د استرالیا حکومت تیره شنبه ورځ د (اکتوبر ۲۷مه) وویل چې د هغو مهارت لرونکو بهرنیو مهارت لرونکو کارګرانو لپاره د ویزو شمیر زیاتوي چې غواړي د لویو ښارونو د باندې کار او استوګنه وکړي.

دغه حکومت وايي دې سره غواړي په لویو ښارونو لکه ملبورن، سيډني او بریسبن کې د نفوس زیاتوالی قابو کړي او په دغو ښارونو باندې فشار راکم کړي ځکه د نورو ښارونو په پرتله یې نفوس دوه برابره وده کړې.

د لومړي وزیر سکاټ موريسن د دفتر لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې حکومت د خپل سیمه ایز مهاجرت پروګرام کې د مهارت لرونکو بهرنیو کډوالو د ویزو کلنۍ شمیره له ۲۳ زرو ۲۵ زرو ته لوړوي.

د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان د ارقامو په اساس، د استرالیا د وګړو قابو دریمه برخه په بهر کې زیږیدلي. دغه سازمان وایي، استرالیا د نړۍ د پرمختللو هیوادونو په منځ کې یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د نفوس وده یې زیاته ده. خو څرنګه چې دغه هیواد ډیر پراخه مساحت لري او ډیری وګړي یې په ښاري سیمو کې میشت دي نو له دې امله په لرو پرتو سيمو کې د وګړو او کاري ځواک له کمښت سره مخ دی.

د استرالیا د حکومت د ۲۰۱۶ کال د سرشمیرنې له مخې، دغه هیواد کې د نفوس دوه پر دریمه برخه وګړي په پلازمینه او مرکزي سیمو کې ژوند کوي چې له همدې امله په تیرو دریو کلونو کې پدې سیمو کې د وګړو شمیر د نورو سیمو په پرتله دوه چنده زیات شوې.

اوس د استرالیا حکومت هغه مهارت لرونکي بهرني کډوال چې د ویزو د ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیکونه وړاندې کوي په ‌ډیره کې د (پېرت او ګولډ کوسټ) ښارونو ته د تللو لپاره هڅوي.

د پېرت او ګولډ کوسټ ښارونه د استرالیا په هغو سیمو کې موقیعت لري چې د وګړو نفوس او په ځانګړي ډول د کډوالو نفوس پکې کم دی. دا دوه ښارونه د سیمه ایزو ویزو په لیست کې د لومړي ځل د پاره پداسې حال کې شاملیږي چې یوه میاشت وړاندې د استرالیا حکومت ویلي وه چې دا ښارونه به پدې لیست کې نه اضافه کوي.

د استرالیا د کډوالۍ وزیر ډیویډ کولمن وايي، د دې ښارونو د اضافه کولو لپاره حکومت د سیمه ایزو خلکو او حکومتونو سره مشورې کړي او د هغوی د وړاندیزونو په نظر کې نیولو سره یې دا پریکړه کړې.