د تازه رپوټونو په اساس، تیره اونۍ د سریلانکايي کډوالو څخه ډکه یوه کښتۍ د استرالیا اوبو ته په رسیدو د دغه هیواد د سرحدي ځواک لخوا ونیول شوه او پکې سپاره ناقانونه کډوال د لنډې مودې لپاره د استرالیا د کریسمس ټاپو توقیف خونې ته ولیږدول شول.

د رپوټونو په حواله، یادې کښتۍ د تیرې مۍ میاشتې په لومړیو کې له سریلانکا څخه حرکت کړی وه چې پکې د یو کوچني ماشوم په ګډون ۲۰ وګړي سپاره ول.

د استرالیا د کورنیو چارو وزیر پيټر ډوټن دا تاییده کړی چې دغه کښتۍ یې د استرالیا د فیدرالي ټاکنو څخه څو ورځې وروسته نیولې او ګواکې د کښتۍ کډوال یې اوس بیرته خپل هیواد سریلانکا ته په يوه ځانګړې الوتکه کې استولي.

نوموړي ویلي، د دغو کډوالو د پناه غوښتنې طی مراحل په کرسمس ټاپو کې ترسره شول چې په نتیجه کې یې د مهاجرت چارواکو لخوا په یادو کډوالو کې هيڅ یو استرالیا کې د پناه اخیستلو وړ ونه موندل شو.

د پيټر ډوټن په وینا، د استراليا د فدرالي ټاکنو وروسته قاچاقبر يو ځل بيا کوښښ کوي چې د اسټراليا د حکومت د مهاجرت پالیسۍ وازمايي او په همدې موخه غواړي ناقانونه کډوال په بيړيو کې اسټراليا ته واستوي.

خو نوموړي دا ټینګار کړی چې د خپل هیواد سرحدونه به یې د ناقانونه مهاجرو په مخ د پخوا په څیر تړلي وي.

نوموړي همداشان د استرالیا د حکومت د اپوزیسیون کارګر ګوند پر نوي مشر (انتوني البنيزي) غږ کړی ترڅو کارګر ګوند دې د پناه غوښتونکو او ناقانونه کډوالو پر وړاندې خپل دريځ سخت کړي.

د اسټراليا حکومت تل د پناه غوښتونکو د کښتیو د ورتګ خبر تر ډیره پټ ساتي او د نه خپرولو له امله یې تر نيوکې لاندې وي خو دغه حکومت وايي چې ملي امنيت ته د خطر له وجې نه غواړي چې دا معلومات له نورو سره شريک کړي.