ستا کیسه زما کیسه
نه کو د بل چا کیسه
راشه را تر غاړې ووځه
دغه ده ریشتیا کیسه
تیږه په خوب واړوه
کړې به تر سبا کیسه
سل پکې لانجې وي یار
پریده د ملا کیسه
غوږ په غوږ روانه ده
ښار کې د بلا کیسه
پام میرویسه مه کوه
سترګو کې په غلا کیسه