ولسمشر غني په زور د واک پر ګدۍ نه دی ناست.
له هغې وروسته چې د افغانستان سترې محکمې د اساسي قانون په رڼا کې د راتلونکي نوي ولسمشر تر ټاکل کېدو پورې د ولسمشر غني کاري موده وغزوله؛ نو ډېری سیاسي مخالفینو یې د سترې محکمې دا پرېکړه غیر عادلانه او نامشروع وبلله، چې تر نن ورځې پورې د دغه پرېکړې په اړه سیاسي غبرګونونه دوام لري او روان دي؛ خو دا چې د سترې محکمې دا پرېکړه څنګه قانوني مشروعیت لري او د کومې وجې په اساس یې کړې؟ غواړم په څو ټکو کې یې روښانه کړم.
۱ـ د افغانستان سترې محکمې دا پرېکړه د اساسي قانون د (۶۱) یو شپېتمې مادې په اساس کړې ده، چې په دغه ماده کې راځي: ((د ولسمشر دنده وروسته له پنځو کلونو څخه د غبرګولي میاشت په لومړۍ نېټه وروسته له ټاکنو څخه پای ته رسیږي)).
مطلب تر هغې چې نوی ولسمشر نه وي ټاکل شوی، ستره محکمه حق لري، چې د برحال ولسمشر کاري موده تر راتلونکي نوي ولسمشره وغزوي، تر څو د واک تشه یا خلا رامنځ ته نه شي او د واک موده نوي ولسمشر ته په عزت او شان و شوکت وسپاري، چې دا د ولسمشر قانوني حق دی.
۲- د سترې محکمې له خوا د ولسمشر د کاري مودې غزول دوه ځل ترسره شوي دي، چې دواړه ځل د سترې محکمې د پرېکړو درناوی شوی دی، لومړی د استاد رباني د کار موده وه، چې نوموړي رژیم یا د جمیعیت واکدارانو نا امنۍ او د ټاکنو نه چمتو کولو په پلمه د استاد رباني واک تر ټاکنو پورې وغزوه، چې د ځینو دوامداره ستونزو د نه ختمېدو له امله هغه وخت د سترې محکمې مشر محمد شاه فضلي د دوهم ځل لپاره د نوموړي واک وغزوه، همدا رنګه په ۲۰۱۴ میلادي کال کې هم د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واک موده د ټاکنو د نه چمتو کېدو له امله سترې محکمې د دې په خاطر چې د واک تشه رامنځ ته نه شي، وغزوله.
د استاد رباني او حامد کرزي د واک د مودې غزولو ته په کتوهیڅ کومه سیاسي ستونزه نه ده رامنځ ته شوې او په دواړو وختونو کې د سترې محکمې پرېکړو ته ښه درناوی او احترام شوی دی، دا چې اوس ولسمشریزو ټاکنو ته ځینې نوماندان د ولسمشر غني په کاري موده اعتراض لري او د سترې محکمې پرېکړه نه مني؛ نو دوی یا له قانونه ناخبر دي او یا کوم بل مشکل لري، ځکه خو په داسې بې ځایه خبرو خپل وخت ضایع کوي.
دوی باید د سترې محکمې پرېکړې ته د درناوي په صورت کې لږ ماضي ته هم سر ورښکاره کړي او د موقت یا سرپرست حکومت د رامنځ ته کېدو نتیجو ته دې زیر شي، چې د موقت یا سرپرست حکومت په رامنځ ته کېدو کې موږ څومره تاوانونه لیدلي او افغانستان یې څه حالت ته رسولی دی؟
موږ د موقت حکومت د رامنځ ته کېدو په صورت کې ډاکټر نجیب او سردار داوود خان له لاسه ورکړل، چا چې د ولسمشر غني په څېر د هېواد د ابادۍ هیلې او ارمانونه لرل او د موقت حکومت د رامنځ ته کېدو له امله یې د وطن د جوړېدو ارمانونه د وطن په ورانۍ او بربادۍ بدل شول؛ نو دا چې یو وار بیا مو ترمخه د تاریخ دغه بدرنګې پېښې تکرار نه شي او بیا مو هېواد د نويیمو کلونو په څېر د جګړې ډګر ونه ګرځي، له ټولو سیاسیونو څخه مې هیله ده، چې د خپلو شخصي ګټو په غرض دا نامشروع غوښتنې نورې پرېږدي او د هېواد ملي ګټو ته د قانون په رڼا کې رشد ورکړي.
اساسي قانون ولسمشر غني ته تر راتلونکو ټاکنو قانوني حق ورکړی، تر څو په خپل ځای پاتې شي او خپل کار ته دوام ورکړي، چې دا پرېکړه یې په حق کې سترې محکمې ډېره په صراحت سره وکړه، چې ټول افغان ولس یې هر کلی وکړ؛ خو سیاسي رقیبانو یې چې خپلې شخصي ګټې د سترې محکمې له دې پرېکړې سره په خطر کې محسوس کړې، نو هم یې ستره محکمه توهین او نقد کړه او هم یې اساسي قانون.
ولسمشرۍ څوکۍ ته ولاړو نوماندانو!
په سیاسي رقابتونو کې له نامشروع غوښتنو او لارو څخه ګټه مه اخلئ، بلکې سالم رقابتونه ترسره کړئ، د ولسمشر غني پر هغه خواوو نقد او نیوکه وکړئ، کومې چې یې د اساسي قانون له دایرې بهر، د ملي ګټو خلاف او د هېواد او ولس په ګټه نه وي؛ خو زما په نظر داسې کومه نقطه به په ولسمشر غني کې هم پیدا نه کړئ، ځکه چې نوموړی د خپل ولس او خپل هېواد په وړاندې نه خپل ضمیر او نه هم خپل وجدان ته پړ او ملامت دی، تاسې هم د نوموړي په شان په سیاست کې عاجزي اختیار کړئ، د ښو او بدو قضاوتونه ولس ته پرېږدئ او د ملي ګټو، اساسي قانون او هېواد او ولس درناوی او احترام وکړئ!
مصور افغان