د استرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن وايي د متحده ایالاتو سره د کډوالو د بیامیشتیدنې په اړوند په لاسلیک شوي تړون کې لا هم ځای شته چې سلګونه نور کډوال له نایرو او مانوس ټاپو توقیف مرکزونو څخه دغه هیواد ته واستول شي.

نوموړی دا خبره په داسې حال کې کوي چې تیره اوونۍ د استرالیا د حکومت اپوزیسون کارګر ګوند د یاد تړون د غځولو غوښتنه وکړه ترڅو د سمندري توقیف مرکزونو پاتې کډوال ژر تر ژره متحدو ایالاتو ته انتقال شي.

خو لومړی وزیر سکاټ موریسن ټینګار کوي چې لا هم په موجوده تړون کې ځای شته چې له مخې به یې پاتې کډوال هم انتقال شي.

نوموړی وویل: « د موجوده تړون له مخې تراوسه له ۵۰۰ زیات کډوال او پناه غوښتونکو متحدو ایالاتو ته انتقال شوي او لا هم د قابو ۷۰۰ نورو کسانو د انتقالولو لپاره پکې ځای شته ځکه یاد تړون کې متحدو ایالاتو د ۱۲۵۰ کډوالو د قبولو هوکړه کړې.»

بل خوا د اپوزیسیون کارګر ګوند مشر بیل شارټن وايي چې دوی به د متحدو ایالاتو د تړون په شان موافقه له نیوزیلیند سره وکړي که چیرې راتلونکو ټاکنو کې بریالي شي.

نوموړي ویلي، کوم سیستم چې اوسنی حکومت یې د متحدو ایالاتو سره کاروي مونږ به هغه له نیوزیلینډ سره د احتمالي تړون د ترسره کولو په بحث کې مطرح کړو ترڅو وکولای شو له مخې یې د استرالیا د سمندري توقیف خونو کړکیچ پای ته ورسوو.

خو ښاغلي شارټن دا ټینګار کړی چې د بیړیو په مرسته د راتلونکو کډوالو استرالیا ته راتګ هیڅکله نه زغمي او د حکومت له دې پالیسۍ سره موافق دی چې دا ډول ناقانونه کډوال هیڅکله استرالیا کې نه ځای پر ځای کوي.

نوموړي ویلي چې د اوسني حکومت دغې پالسۍ ته به دوی هم په راتلونکي حکومت کې دوام ورکړي.