پاتې شه باران دی!
ولي الله ملکزی

د جان کیری ماما دی یاد په خیر وي، هر چیرې چې وي حتما به یی ډوډۍ ګرمه او اوبه به یې یخې وي. دا جناب نه یواځی دا چې د جوړې جاړې د هنر ښه لوبغاړی او شین ټاکو دی، بلکې د ډیرو په باور هغه د سیاست په مذهب کې د مفتي او امامت مقام ته رسیدلی سړی دی. پنځه کاله وړاندی، یو د بصیرت ډاکټر او بل د ناکامو هیوادونو د مرمت طبیب یی د واک پداسی یو دسترخوان سره کښینول‌ چې یویشتمه پیړۍ خو په ځای پریږده، د رومیانو په تاخچو او د پیرنګیانو په ارشیفونو کی یی پارسنګی هم نه لیدل کیږي.
د هر رنځ څخه د وقایې او تقویې لپاره یی د بهترینو معجونو یوه نسخه ولیکله او دغو ډاکټر صیبانو ته یی په لاس ورکړه. د بشر دوست صیب په خبره، د عین او غین د نیم په نیمه حکومت پنځه کلن ژوند له معجزې کم ندی. په هر امتیاز او یکه دوکه نیکنامۍ کې سپیدار خپله ونډه پوره واخیسته، خو هره بلا مړې رسوایي او بی خوندي یواځی د ارګ په نصیب شوه.
چشم بد دور،‌ د سترګو ډاکټر صیب چې یو شیک او با سلیقه سیاستوال دی، حتما د خپلو وطندارانو په خوښۍ خوښ او په درد یی دردمند دی. البته مخالفین یی ګمان کوي چې د اجرائیه ریاست د دفتر رئیس او ویاند، خپل هیواد په شعوري ډول د ایراني تمدن د حوزې یوه برخه ګڼي او د افغانستان نوم ورته جعلي او د پیرنګیانو نغوته ښکاري. له بلې خوا دوئ تور لګوي چې د هیواد سفارتونو خپلو اتباعو ته هله د افغان په ځای د افغانستاني ټاپه وهل پیل کړل، کله چې دی د بهرنیو چارو وزیر وو.
ولی د خپلو پلویانو په منځ کې ډاکټر صیب ته د جهاد او مقاومت د خندکونو د یو ګرد وهلي سمبول په سترګه کتل کیږي. کنه نو څرنګه کیدای شي چې د ثبات او همپالنې په ټیم کې دی د جنرال دوستم، استاذ خلیلي، حاجي محقق او صلاح الدین رباني په ځای، د اجرائیه ریاست څوکۍ د افغان ملت په څیر د یو ملت پالي ګوند مشر ته ومنل شي؟ سیاسي مجبوریتونه په خپل ځای صحیح، خو د برق د منفي او مثبتو دوو لوڅو سیمانو څنګ په څنګ غزول، د کامیابې مهندسۍ نښه ده.
کله چې په سروبي کې د ښاغلي زرداد فریادي بی تاجه پاچاهي او په پاټکونو کې یی داړه مار انسانان ساتلي وو، ښاغلي عبدالله د پوهاند سیاف د لیدو لپاره جلال آباد ته راغی‌ او پنځه ورځې د ارواښاد ساز نور استاذ په حویلۍ کی ایسار پاتې شو ترڅو الوتکه راشي. خدای شته، د ډاکټر صیب ډیر قدر کیده او پدغو ورځو کې زه هم دلته میلمه ووم، درې وخته چای چلم مو له ده سره ګډ او ښایسته خاطر مدار او میلمه پالنه مو کیدله.
دویم ځل می یوه میاشت وروسته هغه مهال بیا ولید چې ما د شهید احمد شاه مسعود سره د ډاکټر نجیب الله په پخواني هستوګنځي کې خبري مرکه درلوده او د کویټ د المجتمع مجلې د خبریال، عبدالله سره د مرکې عربي ژباړه زما تر غاړې وه. له هغې ورځې دا دی ۲۶ کاله تیر شول، خو دریغه دریغه، بیا مو هیڅکله هم د سترګو کولکې سره مخ نه شوې.
زما د مرحومې ترور ارواښاد لیور به همیشه ویل، د چا په سر چې د عنقا افسانوي مرغۍ تیره شي نو ارو مرو به له باچا سره ګوري. خو دا به زما کم نصيبي وي چې لا تر اوسه زما په سر نده الوتې ترڅو د اوسني باچا سلامت (ولسمشر) سره د روغ بړ او د هغه په مبارک مخ د سترګو د لیدو قسمت می را ویښ شي.
د ښاغلي غني غلیمان او غمازان هغه قارندوکی، احساساتي او متعصب مشر ګڼي او حتی یو تن خو د سټیج په سر ښه په بړ بړ سره وویل (روده های شان قاق است) دوئ استدلال کوي چې پردي خو په بلا پسی، خپل بوډا تره او کشر ورور یی ور سره ناغیړه دی.
خو پلویان یی هغه یو مدبر،‌ نوښتګر او مفکر ولسمشر ګڼي. د غني دولت جوړوونکي انتخاباتي شعار د ولس په رګونو کې نوې ساه واچوله. کومه چې د ایلبند په پیڅکو، د آمو په غاړه،‌ د بکوا په دښته،‌ د سپین غره په لمن، د سالنګ په زړه کې، د شمشاد په څوکه او د پامیر په غاښي، یوه پاریدلی ولوله را پورته کړه ( که غني بیا راشي نو غنا به راشي، ښکلا به راشي، وطن به ژیړ شمشم او په سیالانو کې به سیال شي).
همدارنګه طرفداران یی غورې کوي چې ښاغلي غني له ځینو زور واکانو بڼکې وویستې، د ځینو یی ښکرونه ور مات کړل، د اوبو هر څاڅکې یی د پټرولو په بیه کړ او د ځمکې په ځای یی په هوا کې قیر سړکونه جوړ کړل.
د ملي یووالي حکومت؟ د خپلې لمړنۍ کاري ورځې په ګهیځ،‌ ښاغلي حنیف اتمر ته آبي رنګې قلم په لاس ورکړ ترڅو له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي. د میز تر شا ولاړ د جهاد، ثبات او غنیمت ځیني مشران چې ګلالۍ پګړۍ یی تړلې وې، موسکي موسکي کیدل او د شونډو د پاسه یی سوکه سوکه د تکبیر نارې زمزمه کولې. ښاغلی اتمر یوه ځیرکه څیره او په تیرو دریو لسیزو کې ښه غوړیدلی او ځلیدلی سیاستمدار دی. د دریو مختلفو نظامونو د ازمیښت له ټولو میچنو څخه تیریدل څه آسانه کار ندی، خو دی ورڅخه سرې سترګې را وتلی دی. پدی وروستیو څلورو کالو کې هرڅه سم دم وو، خو خدای خبر کومه آسماني ټکه را ولویده چې اتمر صیب خپله لاره جدا او د هغه چا د مشرۍ شمله یی ووهله چې دی یی په شل رقمه لقبونو او نومونو نازولو!!
د قابیل په لاس د هابیل د مرګ او تور کارغه له زمانې را نیولې تر ننه، دستور دا دی چې کله څوک جنازه په اوږو کیږدي او هدیرې ته ولاړ شي نو مړی ښخ او خپلوان دوستان بیرته کور ته راستانه شي. خو ښاغلي اتمر (د سولې او اعتدال ټیم) د انتخاباتو په هدیره کې د رقیب په ځای، خپل سیاسي قد او قامت په قبر کې کیښود. یارانو یی له نورو سره تارونه وغزول، د سخي کوترې بیرته خپل زیارت ته ورستنې شوې او دی یی په تش ډاګ پریښود چې نه دلبر شو او نه یی دلبري وکړه.
اوس چې یوې خوا ته په دوحې کې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې د تړون په پوله ولاړې دي او بل پلو ته ټولټاکنې د لاس لستوڼي په واټن دي، نو یقینا د ولس غوڅ اکثریت سوله غواړي، د جنګ د نوم په اوریدلو سره وچې باقۍ ورزي، مګر په انتخاباتو کې برخه اخیستل خپله ملي دنده بولي.
اوس درې اړخونه بلکل ګیچ ګول او په شش او پنج کې راګیر دي که چیرې بهرنیان ولاړ شي نو څه به کیږي؟ لمړنی اړخ زموږ ځیني ګاونډیان دي چې د خپلو لاسوهنو لپاره د غربي ځواکونو موجودیت د یوې حربې په توګه استعمالوي ترڅو له هغوئ څخه پریمانه امتیازات ترلاسه کړي. دوهم اړخ یی یو شمیر هغه وسله والې ډلې دي چې د خپلې جګړې د مشروعیت لپاره د بهرنیانو حضور ورته د سیرومو د خلطې حیثیت لري.
دریمه ډله یی همدغه سیاسي جریانونه او له دوئ سره تړلې پرکټیان دي چې په تیرو اتلسو کالو کې د میم زرما، ټوله زما په تبه اخته او د انحصار په نري رنځ ککړ دي. همدارنګه هغه سیند راوړي شهزادګان چې د ویښتانو د جوړولو لپاره دوبۍ ته ځي، پلو خوري ګیچه یی توکوي او د لنډکروزر تیل یی د همدغو بهرنیو د مهربانۍ له برکته دي. دوئ د قبر د چینجو په څیر دي،‌ چې له رڼا سره نا آشنا او د فساد او چور په ترږمیو کې ستر شوي او پړسیدلي دي. دوئ به خود اندیښمند،‌ فکرمند او لالهنده وي که بهرنیان لاړ شي،‌ نو دوئ به د تورې بلا ښکار شي!
فکر کوم چې د لاندینیو بېتونو شاعر لا له پخوا څخه پیش بینه او د دنګو غرونو د پاسه د توپانونو، بارانونو او بیلتانه په راتګ خبر وو ترڅو د خپلو وارخطا هیوادوالو سره د زړه خواله وکړي او دغه شعر ورته ډالۍ کړي، ځکه داسی ښکاري چې جانان په مزه مزه، تیله دارې پڼې پښو ته اچوي او د تګ تکل لري.

په لویو غرو باندی را تاوو شول توپانونه -
مه ځه دلته شپه وکه، پاتې شه باران دی
د ماښام لړې دي خوریږي، د بیلتانه سیلۍ لګیږي -
ماشوم زړګۍ راته ژړیږي،‌ چې جانان ځي نه پاتې کیږي
په ما تیاره ده که تیاره ټوله جهان دی -
مه ځه دلته شپه وکه، پاتې شه باران دی