په ټولنیزو رسنیو کې دا خبرې کښته پورته کیږي چې ځينې کسان ، یو شمیر زورواکي لوټماران او په بهرنیانو پورې تړلي مزدوران ، د افغانستان اوسني اولسمشر محمد اشرف غني ته دا پیغور او اخطار ورکوي چې ګویا دوی به ډاکټر اشرف غني د ډاکټر نجیب الله په برخلیک د اخته کولو پیښه تکرار کړي.
دا چې دا ګواښونه څومره موثق دي باید پلټنه وشي په ټولنیزو رسنیو کې د دا ډول خبرو کښته پورته کیدل ددې سبب شوی دی چې یوه ستره ویره د خلکو په زړونو کې را پیدا کړي . باید ووایو چې دا ډول خبرې چې چاته منسوب کیږی هغوی هم ترې بیخبره دي او یا نه غواړي هغه رد کړي.
همدارنګه ځینو کسانو ته داسې خبرې منسوب کیږي چې وايي : په ارګ ورخیږو او یا د ارګ څخه اولسمشر په زور راوباسو او داسې نور .
په دې کې هیڅ شک نه شته چې د ډاکټر نجیب الله حکومت د نړیوال فشار ( روسیه ، پاکستان ، ایران ، امریکا ،انګلستان ، ملګرو ملتونو ، سعودي عربستان ، مصر ،چین او ....) ، همدارنګه د داخلي کړیو ( په دولت کې دننه او بهر ) په ګډه دې ته اړ کړ چې د حکومت څخه استعفا وکړي او واک خپل مرستیال عبدالرحیم هاتف ته وسپاري. تر څو د سولې د پنځه فقره ایزه دروغجن میکانیزم چې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشی دیګوکوردیویز د ځانګړي استازي پلان عملي شي او واک یوې بې پرې حکومت ته وسپاري.
باید ووایو چې د عبدالرحیم هاتف تر مشری لاندې سرپرست حکومت د داخلي کړیو او بهرنیو پټو سازمانونو په ګډه همکاري سره را نسکور ، په کابل او افغانستان کې یې یوه لویه تراژیدي را منځته کړه. یوازې د کابل په ښار کې د اویا زرو څخه زیات کسان ووژل شول او د کابل ښار په کنډواله واوښت.
داسې ګومان کیږي چې په کابل کې موجودو کړیو چې په کابل کې د جګړې او وژنو اصلي عاملين ګڼل کيږي داسې باور موجود دی ډاکټر نجیب الله د ملګرو ملتونو په نماینده ګۍ کې د بندي په توګه ساتل کیده د پنجاپ په پټو سرویسونو باندې پلورل شوی وي.
د افغانستان اوسنی اولسمشر ته د ګواښونو د متنو څخه داسې ښکاره کیږي چې دوی هم د ډاکټر نجیب الله په وژلو کې په کوم شکل سره ښکیل واوسي اوس غواړي دا پیښه یو ځل بیا تکرار کړي.
په دې کې هیڅ شک نه شته چې مزدورې کړۍ او کسان هغه څه کوي چې ورته د بادار له خوا ویل کیږي. دا ډول کسان د ځانه هیڅ واک او اختیار نلري . دوی یوازې د وسایلو په توګه کارول کيږي. د ډاکټر نجیب الله د حکومت په مهال د پاکستان استعماري ادارې پوځي مشر جنرال ضیاالحق ویلي و : هغه مهال به زما ارمان پوره شي چې کابل د اور په لمبو کې وسوځي.
د جنرال ضیاالحق ارمان پوره شو ، یو شمیر مزدورو کړیو کابل وسوځوه او په کنډواله بدل کړ. د کابل د سوځیدو د نندارې د پاره د جنرال ضیاالحق زوی اعجاز الحق کابل ته راغئ او د خپل پلار د ارمان پوره کیدل یې په خپلو سترګو ننداره کړ.
د ډاکټر نجیب الله د حکومت په وړاندې ددې منحوس پلان بریالي کیدل افغانستان د سترې تباهۍ سره مخامخ کړ. په سلګونو زره خلک ووژل شول ، د هیواد اداري سیستم له منځه ولاړ ، د افغانستان پوځ جنګي تخنیک چې په سلګونو میلیارده ډالره ارزښت یې درلود تخریب او یا پنجاپ ته ولیږدول شو.
د هیواد اقتصاد د ستر بحران سره مخامخ شو. په هیواد کې د یوې ګولې ډوډۍ پیدا کول خورا مشکل شول . په میلیونو خلک اړ شول چې هیواد پریږدي. د پنجاپ پټو سرویسونو د داخلي مزدورانو په همکارۍ سره په لسګونو زره وطندوست او ملي شخصیتونه ترور او له منځه یووړل.
یو شمیر کسان او یو ځینې جنایتکاره ډلې بیا پورتنیو پیښو د تکرار اخطارونه د افغانستان اولسمشر او د هیواد خلکو ته ورکوي.
دا په دې مانا چې دوی د افغانستان د خلکو او وطن په وړاندې هیڅ ډول د مسوولیت احساس نه کوي دوی یوازې او یوازې قدرت غواړي تر څو له دې لارې خپلو موخو ته ځانونه ورسوي. باید ووایو چې د دوی اصلي موخې د افغانستان خلکو ته بشپړې جوتې نه دي خو دا چې غواړي د ډاکټر نجیب الله د نظام د سقوط او یا وژل کیدو موضوع تکرار کړي دا به د هیواد د پاره ډیره د زیان ډکه پیښه وي او افغانستان به کیدای شي د بشپړې تباهۍ سره مخامخ شي.
اوس دا د افغانستان دخلکو د پاره شکمن کسان شول ، که چیرې دوی واک ته ورسیږي کیدای شي دا هیواد د سترو ستونزو سره مخامخ کړي.
د ډاکټر نجیب الله د نظام را پرځیدل او د ډاکټر نجیب الله وژل د افغانستان د خلکو د پاره ستره تجربه وه او ده. نوموړي پیښې د افغانستان خلکو ته د ډیرو ډلو او کسانو اصلي څیرې بربنډې کړې . همدغه ډلې په تیرو شلو کلونو کې د هیواد د پرمختګ او ودانۍ په لاره کې ستر خنډونه و. او تر ننه پورې په مختلفو بڼو سره هڅه کوي چې په هیواد کې د ريښتيني دموکراسۍ د را منځته کیدو په لاره کې خنډونه پیدا کوي او تر ننه پورې په دوی باندې د بهرنیو افغانستان دښمنه هیوادونو سره د ناروا اړويکو د درلودلو ګومان کیږي.
په دې کې شک نشته چې د ډاکټر نجیب الله بیرحمانه وژل د هیواد پاره ډيره ناوړه پیښه وه او د افغانستان اکثریت خلک په دې ګومان دي چې د افغانستان پخوانۍ اولسمشر نجیب الله د پنجاپی استعماري ادارې له خوا وژل شوي وي تر څو د افغانستان خلکو په زړونو کې د ویرې او ډار روحیه را منځته کړي او په دې ډول د افغانستان په خلکو کې د مقاومت روحیه له منځه یوسي.
د غچ اخیستل د افغانستان د خلکو د کلتور مهمه برخه ده. خو د افغانستان خلک د غچ په اخیستلو کې بیړه نه کوي بلکې د یوې سمې موقع په موندلو سره د ظالم څخه غچ اخلي. په پښتو کې متل دی: یوه اتیا کاله وروسته غچ واخیست ، ویل یې ما بیړه وکړه.
د افغانستان خلک په دې ښه پوهیږي چې ددې هیواد اصلي دښمن پنجاپي استعمار دی. دا دښمن ددې هیواد د تباهۍ له پاره د هیڅ ډول جرم او جنایت څخه ډډه نه کوي . په افغانستان باندې څلویښت کلنه تپل شوي جګړه ، مستقیمه او غیر مستقیمه پوځي – سیاسي مداخله ، ترور او ورانکاري د پاکستان د دولت اصلي فعالیتونه دي چې د خپلې ستراتیژي د پلي کولو د پاره ( د افغانستان بشپړه تباهي) ده تر لاس لاندې لري.
باید ووایو چې د افغانستان خلک به د ټولو ورانیو ، قتلونو او تباهۍ غچ به د پنجاپ څخه اخلي او هم به د ډاکټر نجیب الله د بیرحمانه وژلو غچ نه پریږدي او نه به پاتې شي.
نو ځکه دا کسان او کړۍ باید:
1. په بیرحمانه توګه د افغانستان د اولسمشر د وژلو ارمانونه باید ونکړي او نه باید د افغانستان موجوده اولسمشر او خلکو ته دا ډول تهدید ورکړي.
2. دوی باید د افغانستان لوړې ګټې په نظر کې ونیسي او داسې څه باید ونه وايي چې د افغانستان خلکو سره تشویش او ویره پیدا کړي.
په دې کې شک نشته چې پورتنیو اظهاراتو او ګواښونو د افغانستان د خلکو سره تشویش پیدا کړی دی چې :
1. ایا رښتیا دوی د کابل په ارګ باندې د برید تکل لري ؟
2. ایا دا برید به وسله وال وي او د کومې کودتا بڼه ولري او که څنګه ؟
3. ایا رښتیا دوی د ډاکټر نجیب الله د وژلو پیښه تکرار کړي؟
4. او که داسې وشول په هیواد کې به څه پیښ شي؟
د غبرګولي لومړۍ نیټه ( چې د اولسمشرۍ د څوکۍ د ځينو نوماندانو ضرب العجل ) هم راورسید داچې وروسته حالات کومې خواته ځي معلوم نه دي خو تر ډیره بریده داسې ښکاري چې امنیتي ارګانونه په وضعیت باندې کنترول لري او دا ناممکنه ده چې د ډاکټر نجیب الله د حکومت د پرځیدو او یا د اولسمشر د وژل کیدو پیښه تکرار شي.
اوس دا مهمه ده چې دا ډول ګواښونه باید د عدلي ارګانونو او د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا د مروجو قوانینو په رڼا کې وڅیړل شي :
1. د ویرې خپرول
2. که واقعا پوځي تهدید
3. انارشۍ او بې امنیتۍ ته د خلکو تحریکول
تر ټولو مهمه داده چې په تیرو پنځو کلونو کې د افغانستان اولسمشر :
1. ونه غوښتل وطن او خلکو ته ژمن کسان وګوماري هغه د قدرت واګې داسې مشکوکو کسانو ته په لاس ورکړې چې د هیواد د پاره یې زیات زیانونه رامنځته کړل.
2. هغه د داسې فاسدو کړیو څخه ملاتړ وکړ او امتیازات ورکړل کوم چې خلک د هغوی څخه کرکه کوي.
3. هغه د هیواد قوانین یوازې په کمزور کسانو تطبیق کړل.
4. هغه وطندوسته او وړ کسان د خپله ځانه لیرې کړل
همدا خبره ده چې اوس ورته په فساد ککړ کسان او مغرضې کړۍ راز راز ګواښونه کوي او هڅه کوي چې په افغانستان کې د قانون حاکمیت تر پوښتنې لاندې راولي. د هیواد خلک د سترو تشویشونو او ستونزو سره مخامخ دي.
د افغانستان خلک اوس د پخوا څخه ډیر پوه او د ارزښتمنو تجربو لرونکي دي دوی ددې وس لري چې د افغانستان ضد هر ډول ناوړه پلانونه شنډ کړي او دا پلان به هم د خلکو له خوا شنډ کړل شي. د افغانستان خلک نه غواړي چې د ډاکټر نجیب الله د ادارې د سقوط ته ورته تجربه یو ځل بیا تکرار شي.
که چیرې اشرف غني غواړي په رښتیني توګه هیواد او خلکو ته خدمت وکړي باید په خلکو ډډه ولګوي او په دندو داسې کسان وګوماري چې د هغوی موخه یوازې او یوازې وطن او خلکو ته خدمت وي.