سیاست دوست او دښمن نه پېژني؟؟
عبدالله وردک
انګلستان - آګست - ۲۰۱۹
ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو!
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
نن سبا، دغه جمله چې ”سیاست دوست او دښمن نه پېژني“، په هرځای کې له ځینو خلکو څخه، په هر وخت کې اورېدل کیږي.
الله(ج) ته معلومه ده، چې زه کله دغه ناوړه جمله، د چا له خولې، او په خاصه توګه، د یوه افغان سیاستوال، او یا سیاسی کارپوه څخه واورم، نو زما په ټول وجود، د اور لمبې بلې شي.
هرکله چې کوم یوه سیاستوال، او یا د هغه ملاتړو، دغه ناوړه جمله وکاروله، نو پوه شئ، چې دغه سیاستوال، او د هغه ملاتړي، خلکو ته صادق ندي، او د خدمت تر نامه لاندې، د ورانولو اراده لري.
زما په نظر سره باید دغه جملې داسې ولیکل شي، چې ”په ریښتیا سره، بد سیاست دوست او دښمن نه پېژني“. لېکن، ”ښه سیاست هر وخت دوست او دښمن ډېر ښه پېژني“.
ښه سیاست هغو ته ویل کیږي، چې خپله تګلاره، او کړنلاره یې، د اسلام د مقدس دین په اصولو ولاړه وي، او بیا د همدغه اصولو په رڼا کي، خپله کړنلاره سرته رسوي.
د بد سیاست چارواکو، او د هغوی طرفدارانو ته، په ریښتیا سره، د دوست او دښمن کوم ثابت او منل شوی معیار او تعریف وجود نلري. هغوی ته یوازې، او یوازې، خپلې شخصي ګټې تر هر څه زیات اهمیت لري. دغه ډول خلک په ریښتیا سره، هر وخت دوست او دښمن، د شخصي ګټو په تله تلي، او بس. دوی هر وخت په یوه او بل پسې لالهانده، منډې او ترړې وهي، او د دوی سترګې یوازې، او یوازې، خپلې شخصي ګټې ویني، او بس. د دغه شانته خلکو، نه څټ معلومیږي، او نه مخ. دوی لکه د رېل ګاډی، په دواړو خواوو په ډېره آسانۍ حرکت کولای شي.
د دغه ډول سیاست، سیاست والو، او د دوی پیروانو ته، نه قول، نه تعهد، نه اسلامیت، او نه افغانیت، اهمیت لري. دوی ته بې قولي، او تعهد ماتول، هېڅ د شرم کار نه معلومیږي، او دوی دغو ناوړه کارو ته، سیاست وایي.
د یادولو وړ ده، چې د دغې بد سیاست مشران، او پیروان، باید هېڅکله، د یوه ملک مشران ونه ټاکل شي.
الحمدلله، په ښه سیاست کې دوست او دښمن هر وخت ښه ‌معلوم وي. دا پدې مانا، چې ښو خلکو ته به هر وخت د دوست، او بدو خلکو ته به هر وخت، د دښمن په سترګه کتل کیږي.
په ښه سیاست کې به هر وخت، ښې مشورې، ښې فیصلې، ښې عملي تګلارې، او ګټور کارونه سرته رسول کیږي. ښه پوه، او په اسلام او وطن مین خلک به په دندو ګمارل کیږي. کار به اهل د کار ته سپارل کیږي، او پوره ټولنیز عدالت او انصاف به، هر وخت مراعات کیږي. مسلکی کسان به د کارو د سرته رسولو دپاره تعین کیږي، او د دوی په ټاکلو کې به هېڅکله هم، نه قومي، نه سمتي، نه ګوندي، او نه خپلوي، په نظر کې نیول کیږي، او یوازې ښایسته سالاري، به د ټاکلو منل شوی معیار وي، او بس.
د یادونې وړ ده، چې پدغه ښه سیاست کې به، یوازې چاپلوسان، غوړه مالان، غله، رشوت خواره، او وطن پلورونکي، بې روزګاره وي. او بس.
البته، که دغه بد سیاستوال، خپل سیاست، په ښه سیاست بدل کړي، او د ښه سیاست ټول اصول ومني، په خپلو بدو کړنو اعتراف او پښېمانی څرګنده کړي، او تعهد وکړي، چې نور به دغه بد کارونه نکوي، نو هغوی ته باید، یو چانس ورکړل شي، او ددې خلکو منل داسې تعبیر نشي، چې ښه سیاست هم، دوست او دښمن نه پېژني.
هېره د نه وي چې، ځینې خلک او سیاستوال، دغه جمله چې ”سیاست دوست او دښمن نه پېژني“، په هغه وخت کې پکاروي، چې د یوه سوال د ځواب په هکله، د قناعت وړ ځواب ونلري.
د پام وړ ټکي:
په هر ځای کې، ښه او بد سیاسون وجود لري، او په افغانستان کې هم، د نورې نړۍ په شان، ښه او بد سیاسون، ډېر دي.
ښه سیاست، ملکونه آبادوي، او د هغو وګړی، د آبادۍ او سوکالۍ لوری ته رهنمایی کوي. په ښه سیاست کې، اصولو ته هر وخت ډېر درناوی کیږي.
له بلې خوا، بد سیاست، ملکونه ورانوي، او د هغو وګړی تباه کوي. په بد سیاست کې، نه ثابت اصول وجود لري، او نه هغوی ته پاملرنه کیږي.
ښه سیاستوال، د یوه ملک دپاره ستر نعمت، او بد سیاستوال، د یوه ملک دپاره، ستر غضب دی.
په پای کې د عاجزۍ دواړه لاسونه د لوی او مهربان الله(ج) دربار ته پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې، هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.
همدارنګه، زه یو ځل بیا د عاجزۍ لاسونه پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د، د طالبانو وروڼو او امریکایانو، تر منځ هغه څه فیصله کړي، چې هغه الله(ج) ته قبول، او منظور وي. آمین یارب العالمین.
والسلام.
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com