اتومي پاکستاني سیاستوال په مټرو کې ورځي، عربي شهزادګانو ته ډرېوري کوي، هندوستان پرې بمبارکوي خو دوۍ نړۍ ته چیغې وهي چې هم ملت ته ګټه راوړي او هم د ملت د سر خیر غواړي!
عربي شهزادګان بیا د ټرمپ ترڅنګ د ایوانکا ټرمپ پرغاړه د سروزرو هارونه وراچوي چې درنې وسلې پرې وپلوري.
د کویټ شېخانو ورته د تېلو د زخیرو کلیانې ورکړي چې له پاچاهۍ یې دفاع وکړي.
قطر ورته په عربستان کې د بدماشۍ د چلولو لپاره هډې ورکړي. 
ایران د ملت جوړولو لپاره ۵۰ کاله مبارزه وکړه اوس د فارس خلیج په دروازه کې د برطانیې بېړۍ دروي.
روسان ۳۰ کاله غلي ناست وو ځان یې بېرته راجوړ کړ د ځان جوړونې لپاره یې د شوروي اتحاد امپراتوري له لاسه ورکړه ځان یې را جوړ کړ اوس د نړۍ دویم بدماش شو.
چین د هواوې د رقابت لپاره ایفونونه وغورځول د یوه واحد ملت په څېر په ټوله نړۍ اقتصادي راج چلوي. 
د نړۍ هېڅ هېواد له اسمانه اتومي او په قوي وسلو سمبال نه دی را ښکته شوی.
هېڅ هېواد ته ترقي او پرمختک تحفه کې نه دی ورکړل شوی، ملت یې را پاڅېدلی متحد شوی ځانته یې د ژوند کولو او له خپلو ګټو د دفاع وسایل جوړ کړي!
موږ د حکومتي، طالب، جمعیت، حزب، خلقي، پرچمي،کمونست او مجاهد په نوم ویشلی ملت یو!
ټول ملتونه واحده بهرنۍ پالیسي لري چې حکومت یې په تعقیب او ملت په منلو مکلف وي.
زموږ یو عادي قوماندان بیا له بهرنیو هېوادونو سره ځانته پالیسي لري او ځانګړې اړیکې پالي.
تر هغې چې واحد ملت نشئ سبا به درته واتیکان هم ګواښونه وکړي!
نن باید طالب ټوپک ایښی وای او ویلي یې وای چې جنګ ختم شو د بهرنیو ځواکونو اوسېدو ته هېڅ دلیل نه پاتې کېده.
ملت به ورته په یو غږ ویلي وای چې ( هذا فراق بیني و بینکم)
 
تار تار پروت دی چا راټول نکړو سایله 
د پښتون وطن ګرېوان د لیوني دی