د استرالیا حکومت غواړي ترڅو د ویزې ترلاسه کولو لپاره د شخصیت ازموینه یا ”کرېکټر ټیست“ شرایط نور هم سخت کړي.

په دې هکله د نوي قانون طرحه تېره میاشت د استرالیا د حکومت لخوا فدرال پارلمان ته استول شوی خو تر اوسه پورې نده تصویب شوې.

د نوي قانون له تصویب وروسته کیدای شي له استرالیا څخه په لسهاوو زره کډوال بېرته خپلو هېوادونو ته واستول شي.

د استرالیا د کډوالو وزیر ډېوېډ کولمن د دغه هېواد پارلمان ته د دې نوی قانون طرحه وړاندې کړې او ویلي دي چې غواړي په دې سره د هغو کډوالو ویزې لغوه کړي چې ښه شخصیت نلري.

له دغه کار سره کیدای شي په لسهاوو زره کډوال د استرالیا ویزې له لاسه ورکړي او بېرته خپلو هېوادونو ته واستول شي.

د ”کرېکټر ټیست“ په ترسره کولو سره د استرالیا حکومت د هغو کسانو شخصیت معلوموي چې د استرالیا ویزې لري او یا هم غواړي د دغه هېواد ویزې ترلاسه کړ.

د استرالیا د فدرال پارلمان غړي او د کډوالو وزیر، ډېوېډ کولمن د نوي قانون طرحه تېره میاشت پارلمان ته سپارلي خو تر اوسه پورې تصویب شوې نده.

د دغه قانون له تصویب سره به د ټولو هغو کسانو غوښتنلیکونه رد شي چې د محکمې لخوا مجرم پېژندل شوي دي او غواړي‌ داسترالیا تابعیت یا ویزه ترلاسه کړي.

د دې ترڅنګ به د هغو کسانو ویزې هم رد شي چې اوسمهال په استرالیا کې ژوند کوي او کیدای شي له دې امله هغوی بېرته خپلو هېوادونو ته هم واستول شي.