرستی کوی ،
کله چی د شوروی اتحاد عسکرو په افغانستان نظامی تیری وکړ او حفیظالله امین یی ووژل همدی وخت کی زموږ دا خوب رشتیا شو چی افغانستان کی د سرتاسري یو شورش شرایط برابر شوی دی . دی وخت کی د امریکا رئیس جمهور ریګن د زیاتو مرستو وعده وکړه او مرستي راورسیدی ، . امام وای چی ما له ځانه سره ویل کاشکی اوس بهټو صیب ژوندی وایی چی په خپلو سترګو یی لیدلي وای : څنګه د پاکستان یو دوشمن ګاونډي هیواد د پاکستان دزړور پوځ د افسرانو په زیار ایستلو سره د پاکستان په یوه ژغورونکي جغرافیه باندی بدل شو

امام کرنیل د خپلو خبرو پدوام کی اضافه کوی چی د یو څه وخت په تیریدو سره د مجاهدینو رهبرانو وکولی شو چی مستقیمأ دسی ای ایی سره اړیکی ټینګی کړی او استاد سیاف مستقیمأ دعربو اعتماد لاسته راوړی وه مرستی مستقیمأ تر لاسه کولی موږ پدی وخت ۱۹۸۵ کی پلان ونیو چی د اسی کسان چی زیات مذهبی او دعصری علومو څخه لیری کلیوال اسلامی علماوی را پیدا کړو او تر ترنینګ لاندی ونیسو، داکسان باید د عصری علومو پځای دینی علوم او دعصری سیستم پرځای په مدرسو او جماعتونو کی زده کړی کړی وی دیندار وی او په فانی دنیا دیر باور ونلري دوی بیا موږ ته په راتلونکي کي کوم پروبلمونه نه جوړوی.
ددی هدف دلاسته راوړلو پمنظور موږ د مولوی محمد نبي محمدي چی ساده او مخلص انسان وه زموږ هر ډول غوشتنی یی منلی سره اړیکه کی شو له هغه څخه مو د داسی مجاهدو علماو لست تر لاسه کړ او یو شمیر مو د نورو تنطیمونو څخه هم راتول کړل چی تعداد یی شپیته نفرو ته رسیدل د تصفیه ورسته موږ ۳۵ نفره ځوانان مو تری را جلا کړل چی دا دکار خلک دی او زموږ په درد خوړلی شي چی ملا محمد عمر په شمول ملا بورجان ملا ربانی ملا دادلله او ملابرادرپکی شامل وه دخاص ترنینګ لاندی ونیول شول تربیت شول او جبهو ته واستول شول چی خورا په مهارت سره جنګیدل

اوس چی پاکستان د افغانستان له لوری ډاده شوی نو یو قدم مخته را اخلی دکتاب په ( ۴۳) مخ کی لیکی موږ خو داګڼله چی افغانستان نور د پاکستان د پنځمی صوبه په توګه د تل لپاره د پاکستان ملګری او تر تاثیر لاندی هیواد واوړی او لدی لاری د منځنی اسیا بازارونو او انرجی مرکزونو ته اسانه لاس رسي ولرو خو د افغانستان داخلی جنګونو او نا امنیو زموږ دا ارزو پوره کیدو مخه ونیو زموږ د تجار مالونه په لارو کی مصوون نه وو نو مجبور شو چی بله لاره خپله کړواو د طالبانو ملاتړ وکړو دا هغه وخت دی چی بیا زه وګمارل شوم او افغانستان ته توظف او ولاړم د هغه ۳۵ کسیزی ډلی د را پیداکیدو په هڅو کی مو ملا محمد عمر سره د افغانستان دشرو فساد او ناامنیو څخه دخلاصون طرحه جوړه کړه لومړی مو میوند ولسوالی کی عملیات تنظیم کړ د میوند ولسوالی زموږ لپاره سخته وه زموږ افسرانو اړیکی په سخته تامیندلی نو مو د سپین بولدک دنیولو په پلان کار وکړ ترڅو د شاه لاره خلاصه وی اکمالات اسانه وی زموږ افسرانو سره چی د طالبانو لیکو کی جنګیدل اړیکه اسانه وی و همدا علت وه چی دمیوند دولسوالی پرځای د سپین پولدک ولسوالی غوره وبلله دسپین بولدک دولسوالی په نیولو کی زموږ دای ایس ای ۲۰ جنګیالی چی لنګی وهلی وی شامل وه .
د پورتنیو توضحاتو او د ای ایس ای د یو افسر څرګندونی او اعترافونو څخه نتجه اخلو چی زموږ ګاونډی هیوادونه موږ ته شه نیت نلری د هغو په غوړو نرمو وعدو او خبرو باید هیڅکله بازی ونخوړله شی ، دوهمه نتجه داده چی زموږ خپله افغانانو د خپلو شخصی تنظیمی ګروهی او فامیلی ګټو پخاطر د پردي دوشمن په دستور خپل هیواد وران کړ زموږ ارام او با أمن هیواد ته یی نا امنی راوړه خپل تاسیسات یی تخریب سرکونه مکتبونه کلینیکونه یی ویران انسانان یی ووژل دبی اتفاقی تخم یی وشیندل ، ملی اردو یی منحل او له منځه یوړ د هیواد ثقیله سلاح او طیاری یی دوشمن هیواد ته کباړ کړی . ډ خپل هیواد ملی موزیم یی دوشمنانو ته تحفه کړ زموږ د هیواد هغه میرمنی چی چای پلو لیدلی نوو د پردیو هیوادو د کوڅو سوالګری کړی ، او موږ بیا همدی کسانو ته د قهرمان ، رهبر او مجاهد نومونه هم ورکړل ، ددی هیواد ځوان نسل باید لدی لیکنی درس واخلی چی موږ ملی قهرمان او هغه جهادی رهبر زموږ دهیواد اصلی ویرانونکی او دپردیو غلام پاته شوی دي
پای،