« قوهٌ الانسان فی عقله ولسانه» دپوهنی دډاکټراوستلر د پنډکتاب سریزه په دغه

عربی مقوله پیل شوی ده. « ډاکټرولسترپه شپږویشت(۲۶) ژبوپوهیږی او کتاب یی «دنړۍ» دغټوژبولومړنی تاریخ دی.

 

نـنـتـــــــــــــــــــوځ 

 


پښتوبابامحمدګل مومند دافغانستان هغه ولسی اوفقیروزیروچی دکابل دښارد بریکوټ په سیمه کی یی په عادی خټین کرایی کورکی په اتیاکلنی کی ساوختله (۱۳۴۳لمریز۱۹۶۴زیـیزکال). هغه دژبی په اهمیت پوهیده، دټول افغان دپیژاند (هویت) دساتنی لپاره یی پښتویوپوخ مورچل ګاڼه، اوله دی امله یی دملی ژبی  پښتوپه تعمیم اوترویج ټینګارکاوه.
مفکرمحمدګل مومندپه دی فکروچی دیوه ملت د ژبی لری اوبری دهغه د ژوند د بدمرغی اونیکمرغی سره تړاو لری: « که د یوه ملت ژبه د بل ملت ژبی ته مغلوبه شوه» نومانایی داده چیپه عین واکدارۍ کی به بی واکه، په عین وطن کی بی وطنه وی. په خپل وطن کی به غریب اوپردیس وی... خپل به ورته پردی شی ځکه چی په نامه که څه هم خپل وی خوافکار، احساسات، اقوال، اعمال اوافعال یی، اغوستنه، خواړه یی، ځواک اوژوندیی بشپـړلیانیمګړی دپردی اود بل وی.... دغسی ملت به ورځ په ورځ چوکیږی ترڅوچی محوه شی  په«لــنــډ»
ډول: «ژبه د ملــی موجودیت، هوســاتـوب اوســعاد ت، دلوړوالــی اوجــګوالــی ســټه دهددغــه اهمـیت له امــله«ژبـه بایــدوساتــله شی، وپالـله شی، وروزلــه شــی، ارتــه کړلــه شــی، علمــــی شـــی، ادبــــی شــی، په هرحیث ســره د ملت درســتواړیــنوته» ځواب ووایی. دمفکروزیر محمدګل موندپه اند، «پوه سړی خپل اودبل مال پــیژنی....غیرت، لوړهمت، روغه پوهه(عقل سلیم) دغه نه منی اونه پریږدی چی څوک خپل مال خوشې کړی چی وروست شی، ورته نقصان ورسی اوخلک یی ښکاره لیاپه غلایوسی اوکورتنی لاندی کړی.»(مـحـمـد ګــل   مـومـند،دپښتوژبی لیاره لیاپښتوصرف اونحو. د بلخ شرکت[رښتـیا]له خوا په لاهور کې چاپ شو،بلخ ۱۳۱۷لمریز= ۱۹۳۸ زییز). تراوسه زموږپوهه داده چی انسانان له بل هرټولنیزموجودنه زیات سیاســی ژوي دي. پــه طبعیت کــی هرشی ګټوره وظیفه لری، اوانسانان یواځینــی ژوی دی چــی طبعیت وربــانــدی دویناپیرزوینه کړی ده. که ژبه نه وای، فکربه ځانله  وای. که ژبه نه وای، تاریخ به چیری اوڅه وای. داژبه وه چی تاریخ پکی خوندی شو، او داژبــه وه چــی فــکرپکــی څرګنـد شو.
دتاریخ یوپوهاند داستادانوپه یوه غونډه کی ویلی وو چی تاریخ «جهانی اوبنیادی دی» :  دژبـپوهنی یواستادورسره سـروخوځاوه، خویوه  پخه پوښتــنه یی هم وروتوغوله: «بی له ژبی به تاریخ څنګه ثبت اوتفسیرشی؟». هو، بی له ژبی تاریخ نه تـثبـیتـید لی شی اونه یی تفسیرکید لی شی. ژبی دانسان په دی ظرفیت یااستعداد کی چی ځان وپیژنی اومجرد فکروکړی لږترلږه اسانتیاراوستلی ده. دژبی منشأ لاتراوسه روغه نه ده معلومه، خودلرغون پوهنی شواهد دیته  ګوته نیسی چی دژبی پواسطه پوهاوی به نږدی دوه سوه زره(۲۰۰۰۰۰) کلونه وړاندی را منځته شوی وی. ښایی له دی امله به ژبپوه روزین له نن نه شپږکاله وړاندی په زییږ کال(۲۰۰۲) کی ویلی وی چی«ژبه پیل دی اودهغه څه برخه ده چی موږڅوک یو»:

له دینه چی« ژبه پیل دی» سړی داسی هم پوهیدلای شی چی ژبه نه یواځی د پوهاوی وسیله ده، بلکی دځان پیژندنی اوهویت منشأ هم دهدهغه څه برخه ده چی موږڅوک یو»).


که له یوی خواژبه لوښی(وسیله) ده دپوهاوی لپاره، نوله بلی خواژبه تړون دی اوغوټه ده دپیژاند«هویت» لپاره. ژبه له یوی بلی ځانګړتیاهم ځان نشی خلاصولی. هغه داچی له ژبی نه دټولنیزتوپیراواتبارلوښی هم جوړیدلی شی. د ژبی درسمی کیدا یانی حکومتی کیدا په عملیه کی دټولنیزتوپیراوټولنیزمقام تومنه پرته ده. دبیلګی په ډول سینګاپوریوکوچنی ښاری دولت دی چی څلورنیم میلیونه وګړی لری(۲۰۰۷) اوڅلوررسمی ژبی لری: انګریزی، ملای ماندارین (چینایی) اوتمیل. هغه سینګاپوریان چی په انګریزی ژبه کی لاس لری، عموماًپه سیاست اواقتصادکی دغټی برخی خاوندان دی:
سره له دی چی په سینګاپورکی چینایان ډیره کیان(۷۷ سلنی) دی ملای ژبه ددغه هیوادملی ژبه ده، دسینګاپوریانودپیژاند(هویت) اواحساس ژبه ده. داسر ییلوددولت په جوړولو(می ۱۹۴۸) اودملی احساس په پیاوړي کولوکی د عبری ژبی را ژوندی کولو ستررول لوبولی دی، اودعبری ژبی په ساتـنـه کی یهودی دین ستر  رول لوبولی دی. د سینګاپوراواسراییلوپه ژب سیاست(لنګویج پالیسي) به وروسته وږغیږم.

 

 

(الف)ــ ملي او رسمي ژبه

 

دملی اورسمی ژبی ترمنځ په توپیرکی پخپله دامریکی سترڅارنوال اودبندیانود عذابونویوغټ پلوي حقوق پوه البرتوګونزالیس ښکیل شوی و(۲۲ می ۲۰۰۶). اوس په امریکه کی ځینی خلک په دی پسی اړم شوی دی چی انګریزی ژبه د اساسی قانون دتعدیل له لاری رسمی ژبه کړی. دنوروهیوادونودخلکوپه شان، امریکایان ګډقومی نیکونه اوګډتاریخی احساس نلری. دګډ دین احساس هم پکی غښتلی نه دی. ښایی له دی امله دخپل پیژاندلپاره انګریزی ژبی ته مخ وراړوی. دامریکی سترڅارنوال ګوانزالیس تیروت اوپه خپله توضیح کی یی ملی ژبه د رسمی ژبی په ځای وکاروله. ګوانزالیس راپورترانوته وویل چی«ولسمشر(ډبلیو جورج بوش) هیڅکله ددی ملاتړنه دی کړی چی انګریزی دی ملی ژبه شی»:  په همدغه ورځ(۲۲ می ۲۰۰۶) لږوروسته سپینی ماڼی خپل سپیناوی وکړ۰ 
هغه ولس چی خپل دولت یی نه وی جوړکړی، رسمی ژبه نه لری، خوپه مقابل کی یی ملی ژبه لری. که یوولس دخپلواکی په جګړه یوه ژبه کارولی وی، همغه ژبه یی چی بالعمل دملت کیدنی هویتی چینه ده، دخپلواکی په ګټلوسره اودخپل ملت په جوړولوسره درسمی ژبی وظیفه هم په غاړه اخلی. دبیلګی په ډول دوه هیوادونوته ګوته نیسم: دامریکی په اساسی قانون کی دملی یارسمی ژبی په اکله هیڅ نه شته. خودخپلواکی اعلامیه(جولای ۱۷۷۶) اودوه اساسی قوانین یی په انګریزي ژبه لیکل شوي وو( د کنفیډریشن مادې په نومبر ۱۷۷۷کې،او اساسي قانون  چی ترنن پوری چلیږی په ۱۷۸۷ زییزکال کی). له دې امله انګریزی په امریکه کی طبعاً ملی اوبالعمل رسمی ژبه ده. بل مثال په افریقاکی د تازه جوړشوی دولت دی. په ایریتریا کی چی نهه قومونه پکی ژوندکوی دیونیسف (۱۹۹۴) دمعلوماتوله مخی  د(تیګریګنا) قوم پکی ترټولوډیروګړی لری. خوهلته دیوه قوم ژبه هم  رسمی ژبه نه ده ګڼل شوی، ددی لپاره چی دژبوکړکیچ رامنځته نشی. ددی په مقابل کی کیسواهیلی ددغه هیوادملی ژبه منل شوی ده، دلیل یی دادی چی کیسواهیلی دخپلواکی په جګړه کی دسیاسی سروالی پټی دراشی درشی ژبه  وه.
رسمی ژبه هغه ژبه ده چی حکومت پری چلیږی اوپه حکومت کی چلیږی. رسمی ژبه هغه ژبه ده چی حکومت رسمی اعلان کړی وی، اویایی عملاًدخپلو وظیفواومسولیتونوپه ادا کولوکی کارولی وی(لکه په تړونونوکی، په قوانینوکی، په محکموکی، په ګډواعلامیوکی، اوپه سیاسی دریځونوکی). رسمی ژبه هغه ژبه ده چی ددولت دشتون په حالت کی رامنځته کیږی، یانی حکومت یی اعلاموی اویاپه یوډول ښیی چی دغه ژبه دهغه ملت ژبه ده چی ددولت دحاکمیت لاندی وی.
په تاریخ کی یوه استثناهم شته. په داسی حال کی چی یهودانوپه فلسطین کی دولت نه لاره، دیوی سیاسی ډلی په څیردهغوی ژبه عبری په فلسطین کی د انګریزی اوعربی ژبوبه شان دبرتانوی واکمنانوله خوارسمی اعلان شوه. په زییږکال (۱۹۲۲) کی فلسطین دملتونودټولنی دپریکړی له مخی دبرتانیی په حاکمیت (قیمومت)   کی ورغی.

رسمی ژبه دحکومت په ورځنی فعالیت کی کارول کیږی اویواورګاړي ته ورته ده چی له یوبندرنه یوښارته مالونه رسوی؛ یولوښی (وسیله) دی چی دحکومت کارونه سرته  رسوی(په  پارلمان کی قوانین، په محکمه کی د قوانینو تفسیر او   تطبیق، دفورمواو لایحوجوړول، داساسی قانون تعدیل ، داساسی قانون تفسیر، عسکری اوملکی اداره، عسکری اوملکی تعلیم اوتربیه، تړونونه 

... اواعلامیی).
ددولت شتون دیوی ژبی درسمیت لپاره عموماً اساسی شرط دی. وړاندی له دولت نه رسمی ژبه نشته، خوملی ژبه شته. دیوه دولت په رسمی سندکی چی رسمی ژبه نه وی ښودل شوی، ملی ژبه یی رسمی ژبه ده لکه په اندونیزیاکی. په اندونیزیا کی له پنځه نیم سوه نه زیاتی ژبی اولهجی شته. بهاسااندونیزیا په اساسی قانون کی داندونیزیا«ملی ژبه» ده چی په تجارتی، تربیوی اوحکومتی چاروکی چلیږی.

ملی ژبه هغه یوه ده چی دیوملت ډیرکیان پری غږیږی اودملت لپاره داصالت او پیژاند(هویت) ارزښت لري. ملی ژبه له تاریخی احساس اوویاړه ډکه تیره زمانه منعکسوی. ملی ژبه دملی بیرغ اوملی ترانی په شان د سمبول مقام لری. ملی ژبه دهمغه ملت  کلتوری ماهیت اواتبارښیی. ملی ژبه دخلکوپه منځ کی دملی تړون احساس اوژمنه منعکسوی. ملی ژبه په خلکوکی دواحدملت احساس غښتلی کوی. ملی ژبه خلکوته خوندورکوی اوزړونه کوشیروی، اوپه اوږده ډګرکی دملی ټولنی په را منځته کیدلوکی اسانتیاراولی. ملی ژبه د«ویلی کیدلوبټۍ » ده. امریکی ته   دویلی کیدابټۍ وایی. زماپه اند، په ټولنیزلحاظ امریکی ته «دسلاتی کنډولی» ویلی شوځکه چی ټول ټال امریکه دبیلابیلونژادونودسلاتی کنډولی ته ورته ده. خوپخپله انګریزی ژبه پکی هغی بټۍ ته ورته ده چی بیلابیل نژادونه په ښوونځی اوپوهنځی کی په کلتوری لحاظ ویلی کوی اوراتلونکی تړون او بریالیتوب ته یی سیخوی. یوهیواد چی ملی ژبه ونلری، دملی دولت په کفایت کی به  یی شک وی. یوهیوادچی ملی ژبه ونلری، ملت به یی دیتیم احساس کوی. پردۍ ژبه ملی ژبه کیدلی نشی، خورسمی ژبه کیدلی شی. ملی ژبه عمومی تړونکی او کوشیرونکی ژبه ده. ملی ژبه اصلاً دملی کلتوربرخه ده، نه ددفتری کلتور. ملی ژبه دولتونه زیږوی، اودولتونه رسمی ژبه غوره کوی. هغه دولتونه نیکمرغه دی چی رسمی ژبه یی په ولس ګرانه وی، یانی ملی اورسمی ژبه یی یوه وی. هغه دولتونه نیکمرغه دی چی رسمی ژبه یی دملی ژبی په خدمت اوپالنه کی وی. هغه دولتونه نیکمرغه دی چی په رسمی ژبه کی یی دبل دولت لاس نه وی. هغه دولت بدمرغه دی چی رسمی ژبه یی دملی ژبی سره په ټکرکی کوی.
په کامرون کی انګریزی اوفرانسوی دواړه رسمی ژبی دی، اوپاتی نوری دهیواد خپلی ژبی ملی ژبی دی. که دیوه هیوادپه اساسی قانون کی یوه ژبه ملی ګڼل شوی وی، مطلب ورنه رسمی ژبه هم ده. په سعودی عربستان کی په یوه مشخص سند کی لیکل شوی اساسی قانون نشته، خوعملاًعربی دهیوادملی ، رسمی اودینی ژبه ده. د ایران داسلامی جمهوریت په اساسی قانون(۱۹۸۹) کی راغلی دی: «زبان وخط رسمی ومشترک مردم ایران فارسی است. اسنادومکاتبات ومتون رسمی وکتب درسی بایدبه این زبان وخط باشد اټکل پنځوس سلنی(۵۰٪) ایرانیان په فارسی غږیږی. بله نیمایی یی په ترکی، عربی، کردی، اوبلوڅی ژبوغږیـږی. عربی سره له دی چی دسپیڅلی قران اومبارکوحد یثونوژبه ده، دایران په اسلامی جمهوریت کی رسمی ژبه نه ده.
اروپایی اتحاد درویشت(۲۳) رسمی ژبی لری. فنلنډ دوه(۲) ملی ژبی لری: سوامی (فیني ژبه)اوفینلندز سوینسکا یانی فنلنډی سویډنی. په فنلنډکی سویډنی ژبه چی شپږسلنی (۶٪) ویونکی لری، ددغه هیوادپه هرځای کی اتبارلری. په مقابل کی یی فنلنډی ژبه چی دوه نوی سلنی(۹۲٪) ویونکی لری، په ارته کچه کارول کیږی، خوهلته هرچیری قانونی اتبارنلری. په فلنډکی ځینی پوهنتونونه یواځی په فنلنډی ژبه چلیږی. ټول  زده کوونکی باید سویډنی زده کړی. څوک چی دسویډنی ژبی بری لیک ونلری، دولتی ماموریت به یی په برخه نشی. ورته شرایط په اقلیتی سویډنیانوباندی چی فنلنډی ژبه زده کړی، په لږه اندازه ایښودل شوی دی.
په مالټاکی مالټایی ژبه چی اکثریت پری پوهیږی، ملی ژبه ګڼل شوی ده، اودانګریزی سره غبرګه رسمی ژبه هم ده. په فلپـین کی فلپـینوملی ژبه ده، اود انګریزی سره غبرګه رسمی ژبه هم ده. په پاکستان کی اردو ژبه چی اته سلنی(۸٪) وګړی پری غږیږی، ملی ژبه ده او لارې چارې باید مینده شي چې اردو رسمي ژبه شي. انګریزی چی په پاکستان کی دسروالې پټې(نخبی) ژبه ده، هلته رسمی ژبه هم ده (د اپریل ۱۹۷۳ اساسي قانون، ۲۵۱ ماده: ا تر ۲ بندونه).په پاکستان او پښتونخوا کی  د ژبو د بحث لپاره  د دې کتاب اتم فصل ولولئ .دهندپه اساسی قانون یابل کوم قانون کی کومی ملی ژبی ته ګوته نه ده نیول شوی، خوهندي په اساسی قانون کی د هیواد رسمی ژبه ګڼل شوی ده. ایالتونه کولای شی چی یویاڅوژبی دخپلوایالتی حکومتی چارولپاره رسمی معرفی کړی، لکه پنجابی، بنګالی، اردو .... سانسکریت. که د مرکزی حکومت کوم لیک دهندایالاتویاسیموته په انګریزی ژبه استول کیږی، باید هندی ژباړه یی ورسره مل شوی وی. دلته وینوچی انګریزی ژبه هم دهندرسمی ژبه ده. دژبنی سیاست له نظره، فلپین اوهندیو بل ته ورته دی. په فلپین کی هم سیمه ییزوژبوته اجازه ورکول شوی ده چی په خپلواړوندوسیمو کی درسمی ژبوبه څیروکارول شی.دتاجکستان رسمی ژبه تاجکی ده. دازبکستان رسمی ژبه ازبکی ده، اودحکومت ماموران بایدپه دغه ژبه وپوهیږی. دترکمنستان رسمی ژبه ترکمنی ده. دزیمبابوی رسمی ژبه انګریزی ده. دمالیزیارسمی ژبه بهاسامیلایو ده چی اکثریت پری غږیږی. په کمبودیاکی خمیرقوم ستر اکثریت (۹۲٪) لری اوژبه یی چی خمیرنومیږی، رسمی ژبه ده. دولسی چین په شان، ماندارین چاینی ژبه د تایوان رسمی ژبه ده.

 

 (ب)ــ ولې ژبني ټکرونه؟

 

اوولس(۱۷) کلونه وړاندی دزییږکال(۱۹۹۱) پوری په سهیلی ترکیه کی په کُردي ژبه سندری ویل منع شوی وو. شپږکلونه وړاندی په زییږکال(۲۰۰۲) کی هغه پوهیدونکی(محصلین) دپولیس له خواونیول شول چی په پوهنتون کی یی په کردي ژبه دتدریس غوښتنلیکونه دپوهنتون مسولینوته وړاندی کول.
په ولسی چین کی د«تام اوجیری» په نوم تلویژیونی کارتون ډیرمینه وال لرل.
دغه تلویژنی کارتون په جنګي پیشو او موږک راڅرخیده. د  ۲۰۰۴ زییز  پوری به(تام اوجیری) دولسی چین په سیمه ییزو ژبو(لهجو) غږیدل. خوورپسی مرکزی حکومت په سیمه ییزوژبو(لهجو) کی ذکر شوی کارتونی پروګرام منع کړ. یانی نوریی نه غوښتل چی تلویژنی پروګرامونه دې په لهجوکی خپاره شی. د دې پرځای تلویژنی پروګرامونه دولسی چین په رسمی ژبه یانی ماندارین کی پیل شول. له دی لاری ولسی چین غوښتل چی ماندارین(پوتونګهوا) ژبه دملی پیژاند د سمبول په څیرپیاوړې کړي اودیوبل سره سیمه ییزی ژبنئ سیالۍ دملی پیژاند د کلک سمبول په قالب کی ویلې کړي. په ولسی چین کی لهجی له یوبل سره غټ توپیرونه لری. پوتونګهواپه ماندارین لهجه ولاړه ده، او ماندارین دولسی چین په مــرکزبیـجن (پخواني پــیکینګ) کی چلــیږی. یانــی دپایـتـخت لهـجه مــانداریـن رسمــی اتــبــا رلــری.
شپږکلونه وړاندی په زییږکال(۲۰۰۲) کی دسینګاپورحکومت په یوه کمیډي فلمي لړۍ باندی د «اِن سي ـ۱۷»  برغولی کیښود، یانی څوک چی اوولس(۱۷) کلن شوی نه وی، د دغی لړۍ فلمونه نشی لیدلی. په دغه کمیدی فلمی لړۍ کی کوم بدڅه نه ووچی ځوانان په اخلاقی لحاظ بی لاری کړای شی. دسینګاپوردحکومت دلیل داوچی په دغه فلمی لړی کی«بدګرامر» کارول شوی و. پورتنی دری بیلګی موږددی پوښتنو سره مخامخ کوی:


الف --ولی دترکیی حکومت ته ارزښت لری چی کومه ژبه دی په پوهنتون کی وکارول شی؟

 ب --ولی دسینګارپورحکومت د «بدګرامر» مخه نیسي؟
پ --ولی د ولسي چین حکومت ددی سره علاقه لری چی کارتونی پیشواوموږک (تام او جیری) دې څنګه وغږیږی؟
ددغــودرې واړوپوښــتنو جــواب په یوه ټکـی کـی پروت دی: پیژاند (هویــت)!: «ژبه پیل دی».

 

 

 (پ)ــ د ژبې معیاري کول:ژب سیاست

 

دژبومعیاری کولوته ژب سیاست (لنګویج پالیسي) هم ویلی شو. هغه څه چی پاس می ورته په ترکیه، سینګاپور او ولــسی چین کی ګوته ونیوله، دژب ســیاســت درې بیــلګی ښیــی.

دژبی معیاری کول یوسیاسی حکومتی ځواب دی چی دژبی یوی خورامهمی ځانګړتیاته ورکول کیږی: ژبه ولاړه نه ده، بلکی«بدلیږی اواوړی» :  دمثال په ډول په ولسی چین کی له ډیرولهجونه دهیواد دپایتخت(بیجینګ) لهجه ماندراین درسمی ژبی به څیرغوره شوه. ځینوهیوادونود ژبی دمعیاری کولولپاره علمی موسسی رامنځته کړی دی چی د ژبوپرمختګ اوبدلون وڅیـړی، لکه دفرانسوی ژبی اکاډمی، دهسپانوی ژبی اکاډمی، په جرمنی ژبوهیوادونوکی دلیکدودجرګه  په اسراییلوکی دعبری  ژبی اکاډمی اودعربی ژبی اکاډمی(دعربی ژبی اکاډمی نږدی څلورمیاشتی وړاندی د۲۰۰۷ زییږکال په ډسمبرکی پرانیستل شوه)، په شاهی دوره کی پښتوټولنه په کابل کی، پښتواکاډمی په پیښورکی، ملـــی کیسواهیلی جرګه په تانزانیاکی، دکیسواهیلی انسټیټوټ په تانزانیاکی... اوکویچوااکاډمی په پیرو کی.
په دی ډول حکومتونه دژبی دمعیاری کولوپریکړی کوی اودژبی سیاست ټاکی او چلوی. هو، وګړی اوشخصی سکټورهم دیوی ژبی په معیاری کولوکی رول لوبوی. ورځپاڼی، مجلی، خبری اژانسونه، اوبریښنیاییزی خپرونی عموما د مطالبود خپرولولپاره  مقررات لری . انګریزی خپروونکی ویلیم کاکسټن دپنځلسمی زیـیـزی پیـړۍ په دوهمه نیمایی کی یوه چاپخونه لرله اودخپل چلوونکی کنټرول له لاری یی دهغه مهال په خپرونوکی خپل اغیزخوندی کړاوپه دی ډول دراتلونکی انګریزی په معیاری کولوکی دمټ خاوندشو.  دوه(۲) نورو وګړو ډیرمهم انګریزی سیندونه(قاموسونه= ډیکشنرۍ) راوویستل: ډاکټرسامویل جانسن  (۱۷۰۹تر۱۷۸۴) په انګلستان کی، اونواه ویبستر (۱۷۵۸تر۱۸۴۲) په امریکه کی. ویبسترپه امریکایی انګریزی کی داسی املا وکاروله چی په انګلستان کی د مروجی املاسره یی یوڅه توپیرلاره، لکه د   (معیاری کول) او(سلوک، چلن) ټکي په امریکایی انګریزی کی. دغه شان ایلیزر بن یهودا (۱۸۵۸تر۱۹۲۲زییز) هغه زړه عبري ژبه راژوندی اونوې (مودرن) کړه چی دوه زره کلنې دوړې پرې پریوتلې وې اوچاپه ورځنی عادی ژوند کی نه کاروله (په دی اکله به وروسته وغږیږم).
وروسته له روغ پام نه سړی وینی چی معیاری کول د ژبنیو نوسانونواو اوښتنود چڼولو اویوشکل کولوعملیی ته ویل کیږی  . هغه مهال سړی وینی چی معیاری کول یوډول رسمی(تشریفاتی)  ژبه رامنځته کوی. ډیر  ځلی خلک فکرکوی چی معیاری(رسمی، تشریفاتی) ژبه دعلمی موسسو، دلیکدود دکتابونو، سیندونو(قاموسونو) اوغټوخپرونوژبه ده. په معیاری ژبه کی نه یواځی دیوه ټکی املایی څیره اهمیت لری، بلکه ګرامری مقررات اود ستورونه هم مهم دی. دمثال په ډول، په یوه جمله کی دوه(۲) منفی کارول بی خونده ویناده: هغه نه غوښتل چی ښوونځی ته  لاړنشی. په روغه پښتو(هغه غوښتل چی ښوونځی ته لاړشی).
دژبی دمعیاری کیدلوموخه داده چی ژبه عمومی شی، یانی هرڅوک پری په اسانی سره پوه شی. دلته بایدزیاته کړم چی مسلکی تخصصی ژبی حتماً عمومی ژبی نه دی. معیاری ژبه عموماًپه اداری، کلتوری اواقتصادی مرکزونوکی را پورته کیږی. پښتانه چی کلتوری ملت دی، خوملی دولت نلری، بایددخپلی ژبی دپالنی او معیاری کولولپاره یوه بریـښناییزه جرګه ولری، دبیلګی په ډول (پښتوعمل جرګه)! ددغی جرګی یوه موخه باید داوی چی دپښـتولغآتونو بریښناییز بانک جوړکړی.
مخکی د زییږکال ۱۹۹۶له انقلاب نه، انګریزی دسومالیی په حکومتی اوتعلیمی اداروکی برلاسی وه اوله دی امله دبرلاسی اوچتی پټی ژبه وه چی له نږدی لسوسلنو(۱۰٪) نه جوړه شوی وه. شـپـږدیرش (۳۶) کلونه وړاندی په زییږ کال(۱۹۷۲) کی سومالی په لاتیـن توروکی ددغه هیواد رسمی ژبه شوه. یوڅوکلونه وروسته د(۱۹۷۰) کلونوپه وروستیوکی په سومالی کی کافی موادبرابرشول چی سومالي له پوهنتون نه په ټیټوتعلیمی موسسوکی دزده کړی اوښوونی ژبی ته جګه کړی. عربی په لومړنیواومنځنیوزده کړوکی کارول کیدله. د سومالي ژبې په معیاری کولوکی ګړندی ګامونه پورته شول: ددغی ژبی لیکدود، ویی پانګی (دلغتونوذخیری)، تلفظي نظام، اولاتینی پټۍ (الفبا) ته کلک پام وشو، اوپه(۱۹۷۶) کی لومړی ځل غټ سیندونه(قاموسونه) راووتل. د دی لپاره چی د خپلی رسمی ژبی اړتیاوی پوره کړی، د سومالیې چارپوهانوپه غټه کچه له نوې ویی پانګې(نیولوجیزم) نه کارواخیست. په ســــــــــومالیـا کی په ۱۹۹۰کلــــــــونــوکی کورنی جــــــګړی زورومینداو مــــرکزی حــکومت ړنګ شـــــــو، خـــــوبــیا هـــــم سومــالي ژبــه د بیـــلابیـــــــــلوســـیمه یـیزو وکمــــنیو رســـمی ژبه یاملـــی ژبه پاتی شوه.

 

ژ ب ســیا ســت  (ت)ــ 

ډیرهیوادونه له ژب سیاست نه کاراخلی چی له یولړژبونه عموماًدیوی ځانګړی ژبی په پلویتوب اوملاتړراڅرخی یا د هغی په کمزورولو اومنع کولوکی لګیاوی. د تاریخ په اوږدوکی دولتونو عموماًدیوی ژبی درسمی کولولارغوره کړی وه. خو اوس ځينی دولتونه هڅه کوی چی سیمه ییزی ژبی له مړینی نه وساتی. ژب سیاست هغه څه ته وایی چی حکومت یی دژبی په اکله کوی: دقانون له لاری، د محکمی دپریکړوله لاری، اودحکومتی مقرراتو له لاری، حکومتونه غواړی چی د ژبی استعمال وټاکی، دملی اړتیاودپوره کولولپاره دژبی په زده کولوکی اسانتیاراولی، یاداقلیتی ژبوپه ساتنه کی اغیزمن شی.
اوس د ژبنی اوکلتوری تنوع ساتنه پوهانو، لیکوالانو، واګیالانو(سیاستمدارانو)، او داقلیتی ټولنومشرانوته اهمیت لری. اټکل داسې  دی چی په یوویشتمه(۲۱) پـیړۍ کی به دشپږزره ژبونیمایی برخه دمړینی دخطرسره مخامخ شی. دیوی ژبی په خوبیالي کیدا اومړینه کی ډیرلاملونه کواند رول لوبوی. دمحلی ژبی د ویونکود شمــیر کچه، ددولت په رسمی راشه درشه کی دهغی استعمال، دهغی دویونکو جغرافیایی تیتوالی، اودهغی دویونکوټولنیز- اقتصادي وزن. ملي ژب سیاست یا دغه شرایط مهارولی شی، یادهغوی اغیزمنتوب پـړسولی شی اودیوی ژبی د مړینی عملیه ګړندی کولای شی. دژب سیاست طریقی په لاندنیوغټو رده بندیو (کټیګوری) راڅرخی:
۱ د ادغام پالیسی په هغو حکومتی اقدامونوولاړه وی چی دیوی ژبی یاژبود ادغام اوورکیدلوعملیه ګړندی کړی اوپه دی ډول یوه مسلطه ژبه رامنځته کړی. د ادغام سیاست په پاکستان، اندونیزیا، سوریه، عراق، ایران ....اواوسنی نیول شوي افغانستان کی لیدل کیږی. دامریکی د ښکیلاک لاندی افغانستان کی«کابل دمشهدپه شان» دی.
۲د نه مداخلې سیاست ژبی خپل منځه«حسن تفاهم» ته پریږدی. خوپه واقعیت کی دغه ډول حسن تفاهم یوې برلاسې(مسلطی) ژبی ته لاراواروی چی نوری ژبی سوکه سوکه وخوری اوپه مسلطه ژبه کی یې جذب کړی. بیلګی یی په انګولا، جرمنی، برتانیه، سعودی عربستان، سینیګال، بنګلادیش... اوجاپان کی لیدل کیږی
۳ د متمایز کولو او توپیر منلو سیاست دیوې ژبی په ځانګړي قانونی مقام را تاویږی. دلته اکثریت ټول ژبنی حقوق لری. اودلږه کیانو(اقلیتونو) په ژبوهم لږو ډیردحفاظت اوحمایت وزرونه غوړیدلی وی. بیلګی یی د امریکې په کلیفورنیاایالت، ولسی چین، اروپایی جرګه، ګواتیمالا،.... اودکاناډاپه اونتاریو اوکوبیک ایالتونوکی لیدل کیږی.
۴د رسمي ژبې د تشویقولو او ارزښتمند کولو سیاست    په دی فکرولاړدی چی دیوې ژبې سره دې مینه اونازولتیاوښودل شی. داډول سیاست په یوژبتیا را څرخی. کله د یوهیوادملي ژبې ته د رسمی مقام پټکی ورپرسرکیږي، اوکله په استعماری ژبه دغه ډول پیرزوینه کیږی. دلته کله ناکله داقلیتی ژبوحفاظت ته هم پاملرنه کیږی. کله ناکله داسی پیښیږی چی رسمی ژبه دملت د  اکثریت لومړئ ژبه وی. بیلګی یی دادی: فرانسه، الجزایر، برازیل، مراکش، شمالی کوریا، اسراییل، ایټالیه، ایران؟، مصر، کمبودیا، ټونس، لبنان، هند...اوویټنام. په افریقاکی انګریزی په شپاړس(۱۶) هیوادونوکی، فرانسوی په اووه لس(۱۷) هیوادونوکی، پرتګالی په پنځه هیوادونوکی، اوهسپانوی په یوه هیواد کی رسمی مقامونه لری. عربی او فرانسوی په غبرګ ډول دټونس، مراکش اوموریتانیا رسمی ژبی دی. وګورئ برېښناییزه چینه:
دیوی ژبی په تعمیم(عمومی کیدلو) کی یوڅوعملیاتی ساحې غټ رول لوبوی: رسمی ژبه، ملی ژبه، دتدریس ژبه، تعلیمی ژبه، مطبوعاتی ژبه، تجارتی ژبه... اودینی ژبه. دیهودانود ژبې(عبري) په ساتلوکی یهودی دین ستررول لوبولی دی. د سانسکریټ په ساتلوکی هندویت ستررول لوبولی دی، اودعربی په ساتلوکی اسلام ستررول لوبولی دی. دژب سیاست لپاره دوه هیوادونه بیلګه کوم: سینګاپوراو اسراییل.

 

لومړی مثال - سینګاپور

په سینګاپورکی ژب سیاست په ښایسته ښه کچه په اغیزمن ډول اداره کیږی. په جنوب ختیزه اسیاکی سینګاپوریوکوچنی ښاری دولت دی چی څلور(۴) رسمی ژبی لری: انګریزی، مَلې ، ماندارین، اوتمیل. مَلې په عین حال کی ملی ژبه هم ده. هره ژبه په بیلی بیلی ژبنئ کورنۍ پوری تړلی ده. په سینګاپورکی ژب سیاست کوم هدفونه لری؟ هلته ژب سیاست په دی موخوراڅرخی:
۱په یوکوچنی دولت کی چی نه طبیعی منابع لری اونه له ساحل نه شاته زمکه لری، ژب سیاست بایدګړندئ اقتصادي ودې ته زمینه برابره کړی.
۲ژب سیاست بایدپه  یوه غیرمتجانسه ټولنه کی دپوهاوی راپوهاوی  وسیله را منځته کړی.
۳په هیوادکی د سترچینی قوم په غټولهجوکی چی دیوبل سره پوهاوی پکی مشکل دی، ګډه وسیله راوباسي.
۴ژبنئ اوکلتوری ټولپالنې ته رسمی پټکی ورپرسرکړی.
۵ژب سیاست بایدپه سینګاپوریانوکی وفاداری وپالی اوپیژاند(هویت) یی غښتلی کړیهغه هویت چی دجنوب ختیزی اسیاپه میراث ډک شوی دی.
۶ژب سیاست باید سینګاپورپه هغه سیمه کی همرنګی کړی چی په ستره کچه په مَلې ژبه غږیږی، اوژب سیاست باید
۷بین المللی پیوندکلک اوګړندی کړی.

سینګاپورولی انګریزی ژبه خپل اساسی رسمی ژبه کړه؟ لاملونه یی دوه دی:
۱انګریزی دتخنیک، معلوماتواوتجارت ژبه ده، اودغه شان انګریزی دجنوب ختیزی اسیا د ملتونود ټولنی رسمی ژبه هم ده.
۲انګریزی د درې نوروقومیرسمی ژبوپه منځ کی«ناپیـیلې» ژبه ده. په سینګاپورکی د دوه ژبتیاسیاست  داسی دی چی په ښوونځی کی به هرزده کوونکی دوه رسمی ژبې زده کوی: یوه به یی انګریزی وی اوبله به یی مورنی ژبه وی. سینګاپوریان کلکه هڅه کوی چی مورنی ژبه اوانګریزی ژبه روغه زده کړی، ځکه چی د ژبودزده کړې کنډه دلوړوزده کړواوپوهنتونی تحصیلاتولپاره اهمیت لری:
دجنوب ختیزی اسیادقومونوپنځه نوری ژبی هم دپوهنی اوښوونځیوپه سیستم کی زده کیږی: هندی، اردو، بنګالی، پنجابی اوګجراتی. دلته وینوچی  د دوه ژبتیا د  سیاست له مخی، بایدهرسینګاپوری انګریزی زده کړی اوهرسینګاپوری باید د هیوادپه یوه بله رسمی ژبه(معمولاً مورنی ژبه) وپوهیږی. په دی ډول په سینګاپورکی دزده کړی نظام ددغه هیوادپه پرمختګ راتاویږی اوپه ټولوهیوادوالو (اتباعو) کی ملی احساس اوملی تړون غښتلی کوی، اودملی تړون دجوړولوعملیه ګړندی کوی. یانی تعلیمی نظام هلته داقتصادی ودې اوملی تړون په خدمت کی دی. سینګاپوریان په دی پوهیږی چی انګریزی دیوه عملي انتفاعي لوښي په څیر کار وی، نه د یواحساسي هویتی هدف اوتړون په څیر.
په سینګاپورکی دمورنئ ژبی اوانګریزی ژبی په زده کړه نږدی یواندازه وخت لګیږی:

انګریزی هره اونی

مورنی ژبه هره اونی

دښوونځی ډول

دولس، نیم ساعته دوری= شپږګینټی

لس، نیم ساعته دوری= پنځه ګینټی

لومړی ښوونځیPrimary School

شپږڅلویښت دقیقه  یي دوری= څلورګینټی

شپږ،څلویښت دقیقه یي دورې = څلورکینټی

دوهمی ښوونځی secondary School

شپږڅلویښت دقیقه یي دوری= څلورګینټی

شپږ،څلویښت دقیقه یي دوری = څلورکینټی

دوه کلن کالجJunior College 

 

دوهم مثال: اسراییل                                                      

دشلمی پیړی په اوږدوکی دعبري ژبې دراژوندی کولواووطني کولو لپاره ژبنئ مفکورې(ایدیالوجی) اوژب سیاست ته اړتیاوه. دلومړئ نړیوالې جګړی په پای سره، فلسطین دانګریزانودحاکمیت لاندی راغی. شپږاتیاکلونه وړاندی په زییږکال(۱۹۲۲) کی دملتونوټولنی فلسطین دانګریزانوحاکمیت ته وروسپاره. که څه هم دغه مهال یهودانوخپل دولت نه لاره، دهغوی  ژبه(عبري)  دانګریزي او عربي ژبوپه شان دانګریزانوله خوارسمی اعلان شوه. دایوه استثناوه چی د یوه بې هیواده اوبې دولته ډلی ژبه دې رسمی ژبی ته لوړه شی:
داسراییلودولت نږدی شپـیته کلونه وړاندی د زییږکال ۱۹۴۸ په می کی دلویدیزی نړی دقوی اډی په څیرپه منځنی ختیزکی رامنځته شو. ددغه  دولت په خصلت کی یو یهــودي عالــم ایلیزربـــن یهــوداســازونکی رول لــوبــولی دی. بـن یهــودا د صیهونیزم د موســس پلــرونوپه ډله کی یوه وتلې څیره وه. ډیرخلک ورته دنوې یهودي ژبې (عبري) پلار وایی.
یوه سړي ایلیزر بن یهودا(۱۸۵۸تر۱۹۲۲) هغه زړه عبری ژبه راژوندی اوغنی کړه چی دوه زره(۲۰۰۰) کلنی دوړی پری پریوتلی وی اوڅوک پری په ورځنی عادی ژوند کی نه غږیدل. د ایلیزربن یهودا له ژبني فعالیت نه وړاندی یهودی ژبه یواځی په دینی وعظونواودعاګانو راچاپیره وه. هغه د یهودی هیوادپه اکله خپل فکرونه په یهودی ژبه (عبري) کې خپاره کړل. د ایلیزر بن یهودا په فکر کې هغه ارمانونه خوندی شوی ووچی دیهودانودخپلواکۍ ، ملی هیواد اوملی ژبې درې ګوټی (مثلث) یی جوړ کړی و. د روسیی اوترکیی جنګ(۱۸۷۷تر۱۸۷۸) اودبالکان دولسونود خپلواکی جګړوپه ایلیزر بن یهوداکی یهودي ملي شعور راپورته کړ(ایلیزر بن یهودا په لتوانیا کی په یوه دینی کورنی کی زیږیدلی و). ایلیزربن یهودا په خپل یونامکمل ژوند لیک   کی چی دلومړئ نړیوالې جګړې په وروستیوکلونو(۱۹۱۷تر۱۹۱۸) کی یی په امریکه کی لیکلی وه، داسی کاږی چی د یهودي ملت جوړیدا په دوه ستنو ولاړه وه: «هرڅومره زیات چې می د ملي بقا په اکله فکر وکړ، هغومره پوه شوم  چی یوه ژبه د ولس د یووالي لپاره څه کولی شيبن یهودا وایی چی هغومره چی یهودان د خپلې ژوندي ملت کیدا لپاره خپل «لرغوني هیواد» ته د راستنیدا اړتیا لري،هغومره دیته هم اړتیا لري چی د «خپلو پخوانیانو ژبې» ته راستانه شي، یانې د هغوي ژبه را ژوندی  او اباده کړي.

ژبه د ایلیزربن یهودا لپاره دپاڅون وسیله وه اودتړون سمبول. ایلیزربن یهودا  دهغه اصلی نوم نه وه،بلکې اصلی تولدی نوم یې ایلیزرییڅاک پرلمن و. هغه غوره ګڼل چی(نګه) سوچه یهودی نوم ولری: بن یهودایی نوی نوم شو.بن یهوداپه لیتوانیاکی په یوه دینی کورنی کی زیږیدلی و(۱۸۵۸). روسی، جرمنی، فرانسوی اوعربی یی زده کړی وی. بن یهودا دری غټ عملیاتی پلانونه لرللومړی، عبری ژبه په کورکی، دوهم، عبری ژبه په ښوونځی کی، اودریم، لغات، لغات، لغات».
لکه چی وینودبن یهودا نشنلیزم(ملی ګري) په ژبه ولاړه وه. نوموړی په دوه ویشت(۲۲) کلنۍ کی په زییږکال ۱۸۸۱کی له روسی نه فرانسی اوورپسی فلسطین ته کډه وکړه. هغه له خپلی میرمنی نه ژمنه اخیستلی وه چی زوزات به یی پهیهودی یانی عبری ژبه کی روزل کیږی. دیبورا اصلاً په روسی ژبه غږیدله ، خودخپل میـړه سره دکلکی ژمنی له مخی یی خپله ژبه یانی عبري زده کړه.
لومړی ځوی یی بن زاین بن یهوداونوماوه. بن زاین لومړی یهود وه چی دخپلی ژبی په ټغرلوی شوی و. په دی ډول بن یهودااومیرمن یی دیبورا لومړئ یهودی کورنی وه چی په عبری ژبه ګړیدله.
ایلیزربن یهوداپه جیروزالم(القدس) کی دوه سازمانونه رامنځته کړل: (تخیات اسراییل)  داسراییلوبیاژوندی کیدل، او«سفابراور» روغه ژبه یانی نګه اوروانه ژبه. په مهالیزوکی به بن یهودا ددخپلولیکنولپاره نوی لغات راویستل، ځکه چی پخوانئ عبری ژبی د نوې زمانې اړتیاوې اوواقعیتونه نشول منعکسولی. ایلیزربن یهودایوه ژبنی ټولنه جوړه کړه، په دی نوم: (دعبری ژبی څانګه). موخه یی داوه چی دعبری ژبی پرمختګ غښتلی اواداره کړی. پخپله ایلیزربن یهودا دعبری ژبی دجرګی مشرو(دغه ټولنه داسراییلوددولت له جوړولو(۱۹۴۸) نه وروسته په(۱۹۵۳م) کی دعبری ژبی اکاډمی ته جګه شوه). دعبری ژبې په جرګه کی  به ایلیزربن یهودا په ورځ کی اتلس(۱۸) ګینټی لګیاوچی «دپخوانئ او اوسنئ عبري ژبی بشپړسیند» راوباسی.
 
څه کم سل(۱۰۰) کلونه وړاندی په(۱۹۱۰) کی یی د خپلوشپـږو ټوکونو لومړی ټوک خپورکړ. دهغه له مړینی(۱۹۲۲) نه وروسته، د ذکرشوی قاموس اووه لس (۱۷) ټوکونه دایلیزربن یهودا د دوهمی میرمنی اودوهم ځوی ایهودپه زیارخپاره شول. په دغه سیند(قاموس) کی ټول لغتونه خوندی شوی دی چی دحضرت ابراهیم(ع) له زمانې نه ترنوې زمانی پوری په عبری ژبه کی کارول شوی دی. ایلیزربن یهودا دلغتونودراویستلولپاره بیلابیلې نسخی وڅیړلی اوله هغوی نه یی هغه لغات غوره کړل چی دنوي ورځني ژونداودروانی ژبی لپاره ګټوروو. هغه یوه اونیزه راویستله. په هغې کی به یی خپل روڼ اندیز  فکرونه خپرول اونوی لغاتونه به یی پکی معرفي کول. نوی لغتونه به یی په ډیرولیکنوکی تکرارول اوپه دی ډول به یی دخپلی خپرونې دلوستونکوپه مغزوکی خوندی کول. ایلیزربن یهودا دنوې عبري ژبی لپاره سیفردیک تلفظ غوره وګاڼه( سفردي هغه یهودان وو چی عموماً په هسپانیه، پرتګال، اوشمالی افریقه کی اوسیدل). په دی ډول ایلیزربن یهوداخپل ارمان پوره کړ: په فلسطین کی د لویدیز په مټ نوی یهودي دولت داسراییلوپه نوم جوړ شوچی په خپله پخوانئ،خو د خپلې زمانې د اړتیاوو لپاره په ارته شوې او معیاري شوې عبري ژبه چلیږی.
له نن نه نوی(۹۰) کلونه وړاندی دزییږکال(۱۹۱۸) په اوړی کی صیهونستانو د برتانیی په توافق سره په جیروزالم(القدس) کی دیوې غونډۍ یوه برخه را ونیوله، اودنړیوال صیهونیستی سازمان مشرډاکټرخایم وایڅمن پکی دعبري پوهنتون  د بنسټ ډبره کېـښوده. جیمس ارتربلفور چی دانجیل په ټغرلوی شوی و، دبرتانیې لومړی وزیر(۱۹۰۲تر۱۹۰۵) وچې بیا وروسته دلومړئ نړیوالې جګړې په مهال دبرتانیی دبهرنیوچارووزیر(۱۹۱۶تر۱۹۲۱) شو. بلفورچی د یهودانود«ملي هیواد» پلوي و، فلسطین یی لومړی ځل په (۱۹۲۵) کی ولیداوپه القدس کی یی عبري پوهنتون پرانیست. داسراییلوپه ا کله دزیاتومعلوماتولپاره ولولی: زیرک یار، دنوی سیاست الجبره: دامریکې دامپراتورۍ لپاره فکرونه، ستراتیجۍ، پلانونه، عملیات، ډنډورې  اوغولونې(۱۹۸۹تر۲۰۰۶)، خپرندوی: د پښتنی کولتوردودې اوپراختیاټولنهجرمنی، چاپ ځای: ددانش خپرندوی ټولنه، پیښور، ۲۰۰۶، مخونه ۴۲۶تر۴۷۲.
دشلمې پیړۍ په لومړئ نیمایی کی یانی داسراییلو د دولت دجوړولودکال(۱۹۴۸) پوری، عبري یوژبتیا دومره غښتلې شوې وه چی دفلسطین اتیا سلنو(٪۸۰) یهودانو دعبری ژبی دپوهیدلوادعاکوله. دغه شان هلته څه دپاسه پنځوس سلنو(۵۰٪) یهودانوادعاکوله چی عبري یې یواځینئ ژبه وه. دغه شمیرنې ښیی چی دفلسطین یهودان په څومره لنډه، پنځوس(۵۰) کلنه، موده کی له ګڼ ژبتیا نه ایډیالوژیک یوژبتیاته واوښتل. داسراییلوددولت دجوړیدلو(می ۱۴، ۱۹۴۸) سره سم، عبري ژبه د دولت برلاسې رسمي ژبه شوه اوانګریزي عملاً دوهم مقام ته راټیټه شوه، خوپه عین حال کی دوهمه اغیزمنه ژبه پاتی شوه. په اسراییلوکی عربي ژبه هم رسمي ژبه پاتی شوه خوعملاً یې مقام له انګریزي ژبې نه څټ ته شو. په بله وینا عبري ژبه لومړئ درجه رسمي ژبه شوه، انګریزي ژبېته دوهم درجه مقام ورپه برخه شو، اوپه عربي ژبه باندې د دریمې درجې رسمي ژبی پیرزوینه وشوه.
په اسراییلوکی عبري ژبه په نږدې ټولوعامه(دولتی) اوشخصی فعالیتونوکی یواځیني برلاسي مقام ته جګه شوه: عبري دحکومت، ښوونځي، پوهنتون، تجارت، عسکری، روغتیا، راډیو، تلویژن... اوکور ژبه شوه. له نورې نړۍ به چی یهودي کډوالان اسراییلوته راورسیدل، دعبري ژبې دزده کړې پروګرام به یی تعقیباوه چی په(۱۹۴۹) کی د الپان په نوم راوتلی و . د ښوونځي، پوهنتون اوحکومت سره دنووکډوالانوتماس په هغوی زورواچاوه چی زرترزره عبري ژبه زده کړی. دډاکټرۍ دعلمی درجی دلاسته راوړلوتحقیقی څیړنې بایدپه عبري ژبه کی ولیکل شی. عرب اسراییلیان دلوړوپوهنو لپاره مجبور دي چې عبري ژبه زده کړي. وروسته له دې چی عبري ژبه په اسراییلوکی رسمی اوکلکه شوه، هلته له (۱۹۹۰) کلونوراهیسی څوژبتیا ته دمطلوبې موخې(هدف) په څیرپام وشو، بی له دېچی دعبري ژبی برلاستیا زیانمنه شی. په دی ډول، هلته عربي ژبه اود یهودي کډوالانوژبې منل شوې دي. په یهودي برخه(سکټور) کی عبري دتدریس ژبه ده، او په عربي سکتورکی عربي دتدریس ژبه ده(په نږدې  شل سلنو۲۰٪ښوونځیوکی). په عربی ښوونځیوکی بایدعبري د دوهمې ژبې په څیرزده شی، اوپه یهودی ښوونځیوکی بایدعربی ژبه څلورکاله تدریس شی. په بین المللی ژبوکی انګریزي لومړی مقام لری چی باید دلومړئ بهرنئ ژبې په څیرزده شي. ورپسې فرانسوي ده. چی دانګریزي یاعربي په ځای یاددوهمی بهرنی ژبی په څیرتدریسیږی. دژبی نوی سیاست نوي یهودي کډوال دیته هڅوی چی په مورنئ ژبه ورته تدریس ورکړل شي، اوپه عین حال کی په دې ټینګارشوی دی چی دژبودزده کړی لپاره ځانګړي ښوونځي جوړشي. عملاً په یهودي ښوونځیوکی دعربي ژبې تدریس کړکیچو(مات ګوډ) دی. دعربي ژبې د  تدریس لپاره د  یهودي ښځونځیو نیمایی برخه په اقلي پروګرام چلیږي.

اسراییل چی ددولت په څیرپه(۱۹۴۸) کی په فلسطین کی رامنځته شو، په لومړیو پنځوس(۵۰) کلونوکی یی ژب سیاست«یواځې عبري» ته خدمت کاوه یانې یواځې  په عبري ژبه   را چاپیرو. ددغه ژب سیاست په اوږدوکی دعبري ژبی هویتي اوسمبولیک وظیفه غښتلې شوه. وروسته له دې چی عبري دملی هویتی چینی په څیرپخه، ارته اوبرلاسی شوه، اسراییلی دولت نورې ژبې لکه عربي، روسي، او ییدیش دپوهاوي راپوهاوي(افهام اوتفهیم) دوسیلوپه څیرګټورې وګڼلې اوهغوی ته یې د ملي ژبني ظرفیت په څیرپاملرنه وکړه. به بله وینا، کله چی اسراییلوخپله یهودي ژبه یانې عبري دخپل ملت دهویت دساتنې لپاره غښتلې اوبرلاسې کړه، نوبیایی ګڼ ژبتیاته په خپل سیاست کی ځای ورکړاوله دې اصل نه چی عبري ژبه«لومړی» ده د ژبني تنوع په خوا وخوځید« زماژبه ستاسې د ژبې په څنګ کې»

 

  (ټ)ــ  ژب پلان
د ژبوتماسونه دیرغل اونیواک (اشغال)، د کډوالتیا، د نویوملتونو د جوړولو،...او   تجارت له لارې رامنځته کیږی. یوه پوښتنه اهمیت لري : ژبـــــه کـــــوم مشـــکلات لري؟
په یوه سیاسي واحدکی دګډی ژبی نشتوالی،دلیکلود نظام نشتوالی یاکموالی، د تخنیکی اوعلمی لغتونونشتوالی...د درسي کتابونونشتوالی یاکموالی. هرګڼ ژبي سیاسی واحد ته چی یوه یاڅوژبې پکی قوي وي اونورې پکی کمزورې وي، دژبنیومشکلاتوسیمه ویل کیږی. دغه ډول سیمه ژب پلان ته کلکه اړتیالري. ژب پلان په ملی سویه دژبی دپرابلمونو(مشکلاتو) دحل کولو«منظمې پالنې» ته ویل کیږی. په بله وینا،ژب پلان په ملی سویه دژبی د مشکلاتومنظم حکومتی فعالیت ته وایی(کارل ایرلندګاډیلي د آیوبمګبوزې په حواله) زه له دی اثرنه دژب پلان په اکله غټ ټکی راخلم اولنډوم یی.
ژب پلان دوه برخی لري: لومړئ برخه یی دشان یامقام ژب پلان نومیږی چی په ژب سیاست راڅرخی، لکه دژبی توزیع یاویش په بیلابیلوقلمرونوکی(د ژبې رسمي مقام په حکومت کی، په تجارت، په زده کړه اوپوهنه کی، او دروغتیاپه چــاروکــی).
دوهمه برخه یی جسمي پلان نومیږی چی دژب سیاست په پلی کولو(اجرأ) را څرخی. په جسمی پلان کی دژبی جسمی شتون راځی، لکه دګرامر، املا، سیندونو(قاموسونو) ددرسی کتابونو....اودلیکلویاخطی نظام تولید. په بله وینا، د شان یامقام پلان ته رسمی پریکړې هم ویلی شو، اوجسمی پلان ته درسمی پریکړی پلی کول ویلی شوچی دژبی په مشخصوجسمي موادوراتاویـږي. د یوې ژبې دمقام پلان ګټه نلري، خوداچی عملی شی یانی په جسمی پلان واوړي. بې له مقام پلان یاژب سیاست یارسمي پریکړې نه، جسمي پلان ډیرلږامکان لري چی ګټورشي.


په یوهیوادکی دیوی ژبې دغښتلتیا(تقویې) لپاره مهمه ده چی څومره وګړي پرې غږیږي، په کومه کچه د ملي احساس اوملي تړون مرستندوی ده، اوپه ملي تاریخي ځانګړتیا(پیژاند) کی څومره رول لوبولی شي، یانی ولس ورته دخپل مال په سترګه کسي که د بل چامال یی ګڼي. ژب پلان لاندینیوسریزوفعالیتونوته اړتیالری:
۱غوڼدی(کنفرانسونه)
۲ ـ ژب ټولنیزې سروې ګانې
۳ازمایښتي پروژې (پایلټ پراجېکټـز)
۴حکومتی کمیسون
۵خپلواک کمیسون
۶دژبی په اړوندکی دبین المللی کنفرانسونوپریکړې 


دیوې ژبې دمقامي پلان کولولپاره لاندیني ټولنیزقلمرونه ارزښت لري:
حکومت، پارلمان(ولسی جرګه اومشرانوجرګه)، محکمې، اداره، دروغتیاچارې، دښوونې اوپوهنې وزارتونه، تجارت، او وګړیزې رسانې (ماس میډیا). په یوهیواد کی چی دوه یاڅو رسمي ژبې مني، ډیرارت اودقیق ژب پلان ته اړتیاده. په ژب پلان کی دزده کړې اولوړوپوهنوقلمروزښت ډیراهمیت لري، ځکه دلته دنوي او راتلونکي نسل په زړه اوفکر کی د ملي تړون زړي کرل کیدلی شي. دزده کړواو لوړو پوهنوپه وزارتونوکی غټې مفکورې په ورځني ژبني سلوک اوورځني متقابل احترام اوړي چی په خپل وارسره ملي تړون ته لاراوارووي.  هغه ژب پلان چی لاندنیوحالتونوته ځواب ووایی، دبریالیتوب تومنه لري:


الف: عمومی معلومات:
۱دوګړوشمیر
۲داکثریت( له نیمایي نه زیات ویونکو) ژبه
۳داقلیت ژبه
ب : د ژبی قانوني مقام:
۱رسمي ژبې
۲نورې ژبې چی مقام یی ټاکل شوی وي
۳هغه متن چی دژبواستعمال ټاکی(داساسی قانون ماده یامادې، دژبوقانون، د محکمې پرېکړه/پرېکړې).
پ: په قانون سازۍ کی دژبواستعمال:
۱دژبواستعمال په پارلمان کی(وینا، لیکنه)
۲دقوانینوپه لیکلوکی دژبواستعمال
۳دقانون په اعلامولوکی دژبواستعمال
۴هغه متن چی دژبواستعمال ټاکی.
ت : په قضایی نظام کی دژبواستعمال:
۱مجازژبی
۲هغه ژبی چی معمولاً استعمالیږي
۳دقضاوت(پریکړې) ژبې
۴هغه متن چی دژبواستعمال ټاکي
ټ: په اداره کی دژبواستعمال:
۱داجرایې ژبې
۲ولایتي اومحلي حکومتونو ته دمرکزي اجرایې د رسمي مکتوبونوژبې
۳بهرنیوهیوادونوته دمرکزی حکومت درسمي مکتوبونوژبې
۴هغه ژبې چی په ایالتي اومحلي اداروکې استعمالیږي
۵دانتخاباتي مبارزودغونډوژبې
۶هغه متن چی دژبواستعمال ټاکي
ث: دزده کړی اوپوهنې ژبې
۱دوړکتون اوروزنتون ژبې
۲دښوونځي ژبې(لومړنی، دوهمی، لیسه)
۳دلوړوزده کړو(پوهنتونوژبې)
۴دغټانولپاره دلیک لوست دکورسونوژبې
۵هغه ژبې چی په ښوونځي(لومړنی، دوهمی اولیسه کی) اوپوهنځي کی زده کیږي باید وښودل شي چی په کومه موضوع کی حتمي دي که اختیاري.
۶هغه متن چی دژبواستعمال ټاکي
ج: په تجارت کی دژبواستعمال:
۱هغه ژبې چی په تجارتي اعلانوکی کارول کیـږي
۲هغه ژبې چی په اداري اطلاعیویااعلامیوکی کارول کیـږی
۳هغه ژبې چی داموالوپه نومونې کی کارول کیږي
۴هغه ژبې چی دمقرراتواودزده کړې لارښودونه پرې لیکل شوې وي
۵هغــــــــــه ژبې چی په تجارتي چاپ پاڼو کی کارول کیـږي
۶هغــــه متن چی دژبواستعــمال ټاکي


چ: په مطبوعاتوکی دژبواستعمال:
۱هغه ژبې چی په چاپی خپرونوکی کارول کیږي(دغټومهالیزودنومونولیست بایدمل شی اوپه هغه کی وښودل شی چی څوځلی اوپه څومره شمیرخپریـږی.)
۲هغه ژبې چی په راډیوکی کارول کیږی(په اونۍ کې څو ګینټې)
۳هغه ژبی چی په تلویزیون کی کارول کیږي(هره اونۍ کې څوګینټی)
۴هغه متن چی دژبواستعمال ټاکي
ح: رسمي ژبې په عمل کې
۱کومه ژبه عملاً رسمي ژبه ده؟
۲عملاً کومې ژبې په کوموکچو(څوسلنی٪) رسمي ژبې دي؟

 

لـــــــــــــــــــــــــــــنډ یـــز

 

انسان یواځنی ژوی دی چی د ویناپیرزوینه پرې شوېده. که له یوې خواژبه لوښی(وسیله) ده دپوهاوي راپوهاوي(افهام اوتفهیم) لپاره، نوله بلې خواژبه تړون دی اوغوټه ده د پیژاند(هویت) لپاره.
هغه ولس چی خپل دولت یې نه وي جوړکړی، رسمي ژبه نلري خوملي ژبه لري. عموماً ملی ژبه دولتونه زیږوي، اودولتونه رسمي ژبه ټاکي. داچی ژبه ولاړه نه ده، معیاري کولوته یی اړتیاده. د ژبی په معیاري کولوکی دواړه دولت اوشخصی سکټوررول لوبوي. د ژبی دمعیاری کولوموخه داده چی ژبه عمومی شی، یانی هرڅوک پری په اسانی سره پوه شی. خومسلکی تخصصی ژبی حتماً عمومی ژبی نه دي. ګڼ ژبتیا ارت اودقیق ژب پلان ته اړتیالری. که دوه ژبې یا ډیرې ژبې رسمي وي، باید ټولې روغې زده شي اوباید د زده کړې کنډه(اندازه) یې دلوړو زده کړواوپوهنتوني تحصیلاتولپاره اهمیت ولري.
دژب پلان موخه داده چی خلکوته د خپلې ژبې دکارولوامکان برابرکړي اوګڼ ژبتیاتشویق کړي. یواځې قانوني احکام نشي کولی چی یوه اقلیتي یاکمزورې ژبه وساتي اوغښتلې یې کړي، بلکې په ژب ساتنه اوژب پرمختیاکی نورعوامل هم کواند رول لوبوي. بیلګې یې دادي: دژبی دویونکوشمیر، په یوه تړلی سیمه کی دهغوی تیتوالی، دخپلی ژبی سره دهغوی مینه، دهغوی اقتصادی وزن، دهغوی سیاسی تنظیم، دهغوی دژبی اتبار، یانې دژبې سره مثبت پیوندلکه دولتمندي، کارمندي، تعلیم،...اوداصالت احساس. دیوې محرومې شوې اوغفلت زپلې ژبې په ژوندي کولواوپرمختیاکې څلورپریکړې روغ رول لوبولی شي:
-
یوداچې په ژب سیاست کې یې مناسب حق په برخه شي
-
دوهم داچې ژب سیاست پلی شي
-
دریم داچې دهغې لپاره ټولنیزه اړتیاخلقه شي
-
څلورم داچې ملي تړون اوغبرګون ته لاراواره شي. یانې په ټولوټولنیزوقلمرونو کې(اجراییه، قضاییه، قانونیه، معارف، تجارت....اومطبوعاتوکې) په دې بسنه ونشي چې«یا زماژبه یا ستاژبه»، بلکې پرځای یې دتړون اوغبرګون دریځ پیاوړی شي: « دواړه زماژبه اوستاژبه»   


په ژب پلان کې درې ټکی کوټلی رول لوبوي:
۱هغه ژبه چی پلان یی جوړیږي، بایدرسمی مقام یی منل شوی وي.
۲محرومه شوې اوغفلت وهلې ژبه بایدله ښوونځي نه ترپوهنځي پورې د تدریس ژبه وي ، اوڅوک چی یې بری لیک ونلري اولیکل، لوستل اوویناپرې نشي کولی، باید لوړرتبه دولتي اوعلمي مقامونه ورته ونه سپارل شي. دلته باید دواړه ملي کفایت اومسلکي کفایت دیوبل سره څنګ په څنګ غبرګ روان شي. پښتانه باید (دپښتوعمل جرګه) جوړه کړي چی مایې په ۱۹۹۷کال کی اوبیاپه کال ۲۰۰۰کی وړاندیزکړی و. ددغې جرګې یوه موخه بایدداوي چی دپښتولغتونو بریښناییزبانک راوباسی. په دغه اکله ډاکټرنبی مصداق هم دوی میاشتی وړاندې څه ناڅه ورته اوګټوروړاندیزکړی دی(ایینه افغانستان، فبروری ۲۰۰۸، دلوه ۱۳۸۶، مخ ۷۷). ددغه کارلپاره دې دسریزوچاروکمیټه جوړه شي اودمثال په ډول لاندیني اشخاص دې پکې کواند شي: پوهاند جهان زیب نیاز، پوهاندمحمد همایون هما، ډاکټرراج ولي شاه خټک،ډاکټراکبراکبر، ډاکټر محّمد اکبروردګ، ډاکټره ثریاخادم، منلی عبدالباري جهاني، منلی پلوال، منلی شپون، منلی عبدالله بختانی خدمتګار، منلی ننګ یوسفزی، پوهندویه کبرامظهري، منلی سیدصابر شاه صابر، منلې بارکزۍ ، منلی حدادفرهاد؟، منلی وطنپال دیاني، منلی حبیب الله رفیع، پوهندوی اسماعیل یون، منلی زرین انځور، منلی محمدمعصوم هوتک، ډاکټرنبی مصداق، ډاکټر عثمان روستارتره کي، پوهاندمجاوراحمدزیار، پوهاندګل جانان ظریف، پوهاند سرزمین کیمور، پوهاندمحمدحسن کاکړ، ډاکټرعبدالقیوم کوچی، ډاکټر عبدالقیوم مومند، منلی محمداصف صمیم، ډاکټربسم الله امیر، منلی غلام محی الدین زرملوال؟،منلی غلام محمد زرملوال، منلی ننګیال، منلی محمداصف وردک...(اونوری خویندی وروڼه). دتماس مزي دې دډاکترنبي مصداق اومنلي محمداصف وردک په لاس کې وي. په افغانستان کی دشاهي دوری په وروستني اساسي قانون کې (تله ۱۳۴۳لمریز= اکتوبر۱۹۶۴م) راغلي ووچی دافغانستان دنورو ژبوله منځ نه«پښتواودري رسمي ژبې» دي. (دریمه ماده). دهمدغه اساسی قانون په پنځه دېرشمه ماده کې پښتوملي ژبه ګڼل شوې وه اودولت موظف شوی وچې دهغې دپالنې، پرمختیااوزیات استعمال لپاره «اغیزمن» پروګرام راوباسي اوعملي یې کړي. له دینه یوکال وروسته(تله ۱۳۴۴یانی اکتوبر ۱۹۶۵) پارلمان ته دهغه مهال لومړی وزیرډاکټرمحمدیوسف ورغی. دحامد کرزي پلارعبدالاحدکرزي چې د ولسي جرګې غړی وپه ډاکټریوسف نیوکه وکړه چې ولې  یې داساسي قانون د پنځه دیرشمې مادې سره دملي ژبې پښتودپرمختیا او ترویج لپاره پروګرام نه وجوړکړی. ډاکترمحمدیوسف ورغبرګه کړه چې دژبو قانون به جوړکړي اوپارلمان ته به یې ولیږي.

د ۲۰۰۱ زییز په اکتوبر کې  د امریکې په مشرۍ  د لویدیزې امپریالیستي نړۍ جنګي سازمان ناټو په افغانستان یرغل وکړ او خپله وحشي تنده یې د ټول( لر او بر) پښتون په وینه ، ژبه او سیاسي کلتور ماته کړه. د امریکې مرکزي استخبارات(سي.آې.أئ) د هر کال په جولای کې «د نړۍ د معلوماتو کتاب» خپروي. د ۱۹۹۱زییز(۱۳۷۰ لمریز) پورې، د مرکزي استخباراتوپه دغه کتاب کې پښتانه د افغانستان د وګړیو پنځوس سلنې(۵۰٪)جوړولولې او د پښتو ژبې برخه هم پکې پنځوس سلنې ښودل شوېده.خو یوکال وروسته ،د  سي آې أئ په ذکر شوي کتاب کې( ۱۹۹۲م=۱۳۷۱ل)  د پښتنو شمیر آته دېرش سلنې(۳۸٪)او  د پښتو ژبې برخه یې پنځه دېرش سلنې(۳۵٪)معرفي کړل.له دېنه دوه میاشتې وړاندې(اپریل ۱۹۹۲=ثور ۱۳۷۱)شمالي ټلوالې په کابل کې سړک الطوایفي پیل کړې وه. د ۹۱۱ بخولې سره جوخت، له اکتوبر ۲۰۰۱ راهیسې امریکې د روسیې، ایران او پاکستان د خوښۍ لپاره ټول پښتون اود پښتو ژبه ژوبل کړل،او  د افغانستان په  استعماري اساسي قانون کې یې د ډیورنډ لیکې وویستلې. اوس پوښتنه داده داده چې جلالت چـپن حامد کرزی به د خپل پلارپوښتـنـې ته( چې له صدر اعظم  ډاکټر محمد یوسف نه یې کړې وه) څـه ډول ځواب ووایي؟!ــ 

 
زرڅېړۍ ،کلیفورنیا، امریکا

 اپریل ۸ ، ۲۰۰۸=۲۰وری۱۳۷۸ 

 ډاکټر زیرکیار