لطفا دغه اعلان پر فيسبوک، ټويټر او خپلو نورو پاڼو شريک او خپور کړئ چي لا زيات کسان له دغه اېپ او پاڼي څخه مستفيد سي. مننه!
قاموسونه ټکی کام www.Qamosona.com د اندرويد موبايلونو له پاره خپل نوی وړيا اېپ خپور کړ چي پر لاندني لينک يې له ګوګل پلې ستور څخه داونلود کولای سئ:

د قاموسونه ټکی کام نوی اېپ دلته ډانلوډ کړئ

دغه اېپ صرف په هغو موبايلونو کي کار کوي چي انټرنټ ته لاسرسی لري. د قاموسونه ټکی کام د قاموسونو د لغتونو شمېر تر يو مليون زيات دی او له دې کبله دا ممکنه نه وه چي داسي آفلاين اېپ خپور کړم چي پکښي تول قاموسونه موجود وي. که مي داسي کړي وای نو د دغه اېپ حجم به په سلهاؤ ميګابايټ ته رسېدلی او له دې کبله د اکثرو کاروونکو له پاره يې داونلود او استعمال ناممکن سوی وای. که په دې تړاو نوري پوښتني لرئ نو لطفا پر لاندني لينک د تکراري پوښتل سوو سوالونو جوابونه يو ځل ولولئ:

د تکراري سوالونو جوابونه دلته لوستلای سئ

له دې مخکي نژدې دوه کاله تر مخه هم د قاموسونه ټکی کام له خوا يو اندرويد موبايل اېپ خپور سوی ؤ خو له بده مرغه چي تر نژدې سل زره ځله داونلود کېدو وروسته د تخنيکي ستونزو سره مخامخ او له اېپ ستور څخه ورک سو. زوړ اېپ د پياوړي ځوان افغان پروګرامر ښاغلي اجمل حمزه له خوا پروګرام سوی ؤ. خو دا چي هغه د بعضو دلايلو پر اساس ونه کړای سوای چي يا خو زوړ اېپ بېرته ورغوي او يا نوی اېپ د قاموسونه ټکی کام له پاره جوړ کړي، نو د قاموسونه ټکی کام زياتو کاروونکو په تيرو مياشتو کي زښت زيات پيغامونه راولېږل چي هيله به پکښي سوې وه چي دغه اېپ بايد بېرته ورغول سي. 

اوسنی نوی خپور سوی اېپ ما پخپله جوړ کړی او دا چي مسلکي پروګرامر نه يم نو ښايي د اېپ ظاهري بڼه ډېره ښکلې نه وي. البته هيله کوم چي بيا هم د کاروونکو اړتياوي پوره کړي. د ټول افغان وېپپاڼي له محترم او مهربان چلوونکي شېرزاد کامه وال صاحب څځه زښت زيات منندوی يم چي په تخنيکي برخه کي يې راته ډيري ګټوري مشورې راکړې او زيات کومک يې راسره وکړ. پخپله د اېپ جوړول ستونزمن کار نه ؤ بلکه د قاموسونه ټکی کام ټول سيسټم بايد دغه اېپ ته برابر سوی وای چي دغه کار زښت جنجالي او اوږد ؤ. په دې ترڅ کي بايد د PHP5 څخه بايد ټول کوډ و PHP7 ته اوښتي وای او داسي ريسپونسيف ډيزاين جوړ سوی وای چي پر لويو او کوچني موبايلونو دغه پاڼه  يو شان سمه وښيي.

هغه دوستان چي غواړي بېله د اېپ انسټال کولو څخه پر خپلو موبايلونو د قاموسونه ټکی کام قاموسونو وکاروي، هغوی کولای سي پر لاندني لينک د قاموسونه ټکی کام نوې بڼه خلاصه کړي:

https://www.Qamosona.com/G

په پام کي نه لرم چي د اېپل موبايلونو له پاره هم دمګړی ورته اېپ جوړ کړم. له همدې کبله د اېپل  او نورو موبايلونه لرونکي کاروونکو ته به هم زما مشوره دا وي چي د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو له پاره له پورتني لينک څخه کار واخلي. 

که غواړئ چي د قاموسونه ټکی کام پروژې سره کومک وکړئ، نو تر ټولو لويه مرسته به مو دا وي چي پخپله دغه پاڼه او يا يې اېپ وکاروئ او نور دوستان هم په خبر کړئ. هر څومره چي په دغه پاڼه کي زيات لغتونه لټول کيږي هومره يې قاموسونه انشالله په آينده کي دقيق او ګټور کيدلای سي، ځکه چي د پوښتل سوو معنی پر اساس زه قاموسونه لا پراخولای او بهتره کولای سم.

د قاموسونه ټکی کام مسؤل چلوونکی
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د جولای ۱۷مه نېټه، بون

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u 

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴ 

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U