د استرالیا لومړی وزیر وايي، د کډوالۍ په پالیسۍ کې نرمښت نه رامنځته کوي

د استرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن سریلانکا ته د یوې تامیل کورنۍ د بیرته ستنولو د مخنیوې په تړاو له مداخلې کولو څخه انکار کړې او ویلي دي چې که په داسې قضیو کې استثناء وشي نو قاچاقبر به ترې ناسمه استفاده وکړي او نور خلک به استرالیا ته د مهاجرت لپاره وهڅوي.

د لومړي وزیر لخوا دا څرګندونې په داسې حال کې ترسره کیږي چې استرالیا کې پر حکومت د ځینو سیاسیونو او عامه وګړو فشارونه زیات شوي ترڅو یاده تامیل کورنۍ دې استرالیا کې پریښودل شي.

که څه هم څو ورځې وړاندې د استرالیا د فیدرالي محکمې د یو حکم پر بنسټ د لنډې مودې لپاره د یاد څلور کسیزې تامیل کورنۍ سریلانکا ته له شړلو څخه مخنیوی وشو.

یاد فامیل له محکمې څخه دغه لنډمهاله حکم د دوی د ستنیدنې د پروسې په وروستیو ساعتونو کې ترلاسه کړ، چې د دې لامل شو ترڅو د دغې کورنۍ ستنول سریلانکا ته تر راتلونکې پنجشنبې ورځې پورې وځنډول شي.

یاده کورنۍ وايي، که سریلانکا ته ستانه کړل شي نو هلته به دوی محاکمه او وځورول شي.

خو د استرالیا لومړی وزیر سکاټ موریسن وايي چې یاده کورنۍ ریښتینې کډوال نه دي پیژندل شوي او باید له استرالیا وایستل شي او له دې څخه هیڅوک مخنیوې نشي کولی. د نوموړي په خبره، که په دې برخه کې استرالیا نرمښت وښایه نو د ناقانونه مهاجرت په وړاندې به یې د مهاجرت او سرحدونو موجوده سخت دریځ کمزورې ښکاره شي او دې سره ممکن د استرالیا سرحدونه یو ځل بیا د کډوالو د ناقانونه بیړیو له خطر سره مخ شي.