"سوله خیر دی " "څوک به داسې احمق وي چې په سوله باندې جګړې ته ترجیح ورکړي ځکه چې په جګړه کې پلرونه د زامنو مړي ښخوي، خو په سوله کې زامن د پلرونو جنازې پورته کوي. " د افغانستان لپاره د سولې د روان بهیر په لړ کې پر دایمي اوربند او نورو موادو د موافقې تر څنګ زما په فکر لاندې ټکې هم د سولې په هوکړه لیکونو کې په پام کې و نیول شی:
لمړی: په هوکړه لیک باید د دولتي سیستم پایښت او دوام تضمین شي، البته چې د دولت په بېلا بېلو برخو کې اصلاحات او په هغو کې د فساد د له منځه وړلو لپاره پرله پسې هلې ځلې یوه اړتیا ده.
دوهم: د ملي امنیتي ځواکونو پایښت او غښتلتیا ته ځانګړې پاملرنه، ملی امنیتي ځواکونه په اسلامي ملي روحیه په افغانستان پورې اړه لري، په ملي امنیتي ځواکونو کې د منفي پدیدو د راټوکېدو په کلکه مخنیوی لکه ځانګړې قوم پالنه، سیاسي حزبونو یا تنظیمونو پالنه او نور...
درېم: وسله والې ډلې(حزبونه تنئظیمونه) ، غیر مسول وسله وال، او زورواکان باید د یو ټاکلي وخت پورې خپلې وسلې د یو ټاکلی قیمت په بدل کې دولت ته تسلیم کړي.
که د ټاکلې نېټې وروسته د چا سره غیر مجوز وسله ونیول شوه وسله یې ضبط او یوه سزا یا جریمه ورته تعین شي.
څلورم: وسله والې سیاسی فوځي ډلې یا حزبونه باید یواځې سیاسي حزبونه یا تظیمونه شي او سیاسي فعالیتونه یې د اساسي قانون او د ګوندونو د قانون په چوکاټ کې وي.
پنځم: د سیاسي واک لاس ته راوړل یواځې د قانون په چوکاټ کې د عادلانه سرتاسري ټاکنو او د خلکو اکثریت رایو ګټلو په نتیجه کې وي، د کودتا، زور او نورو غیر مشروع لارو نه د سیاسی واک تر لاسه کول مردود او په کلکه یې مخنیوی وشي، لنډه دا چې د سیاسي واک تر لاسه کول یواځې او یواځې د خللکو د قانوني اکثریت رایو او باور په نتیجه کې وي.
شپږم: د هېواد نافذه قوانین باید یو شان پلي شي، یو څوک باید د مقام پانګې او زورواکۍ په درلودلو سره د قانون په مقابل کې معافیت و نلری.
اووم: د اساسي قانون په ځینو مادو کې چې تغیراتو او اصلاحاتو ته اړتيا وي بدلونونه را تلای شي خو د قانوني لارو چارو له طریقه لکه په اړه یې ټول پوښتنه (ریفرانډم).
اتم: که د امریکا متحده ایالات که دافغانستان لپاره په سوله راوستلو کې ریښتینې وي د پاکستان څخه داسې تضمین واخلي کله چې د طالبانو اسلامي تحریک سوله ومني یوه بله تکفیري ډله لکه داعش په افغانستان را ایله نکړي، ځکه دغه ډله اوس هم په کمین کې ده او د دغو شته داعشیانو ټغر باید ور ټول شي.
نهم: د حقاني شبکې په اړه د سولې په روان بهير کې څه نه ویل کيږي، دغه شبکه هم باید د سولې د خبرو برخه وي پر ځای پرېښودل یې د سولې بهیر له خطر سره مخ کوی، همدا راز د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو څخه بېله شوې ډله چې د هېواد په غربي سیمو کې فعاله ده هم باید له پامه ونه غورځول شي.
لسم: یو مسول او منتخب دولت باید ولس په ملاتړ د دندو او مسولیتونو یوه کړنلاره ولري چې لمړیتوبونه پکې مشخص او دهغو په سرته رسولو کې هلې ځلې وکړي، لکه د هېواد د ملي ګټو څخه دفاع او ساتنه، د هېواد وګړو ته د سوله ایز او ډاډمن چاپيریال رامنځته کول، د ملي شتمنیو د لوټ کوونکو غلو، جنایتکارانو او غاصبینو پر ضد مبارزه او د قانون یو شان پلي کول.