د اسټراليا د پارلمان لپاره د مې مياشت په ۱۸ نيټه ټاکنې ترسره شوې.

يادو ټاکنو لپاره د اسټراليا لويو سياسي ګوندونو ترڅنګ واړه ګوندونو هم په پراخه کچه برخه اخيستې وه.

دا ټاکنې ډيره کې د دوو لويو سياسي ګوندونو هر يو د ليبرال او نيشنل ايتلاف ګوند او د کارګر ګوند ترمينځ ترسره شوې.

د ټاکنو ورځ پورې اسټراليا کې ترسره شوو ټول پوښتنو کې د لبرال ګوند د کارګر ګوند پر وړاندې تل له ماتې سره مخ وه او د کارګر ګوند يې بريالی ګڼه يا په بله معنی د کارګر ګوند ملاتړي ورځ تر بلې ډيريدل.

د مۍ په اتلسمه د ټاکنو ورځ له تمې سره سم ډيرو دا انګيرنه کوله چې د ټاکنو پايلې معلومه دي يعنې د کارګر ګوند به ټاکنې اکثريت سره ګټي او حکومت به جوړوي.

په دغو ټاکنو کې ۱۶ ميليونو اسټراليايانو برخه واخيسته چې په قابو ۷ زرو رايو مرکزو کې يې رايې واچولې.

دغه ټاکنې د اسټراليا د پارلمان د ۱۵۱ څوکيو لپاره او د سنا مجلس د ۴۰ څوکيو لپاره ترسره شوې.

د اسټراليا د قانون له مخې هر هغه سياسي ګوند چې له ۱۵۱ څوکيو څخه ۷۶ وګټي، کولای شي چې اکثريت سره حکومت جوړ کړي.

په دغو ټاکنو کې د اسټراليا ليبرال او نيشل ګوندونو ايتلاف چې واکمن ګوند دی وتوانيده چې ۷۴ څوکۍ خپلې کړي.

د کارګر ګوند ۶۶ څوکۍ وګټلې او نورو خپلواکو نوماندانو بيا ۶ د پارلمان څوکۍ وګټلې.

د ليبرال او نيشنل ګوندونو ايتلاف په اقليت سره د مۍ د اتلسمې د ټاکنو ګټونکي اعلان شول او د کارګر ګوند له تمې لرې ماتې سره مخ شو.

د کارګر ګوند مشر بيل شارټن له ماتې وروسته خپلو ملاتړو په مينځ کې وينا وکړه او ماتې ومنله او د ګوند له مشرۍ څخه يې د استعفا اعلان وکړ.

بله خوا د ليبرال ګوند مشر سکاټ موريسن خپل ملاتړو ترمينځ د بريا لمانځ غونډې دوران کې وويل، زه په معجزو باور لرم او دا بری لکه د معجزې په شان دی.

همداشان د یادونې وړ ده چې د اسټراليا پخواني لومړي وزير ټوني ابوټ خپله څوکۍ له شاوخوا ۲۵ کلونو وروسته لومړي ځل لپاره يوې خپلواکې نوماندې ته وبايله.

بله خوا د اسټراليا يونايټډ پارټي چې مشري يې کلايف پارمر کوي او پر فدرالي ټاکنو کمپاين يې ۶۰ ميليونه ډالر ولګول ونه توانيده چې حتی يوه څوکۍ هم وګټي.

همداراز د مهاجرو او مسلمانانو خلاف دريځ لرونکی سناتور فريزر انينګس هم ونه توانيده ترڅو خپله څوکۍ وګټي.