د تیرې دوشنبې په ورځ استرالیا ته تلونکي ۱۳ مشکوک تامیل کډوال سریلانکا کې ونیول شول.

سریلانکايي چارواکو په یوه چاپه کې هغه ۱۳ تنه تامیل کډوال نیولي چې پرې شک کیده په یوه کښتۍ کې استرالیا ته د پناه اخیستلو لپاره تلل.

دغه کسان چې ۱۱ نارینه او دوه ښځې او عمرونه یې د ۲۱ او ۴۴ کلونو ترمنځ ښودل شوي د سریلانکايي چارواکو لخوا په غربي ساحلي ښارګوټي (چیلاو) کې نیول شوي.

د چیلاو ښارګوټي د پولیسو د پلټنو مشر، سینارټني ادرسینګ، یوې ورځپاڼې ته ویلي چې دغه کسان یې له لنډ ټوقیف وروسته بیرته خوشي کړي ځکه هغوی یې په یو میلمستون کې نیولي وه او دوی یې په هکله کافي ثبوتونه نه درلوده چې د مهاجرت قانون لمخې هغوی په توقیف کې وساتي. خو نوموړي ویلي چې دوی د قضیې په هکله خپلو پلټنو ته ادامه ورکوي.

د نوموړي په خبره، د پلټنو په اساس دغه کسان په بیلابیلو وختونو کې او د شمال شرق تامیلي سیمو په ګډون د سریلانکا له مختلفو سیمو لکه (باټي کالا او جفنا) څخه یاد میلمستون ته ورغلي وه.

نوموړي په چيلاو ښارګوټي کې د قاچاقبرو ډلو شتون تایید کړی او ویلي دي چې پولیس اوس د قاچاقبرو د هغه ډلې په اړه پلټنې کوي چې ګومان کیږي کډوال استرالیا ته د وړلو په پلمه تیر باسي، له هغوی پیسې اخلي، خو وروسته له سیمې تښتي او کډوال یوازې پریږدي.

نوموړي ویلي، د سریلانکا سمندري ځواک مخکې له دې داسې زیات قاچاقبران نیولي او همدارنګه د استرالیایي چارواکو سره په همغږۍ یې له تیرې مۍ میاشتې راهیسې د استرالیا په لور د ناقانونه کډوالو د لږترلږه پنځو کښتیو له روانیدو څخه مخنیوې هم کړی او کډوال او پکې ښکیل قاچبران یې د قانون منګولو ته سپارلي.