سوله او ولسمشریزه ټاکنې!
عبدالله وردک
انګلستان - آګست - ۲۰۱۹
ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو!
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
نن سبا، په سیاسي بحثونو او غونډو کې، دا بحث ډېر ګرم جریان لري، چې په سوله او ولسمشریزه ټاکنو کې کوم یو باید لومړیتوب ولري؟
د یادونې وړ ده، چې د ګران افغانستان بشپړه آزادی، باید د ټولو په اسلام او وطن مینو افغانانو، په زړه پورې هدف وي، او دغې هدف ته د رسېدلو په هکله، له هېڅ نوعه قربانۍ څخه درېغه ونشي.
غواړم، پدې هکله خپل نظر، ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته، په لاندې توګه وړاندې کړم.
د افغانستان ځورېدلي او مظلوم ولس ته، باعزته سوله، ډېره ضروری او د اهمیت وړ ده. که سوله نه وي، نو ټاکنې به هم له ډېرو نیمګړتیاوو، څخه خالي نه وي.
ولسمشریزه ټاکنې ‌هم، هغه وخت سمه معنا لري، چې په هغو کې، زیاتره افغانان ګډون وکړي، او خپله راىٔیه، بې له کوم پټ او ښکاره ګواښ څخه، په سمه توګه وکارولی شي.
هېره د نه وي، چې دا باید یو منل شوی حقیقت وي، چې د افغانستان ډېرې برخې د اوسني نظام تر ولکې لاندې ندي.
که د اوسني نظام مخالفین په ریښتیا سره، ددغه سیمو وګړو ته، په ټاکنو کې اجازه ورنکړي، نو بې له شکه، دغه ټاکنې به ډېرې نیمګړتیاوې ولري، او هر هغه ولسمشر چې ددغه شانته ‌انتخاباتو په پایله کې منځ ته راځي، نو هغه به د افغانستان د ټولو وګړو، نماینده ګي ونشي کولی.
بهتره به دا وي، چې اوسنی حکومت، ټول سیاستوال، او مخالفین، ټول د یوې تلپاتې سولې د راوستلو لپاره په ګډه کار وکړي، او باید هېڅوک هم په ښکاره او یا په پټه توګه، ددغه تلپاتې سولې مخنیوی ونکړي.
هر هغه څوک چې د تلپاتې سولې، په راوستلو کې خنډونه پیدا کوي، د هغوی مخنیوی، د ټولو افغانانو مسىٔولیت دی، او د هغو خلکو څېرې باید افغان ولس ته په واضحه توګه، ورپه ګوته شي.
هرکله چې تلپاتې سوله، د ټولو افغانانو په خوښه مابین ته راغله، نو بیا حقیقي، شفافې، او سرتاسري ټاکنې، د یوې قوی موقتي ادارې، تر نظارت لاندې سرته ورسیږي.
د یادولو وړ ده، چې افغانان، ددغه موقتي ادارې د جوړښت په هکله له ډېر احتیاطه کار واخلي. دغه موقتي اداره باید، په ریښتیا سره، له هېڅ ډلو سره په پټه او په ښکاره ډول، هېڅ سیاسی اړیکې ونلري، او داسې ونشي، چې پخپله همدغه موقتي اداره، د خپل ځان د قدرت د غځولو په خاطر، نور جنجالونه منځ ته راوړي.
پدغه ولسمشریزه ټاکنو کې به بیا ټول افغانان، د اوسني نظام د مخالفینو په شمول، پوره برخه واخلي. افغانان به پخپله خوښه راىٔیه وکاروي، او د خپلې خوښې ولسمشر به وټاکي.
د شفافو، او آزادو انتخاباتو په نتیجه کې به یو حقیقی افغانی ولسمشر تعین شي، او نور ټول نوماندان، به هغه د مشروع او قانونی ولسمشر په حیث قبول کړي.
د پام وړ ټکي:
الله(ج) د، د افغانستان د مظلومو وګړو توبه قبوله کړي، او الله(ج) د، په افغانستان کې باعزته تلپاتې سوله راولي، چې ټول افغانان، د ډار نه پرته، په خپل وطن کې د آرامۍ، او سوکالۍ ژوند تر سره کړي.
که فرضاً، انتخاباتو ته لومړیتوب ورکړل شي، نو دغه انتخابات به دغه اوسني مشکلات حل نکړي، او هغه به هنوز زیات کړي. دا پدې خاطر، چې تر نیماىٔي زیات افغانان به د راىٔې، له حق څخه محروم شي.
همدارنګه، په راتلونکو انتخاباتو کې باید د ملک نه بهر، ټولو مهاجرو افغانانو ته، د راىٔې حق ورکړل شي.
په پای کې د عاجزۍ دواړه لاسونه د لوی او مهربان الله(ج) دربار ته پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې، هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.
همدارنګه، زه یو ځل بیا د عاجزۍ لاسونه پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د، د طالبانو وروڼو او امریکایانو، تر منځ هغه څه فیصله کړي، چې هغه الله(ج) ته قبول، او منظور وي. آمین یارب العالمین.
والسلام.
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com