د یو نوي رپوټ په اساس، د جنوب ختیځې آسیا له هیوادونو د پناه غوښتونکو شپږ نوې بیړۍ په دې توانیدلي چې د استرالیا په لور حرکت وکړي.

دا خبره تیره اوونۍ د استرالیا د کورنیو چارو وزارت یو لوړپوړې چارواکي رسنیو ته ښکاره کړه او وی ویل چې دوی به له هر راز امکاناتو ګټه واخلي ترڅو استرالیا ته د دغو بیړیو له وروسیدو څخه مخنیوې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه اوونۍ وړاندې د استرالیا سرحدي ځواکونو د استرالیا په اوبو کې د سریلانکايي ناقانونه کډوالو یو کښټۍ ونیوله او پکې سپاره ۲۳ تنه کډوال یې له څو ورځو وروسته بیرته سریلانکا ته واستول.

همداراز د یادې کښتۍ تر نیول کیدو څو ورځې وروسته د استرالیا د کورنیو چارو وزیر پیټر ډوټن سریلانکا ته په سفر لاړو او هلته یې هغو سریلانکايي کډوالو ته چې هڅه کوي د کښتیو پواسطه استرالیا ته لاړ شي، خبرداری ورکړ چې استرالیا کې به د میشتیدو صفر چانس ولري.

وزیر پيټر ډوټن پلازمینه کولمبو کې خبریالانو ته وویل چې استرالیا کې تر پارلماني ټاکنو وروسته د ناقانونه کډوالو په وړاندې د استرالیا د حکومت پالیسۍ هیڅ تغیر نه دی کړی.

نوموړي همدراز یادونه وکړه چې په پام کې ده هیواد یې د خپلواکو سرحدونو عملیاتو په چوکات کې د کښتیو د ناقانونه کډوالو په وړاندې او په سمندرونو کې د ژوند ژغورلو په موخه یو نوی کمپاین د زیرو چانس (Zero Chance) تر نامه لاندې په لار واچوي.

په دغه کمپاین کې به د سریلانکا په ګډون د آسیا یو شمیر نورو هیوادونو کډوالو ته عامه پوهاوې ورکول کیږي ترڅو استرالیا ته په کښتیو کې له ناقانونه سفره ډډه وکړي ځکه دغه سفر له خطرونو ډک دی او کډوالو لپاره تل بې له کومې مثبتې پایلې تمامیږي.