نسیم ښکلوي مخ د مهرویانو
مستي کوي د زلفو له سنبل
ګلان ولاړ سلام کوي بورا ته
آواز ښکلی په باغ کې د بلبل

عطرونه د ریحانو او نرګس دي
عالم کې نوی ژوند ګورم رڼا
کنګل به اوبه کېږي په سینو کې
خندا ده څنارونه په نڅا

ژوندون څیري سینه د تورو خاور
بری دی پر هستۍ د باورونو
وصال به د بورا وي له ګلانو
هوسۍ کوي مستي په ځنګلونو

مېلو د ارغوانو ته به ځمه
په ټال کې د بوډۍ به ورزنګېږم
خوبونه او خیالونه مې زانګو ده
وختونه د میلو کله ودرېږم

د دښتو مخ سینګار شو پر غاټولو
وږمې د پسرلي ښکلی فضا ده
اټن دی د مر غانو په هوا کې
د ژوند د معجزو بیا تماشا ده

لمنې د غرو شنې اوبه روانې
د لمر وړانګو راویښ نوی جهان کړ
بیا کډې د کوچیانو راروانې
خیالونو بل تصویر رنګ د ارمان کړ