د اسټراليا فدرال پارلمان لپاره د می مياشت په ۱۸ نيټه ټاکنې ترسره شوې کوم چې له تمې لرې د ليبرال او نيشنل ګوندونو ايتلاف وګټلې او سکاټ موریسن یو ځل بیا د دغه هیواد د لومړي وزیر په توګه پاتې شو.

اسټراليا کې مهاجر او کډوال ډيره کې پدې اند ول چې واکمن ګوند د مهاجرو او کډوالو خلاف دريځ لري او د کارګر ګوند د حکومت واک ترلاسه کولو سره به ډيره کې د مهاجرو او يا کډوالو ستونزې حل شي.

له ټاکنو مخکې د استرالیا د کډوالو د سمندري توقیف مرکزونو مانوس او نایرو اوسیدونکو خپلې ټولې هیلې په ټاکنو کې د کارګر ګوند په بریالي کیدو پورې تړلې وې.

د کډوالو او پناه غوښتونکو پلویانو هم داسې هیلې څرګندې کړې وې چې د کارګر ګوند د حکومت په راتګ سره به د کډوالو پر وړاندې پالیسي نرمه شي، خو داسې ونشول او ټاکنې له تمې لرې یو ځل بیا لبرال او نیشنل ګوندونو ایتلاف وګټلې.

دا خبر د هغو قابو ۸۰۰ کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره بد زیرې لري کوم چې په دا مهال مانوس او نایرو توقیف مرکزونو کې ژوند کوي ځکه لبرال ګوند له ټاکنو مخکې د مهاجرت د شته سختو پالیسو د دوام ژمنه کړې وه خو کارګر ګوند بیا د مانوس او نایرو د کډوالو د تخلیه کولو ژمنه کړې وه.

د لبرال ګوند د پالیسۍ له مخې، د بیړیو په ذریعه استرالیا ته داخلیدونکي کسان نیول کیږي. دغه کسان بیرته هغه ځای ته شړل کیږي چې ترې را خوځیدلي وي او یا په ټاپو ګانو کې جوړو شویو توقیف مرکزونو، مانوس او نایرو ته استول کیږي.

د رپوټونو په اساس، دغه توقیف مرکزونو کې ژوند خورا سخت او ترینګلی دی. همدا لامل دی چې وخت ناوخت پکې مظاهرې کیږي، ډیری اوسیدونکي یې په رواني ناروغیو اخته دي او ځینو خو حتی ځان وژنې هم کړي دي.