اسټراليا کې يو ځل بيا د کډوالو او پناه غوښتونکو مسلې او ترڅنګ يې د حکومت سخت دريځ تاوده بحثونه راپارولي.

د اوسني حکومت په تيرې دورې کې يوې خپلواکې پارلمان وکيلې يو داسې قانون پارلمان ته وړاندې کړ د کوم له مخه چې بيمار کډوال د اسټراليا له مهاجرت توقيف خونو نایرو او مانوس څخه اسټراليا ته د درملنې لپاره راوستل کيږي.

هغه وخت کې د ياد قانون خلاف حکومت ډيرې هلې ځلې وکړې چې د پارلمان او سنا مجلسو څخه د تصويب کيدو مخه یې ونيسي ځکه د حکومت په وينا لدې قانون سره به يو ځل بيا انساني قاچابران د کښتيو له لارې د پناه غوښتونکو راوړل پيل کړي.

ولې د حکومت د کوښښونو سره سره ياد وړانديز شوی قانون له پارلمان او سنا مجلسو څخه تصيوب شو.

اوس حکومت د ياد قانون له مينځه وړلو خبر کوي چې دې کار يو ځل بيا د کډوالو په اړه تاوده بحثونه راپارولي.

د استرالیا د حکومت په وینا، تراوسه د یاد قانون په اساس ۱۱۱ کډوال استرالیا ته درملنې لپاره انتقال شوي چې یوازې ۴ کسان یې روغتون کې بستر دي.

حکومت دا استدلال وړاندی کوي چې د مانوس او نایرو ډیری کډوال جدي ناروغه نه دي ترڅو استرالیا ته انتقال کړل شي، خو ډاکټران د انساني همدردۍ له مخې او د دې قانون څخه په ګټه اخیستنې استرالیا ته د هغوی د انتقالولو سپارښتنه کوي او دا کار د استرالیا د پولو امنیت او د مهاجرت پالیسۍ ته زیان رسوي.