طنز
محمود نظری
د پښتون زړه

واکمن پښتون زړه نه لری یوازې ینه لري
که يې هم لري بای پاس سوی یا پینه پينه لري
چې سم زره لري د هغه کومه تمه مه کوه
له بخته د هغه زړه دنده لکه معده لري
***
چې ګبر ،یهود او مسیحي مو مسلمان نسي
ازبک، تاجک او پښتون مو یو افغان نسي
هر یو یې په خپل سر ډنګوی خپل ډول
وطن به خلاص د ایران او پاکستان نسي

***
ناتو په کامونو او مذهبونو کي واچوه کرکه
هغوی یې خپله اخته کړه دیو بل په مړینه ورکه
د ورورنو د ورکولو لپاره له پردي وسیله غواړې
اخیر به ناتو ولاړه سي پاته به وي همدا دوه پکه