د کډوالو او پناه غوښتونکو د حقونو مشهور استرالیايي مدافع وکیل این رینتول وايي، د پاپوا نیوګینیا په مانوس ټاپو کې د بندي کډوالو او پناه غوښتونکو په منځ کې ځان وژونکې هڅې په بې سارې کچه لوړې شوي.

د نوموړي په وینا، په دغه ټاپو کې اوس قابو ۵۰۰ پناه غوښتونکي او کډوال شتون لري چې له شپږو کلونو توقیف تیرولو وروسته لا هم هغوی د کومې محکمې پرته هلته بندیان ساتل کیږي.

ښاغلي رینتول چې تیره اوونۍ یې مانوس ټاپو ته سفر درلوده، وویل، د پناه غوښتونکو او کډوالو رواني ناروغتیا په دغه ځای کې تر هر وخت ډیره شوې او د ځان وژونکو هڅو د پیښیدو احتمال هم دوه چنده شوی.

نوموړي وویل: « دا د ژور تشویش خبره ده ځکه استرالیا د دغو کسانو د تحفظ مسولیت لري، خو باوجود د دې یې هغوی په سمندري توقیف کې ناهیلې پریښې، آن دا چې دا کار د هغوی د رواني صحت او د ژوند په بیه اوس تمامیږي.»

د هغه په خبره، تراوسه په مانوس ټاپو کې ۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی چې په دوی کې درې مړینې د ځان وژنې له امله رامنځته شوي چې په اسانۍ سره یې مخنیوې کیدلې شو.

نوموړي همداراز وویل: «د مانوس ټاپو د کډوالو او پناه غوښتونکو په منځ کې د ځان وژونکو هڅو ترسره کول اوس ورځنې کار ګرځیدلې ځکه دغو کسانو په بشپړه توګه امید له لاسه ورکړی.»

نوموړي زیاته کړه: «له دغې ټاپو څخه استرالیا د کډوالو او پناه غوښتونکو رالیږدول یوه بیړنۍ اړتیا ده چې باید د استرالیا د حکومت لخوا ژر تر ژره ترسره شي او که داسې ونشي، نو له بده مرغه مونږ به د ځینو خواشینونکو پیښو سره مخ شو.»