احمدجان تڼی

یوه بله رسوايی
خلک وايي چې د افغانستان د ولسي جرګې په دهلیزونو او تشنابونو کې په ښکاره د امریکايي ډالرو څخه ډک کارتونونه خلاص ایښودل شوي و ، د غونډې د تالار څخه به ولسي جرګې ته اکثریت بریالي وکیلان راوتل او ددې کارتونونو څخه به ورته د نوموړي وکیل د اهمیت او پیژندنې له مخې د ډالرو بنډلونه جیبونو ته اچول تر څو ډالر ویشونکي وکیل ته ، چې ولسي جرګې مشرتوب ته نوماند و( د ۲۰۱۹ کال د می میاشتی په ۱۷ ) رایه ورکړي.
دا عملیه ښکاره او د هیچا څخه پټه نه وه په ټولنیزو رسنیو کې یې زیات شمیر عکسونه را ووتل او ښايی د ولسي جرګې په دهلیزونو کې د ځای په ځای شوو کیمرو په واسطه هم ثبت شوي وي. دا جریان ټول ښکاره او علني و، ټولو وکیلانو ته د ډالرونو د بنډلونو د اخیستلو بلنه ورکول کیده. باید ووایو کې چې د ډیرو لږو وکیلانو له خوا د ډالرونو د اخیستلو څخه ډډه وشوه.
دا یو تاریخي لوست و ، د افغانستان دخلکو د پاره . دوی ونه کولی شول چې وړ کسان ولسي جرګې ته ولیږې داسې کسان چې د هغه لوړې سره سم چې د اولسمشر محمد اشرف غني له خوا ورکړل شوي خپل وطن او هیواد ته خدمت وکړي بلکې دوی د لوړې د مراسمو څخه وروسته سمدلاسه د امریکایی ډالرو د راغونډولو د پاره ملا وتړله.
اوس راځو دې پوښتنې ته چې : بډیو اخیستل د اساسی قانون ، د جزا قانون ، د اسلام سپیڅلي دین د احکامو سره منع دي ، بډیو اخیستونکي او بډیو ورکونکي دواړو ته د قانون له مخې سخته جزا ټاکل شوي ده. دا چې د ولسي جرګې وکیلان چې قانون جوړونکی ارګان بلل کیږي دا ډول عمل تر سره کوي ایا د دوی له پاره هم جزا وجود لري او که نه؟ او یا وکیلان کولي شي هر ډول جرم ، جنایت او خیانت په ډیره ازادانه توګه تر سره کړي او په دې هکله د افغانستان قوانین چوپ پاتې کیږي او که داسې نه ده ، نو د افغانستان عدلي او امنیتي ارګانونه ولې په دې هکله چوپ پاتې شول لویې څارنوالۍ او محکمو ددې ښکاره جرم او مجرمانو په هکله خپلي سترګې پټې کړې.
د افغانستان اولسمشر محمد اشرف غني چې تر ټولو ځان د فساد مخالف ګڼې ولې ځان ددې ناوړي پیښې څخه بې خبره کړی او که په رښتیا بې خبره اولسمشر دی؟ کیدای شي هغه ددې موضوع څخه خبر نه وي خو دده شاوخوا د غوړه مالانو ټولګۍ ورته خبر نه ور کوي؟
داسې ښکاري چې دلته لوبه تر سره شوي وي. ښايی ارګ هم دا غوښتل چې د ولسي جرګې مشرتوب ته همداسې یو وکیل بریالي شي. دا ځکه چې د اولسي جرګې مشرتوب نه یوازې د کابل ارګ ته ، بلکې ایران او پنجاپ ته هم مهم دی. دوی غواړي داسې مشر وټاکي چې د کابل ارګ ، ایران او پنجاپ د غوښتنو سره سم کار وکړي.
د داسې مشرتوب را منځته کول بې د امریکایي ډالرو د ویش څخه ناممکن و او دي. خو د رايي اچولو په ترځ کې داسې ستونزه را منځته شوه چې دواړه نوماندان بریالي نشي ګڼل کیدای. له دې امله د اکثریت ( تش په نامه) رایو درلودنکي په پارلمان کې د موجوده طرزالعمل د سم تطبیق سره مخالفت وکړ او په ولسي جرګه کې یې ستره ګډوډي را منځته کړه.
ددې وکیل پلویانو د ځانه سره جارحه وسلې هم راوړي وې چې د مخالفانو د تهدید د پاره ترې کار واخیستل شو. دا ډیره د شرم خبره ده چې:
1. په ولسي جرګه کې په ښکاره د ډالرو بنډولونه ویشل کیږي او یا په ښکاره جیبونه ترې ډکیږي.
2. په خنجرونو باندې کسان تهدید کیږي.
3. په تالار کې غیر قانوني فیصله اورول کیږي
4. عدلي او قضايی ارګانونه جرم په خپلو سترګو ګوري د ځانه غبرګون نه ښکاره کوي
5. اولسمشر هم ځان بې خبره نیسي
دا ډیره لویه مهمه تجربه وه . چې یو وګړي وکولی شول د درې میلیونه ډالرو ( د مخالف نوماند په خوله) په ویشلو سره په خپله ګټه سره ټوله ولسي جرګه استعمال کړي.
اوس که فکر وکړو ، ولسي جرګه د کولي شي د هیواد په برخلیک باندې ژوره اغیزه وکړي او د هغه فیصلې کولی شي د یوه هیواد د ټینګښت ، ابادۍ او سوکالۍ سبب شي او یا کیدای شي د یوه هیواد د بشپړې تباهۍ سبب شي.
باید ووایو چې افغانستان په سیمه او نړۍ ځینې دښمنان لري او دا دښمنان حتی د افغانستان د تباهۍ له پاره پروګرامونه د ځانه سره لري چې د هغوۍ د جملې څخه د ایران او پاکستان نومونه اخیستلی شو.
د افغانستان په وړاندې د پنجاپی استعمار دولت اساسي هدف :
د افغانستان هیواد په بشپړه توګه له منځه وړل او اشغال دی. پنجاپ ددې هدف د پوره کیدو له پاره د خپلو ټولو امکاناتو څخه کار اخلي او تراوسه یې اخستۍ هم دی. ددې هدف تر تحقق پورې نور ځینې کوچني هدفونه لري :
• د ډیورینډ د منحوسې کرښې په رسمیت پیژندل
• په افغانستان کې د جګړې اور بل ساتل
• په اقتصادي ډګر کې د افغانستان کمزوري کول
• په افغانستان کې د ملي یووالي له منځه وړل
• په افغانستان کې د پښتنو د خپلو حقوقو څخه بې برخې کول او ځپل
• او داسې نور
همدارنګه ایران هم د ا فغانستان په وړاندې ورته هدفونه لري او زیار باسي چې دا هیواد تجزیه او له منځه ولاړ شي نو له دې امله د ځينو جنایتکارو ډلو څخه حمایت کوي او خپله مداخله روانه ساتي.
اوس پنجاپی استعمار او ایران ته ښکاره شوه چې دا ولسي جرګه تر پخوا ډیر فاسده ولسی جرګه ده او د یوې فاسدې ولسي جرګې په وجود کې دوی کولي شي خپلو ناوړو موخو ته په اسانۍ سره ورسیږي. دوی اوس پوهیږي:
• چې د پارلمان غړو ته د بډیو ورکول کوم مشکل کار ندی
• دوی حتې په ډیرو لږو ډالرو باندې سودا کوي.
نو ځکه د پنجاپ او ایران پټ سرویسونه به په دې لټه کې شي چې څنګه ددې ولسي جرګې له لارې د افغانستان ملي ګټو ته زیان واړوي هغوی اوس پوه شوي چې ډیرو کمو ډالرو ته اړتیا ده چې دا فاسده ولسي جرګه د خپلو موخو د پاره استعمال کړي.
همدارنګه هغه وزیران چې ولسي جرګې ته د رایو ورکولو د پاره ورپیژندل کيږي دوی به هم د ډالرو ډک کارتنونه د ځانو سره وړي او له دې لارې به ددوی رایې خپلوي. په هغه وخت کې د افغانستان د حکومت مشران به فاسد چارواکي مقرریږي او دوی به هیواد د تباهۍ سره مخامخ کوي.
یوه فاسده ولسي جرګه به حکومت په بشپړه توګه فلج کړي او نه به پریږدي چې حکومت خپل ملی او انکشافي پلانونه تطبیق کړي.
دا ښکاره ده چې د قوانینو تطبیق د امنیتي او عدلي ارګانونو دنده ده او اولسمشر ورڅخه ملاتړ کوي. اوس د افغانستان راتلونکي د یوې فاسدې ولسي جرګې د رامنځته کیدو له امله د ستر ګواښ سره مخامخ شوی دی.
د دې له پاره چې د افغانستان خلک ددې ستر افت څخه وژغورل شی باید :
1. په ولسي جرګه کې د بډیو د وروستیو ادعاګانو د څيړلو د پاره باید فوق العاده محکمه تشکیل شي
2. ټول هغه کسان چې د ولسي جرګې غړو ته یې بډیې ورکړي معلوم او محکمې ته وروپیژني
3. ټول هغه وکیلان چې د ډالرو د اخیستلو تور ورباندې شته باید محکمې ته معرفي شي
4. د فاسدو وکیلانو په ځای دې پاک وکیلان د لست له مخې ولسي جرګې ته راوستل شي.
که چیرې ارګ په دې موضوع باندې خاورې واړوي. او په دې ډول د تر سره شوي فساد څخه ملاتړ وکړي او په دې کار سره به یو ځل بیا ثابته شي چې په ا فغانستان کې فساد په خپله د کابل د ارګ څخه سرچینه اخلي .
د یوې فاسدې ادارې څخه د فساد په ضد د مبارزې تمه کول ، ناپوهي ده . کله چې محمد اشرف غنی د ولسمشرۍ د څوکۍ له پاره نوماند و ، هغه په ډیر جدیت سره د فساد په ضد مبارزه د خپل پروګرام یوه برخه بلله. خو له بده مرغه چې د واک په ګدۍ کیناست د فساد یوه توره کړۍ دده له شاخوا را تاو شوه او ددې کړۍ په موجودیت سره په ټول افغانستان کې فساد رسمي ، قانوني، سراسري او علني شو.
اوس پوښتنه داده :
ایا استاد اشرف غني نه غواړي د فساد په وړاندې ودریږي او څه چې یې کړي دي هغه هم د خلکو د تیر ایستلود پاره دي ؟
او که اشرف غني بیوسه دی ، فاسدې کړۍ ډیرې ځواکمنې دي او اشرف غني نه شي کولی د هغوی په وړاندې غوڅ ګامونه پورته کړي؟
باید ووایو چې په اولسي جرګه کې د فساد په هکله د پورتنیو د تورونو په وړاندې د ارګ چوپ پاتې کیدل او یا کوم غوڅ ګام پورته کول به پورتنیو پوښتنو ته ځواب ورکړي.