اندونیزیا کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په یوه بیانیه کې ویلي چې د اندونیزیا له بهرنیو چارو وزارت سره يې له نږدې کار پیل کړې ترڅو په دغه هیواد کې د بند پاتې زرګونو کډوالو او پناه غوښتونکو د ستونزو لپاره د حل لارې چارې پیدا کړي.

اندونیزیا کې د ملګرو ملتو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ یا UNHCR استازی (توماس ورګاس) وايي، دا مهال د اندونیزیا په ګډون د نړۍ سرتاسره د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره ډ‌یر بد حالات دي.

د نوموړي په خبره، د دغه حالاتو د حل ‌ډیرې لارې چارې شتون لري خو له بده مرغه د ټولو کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره مناسبې او اغیزمنې نه دي.

نوموړی وايي، «ډیری کډوال او پناه غوښتونکي غواړي چې له اندونیزیا څخه بهر شي او په کوم دریمګړي پرمختللي هیواد کې میشت شي، UNHCR هم د دوی دې هیلو د پوره کولو لپاره بشپړ کوښښ کوي او پرمختللي هیوادونه د دغو کډوالو قبلولو ته هڅوي، خو له بده مرغه چې ځینو هیوادونو د کډوالو او پناه غوښتونکو د قبلولو کلنۍ شمیرې راکمې کړي چې همدا لامل دی چې ډیری دغه کډوال اوس نشي کولای له اندونیزیا څخه بهر شي.»

په عین حال کې لسګونه کډوال چې ډیری یې د افغانستان او سومالیا څخه دي له تیرو څو اوونیو راهیسې جاکارتا کې د UNHCR دفتر مخې ته لاریونونه کوي او له یادې ادارې څخه د خپلو ستونزو د حل لپاره د جدي او بیړنیو اقداماتو غوښتنه کوي.

دغه کډوال چې له جنګ ځپلو هیوادونو لکه افغانستان، سوډان او سومالیا څخه اندونیزیا ته راغلي د پناه لپاره هیڅ کوم ځای نلري او په سړکونو، پارکونو او آن د کډوالو د توقیف مرکزونو مخته، د تود لمر او د موسمي بارانونو لاندې، ژوند تیروي.

یاد کډوال د کار کولو حق هم نلري ترڅو ځان لپاره خوراکي توکي برابر کړې شي. دوی یوازې د خیریه ټولنو مرستو ته سترګې په لار وي.

ډیری دغه کډوال چمتو دي چې توقیف مرکزونو ته په خپله خوښه داخل شي ترڅو د پناه لپاره ځای، وړیا خوراکي توکې او روغتیایي اسانتیاوې ترلاسه کړې شي.

خو له بده مرغه د کډوالو شمیر زرګونو ته رسيږي او اندونیزیا یوازې ۱۳ د کډوالو توقیف مرکزونه لري چې تر ټولو لوی یې په (رایو) ایالت کې دی او یوازې ۴۰۰ کسانو ته ځای ورکولې شي.