موږ د ظاهر شاه په وخت کي محصلین وو، چپي او راستي ګوندونو او ډلو موږ د شاه په ضد تحریکولو، مظاهري مو کولي او هر ځاي به مو لاري او سړکونه بند کړي وو. مرګ په ظاهرشاه، ظاهر خاین دي، غل دي، موږ ازادي غواړي، خپلواکي غواړي. یو ورځ مو لاره بنده کړي وه او چیغي مو وهلي چه مرګ په ظاهرشاه، موږ داخاین نه غواړي. د باچا د موټرو کاروان په لاره تیریده او کله چه موږ ته را ورسید ظاهر شاه په خپله له موټرڅخه کښته شو او زموږ خواته راغي. پوښتنه يي وکړه چه څه غواړي ولي چیغي وهي ولي مظاهري کوي، ولي خلکو ته تکلیف ورکوي؟
ما ورته وویل چه ازادي غواړو.
پاچا موسکي شو او ویي وپوښتلم چه د ازادي په معنا پوهیږي؟
زما په مخکي چیغي وهي چه مرګ په ظاهر شاه، ازادي نوره څنګه وي؟ تاسو د هغه شي په خاطر ځانونه وژني او ستوني شکوي چه حتي په معنا يي هم نه پوهیږي.
نجیب د خاد د ریاست له ظلمونو وروسته ۱۸۰ درجي تغیر وکړ، د ملک د نجات له پاره يي ډیر ښه نسخه وړاندي کړه، له قدرته لاس په سر شو خو هیچا يي خبره وانه وریده، ځکه موږ دومره چټیات اوریدلي وو چه سمه خبره مو هیڅ نه اوریده او پای دا شو چه هر څه مو له لاسه ورکړل.
نړیوال بانک هغه وخت د اشرف غني په غوښتنه، د شوروي له یرغل وروسته هیواد ته د اوښتي مالي زیان په اړه یو سروي وکړه. ددي سروي موندني ښیي چه افغانستان ۲۲۷ میلیارده ډالره مالي زیان لیدلي دي، یوازي مالي زیان، یو میلیون انسانان چه ووژل شول، یو میلیون چه معیوب شول، لس میلیونه چه مهاجر شول هغه به نه حسابوو. خو موږ خپل جهاد ته دوام ورکاوه ځکه چه دخداي امر وو او تر اوسه هم خپل جهاد ته دوام ورکوو ځکه چه دخداي امر دي او د خداي امر یوازي او یوازي پر موږ دي، نه پوهیږم چه موږ له کومه درکه دخداي دومره نژدي خپلوان شوو چه په بل چا امر نه کوي او بل څوک يي امر هم نه مني خو یوازي موږ يي نیک صالح اولاد ونه یو چه ټول عمر يي پر سر جنګ کوو. خو یوه خبره ده چه موږ شوروي ته ماته ورکړیده هاهاها.
قسم په خداي چه ماته مو ورکړي خاندي ولي ورشه د نړي ټول کتابونه وګوره.
ته پوهیږي چه د ظاهرشاه حکومت هم خپلو خراب کړ، داود خان يي حکومت ړنګ کړ ځکه د چا چه غل او جاسوس له خپل کوره وي نو د هغه کور بیړي بیا غرقه بوله. خلق او پرچم هم لکه د ګور چنجي ښه سره وخوړل او په پاي کي يي ځانونه ورک کړل، جهادي ډلو هم د خپلو اختلافاتو له کبله ځانونه په شرمونو وشرمول. د طالبان منځ ته هم وینه (موریانه) ننوتل او له دننه څخه يي وخوړل.
اوسني نظام هم له دوه ډوله دوښمن سره مخ دي:
د لستوني ماران: په دي ډله کي سیاسی نجبه ګان ( ازلي غله او فرعونان) چه هم په نظام کي کار کوي او هم له اپوزیسیون سره کارکوي شامل دي. دا ډله چه ځانونه ملي قهرمانان، ملي زعیمان، ستر جنرالان ، قومي مشران او د ملت اصلي استازي بولي دومره پست خلک دي چه د هټلر د جاسوس تعریف ورته ډیر ښه جوړیږي او دا تعریف فکر کوم هټلر ددوي له پاره کړي وو، ځکه هټلر نابغه وو او پوهیده چه یو وخت به افغانستان داسي ناجایزه اولادونه پیدا کوي چه... دا ډله نظام له دننه څخه خوري چه سیاسي تحلیلګر په خپلو بحثونو کي ورته مافیا، پنځم ستون او ددولت نیمه ورسته بدنه هم وايي. دا کسان په ټولو لویو فسادونو کي ښکیل دي، له ګمروکونو غلا کوي، د موبایل له شرکتونو سره سم په نیمه شریکان دي، دولتي قراردادونه که بل چا واخستل نو ټول بدنامه او پردی پاله میډیا په سر اخلي، په ټولو سفارتونو کي ( که څه هم په یوه خارجي ژبه نه پوهیږي) ښه غوښنه برخه لري او له دي سره سره د ناجایز اولاد غوندي دخپلو والدینو (نظام) پښي وهي. که دوي ته لږ زیان هم ورسیږي نو د اقلیت په نامه د بشر د حقوقو نغاره داسي ږغوي چه د ټولي نړي غوږونه خوري. دوي هر ډول ظلم او تعدا کولاي شي ځکه وايي چه له پیړي ورباندي جنسي تیري شوي دي، رټل شوي دي، وهل شوي دي وژل شوي دي او اوس غواړي خپل غچ واخلي. دا ډله ، لکه مخکي چه اشاره وشوه د هټلر په تعریف ښه پاخه جاسوسان دي، له پرديو سفارتونو سر ډیر ښي اړیکي پالي او ځیني خو يي له دي سفارتونو څخه ښه منظم معاشونه اخلي. دي کسانو د قومی مشرانو د رول په لوبولو سره خپل قومونه په څو څو ځله خرڅ کړي دي او بیا تر ټولو په زروه ناري هم وهي چه دا زموږ افغانستان دي. دا خلک په زندانونو کي هم داسي تجارت کوي چه په نیویارک کي يي هم ساري نه لیدل کیږي. دوي یو نوکیا تلیفون چه دري زره افغاني قیمت لري په یو بندي چه د تروریزم په تور يي نیولي دي په اتیا زره (۸۰۰۰۰) خرڅوي، نو ته خپل فکر وکړه دومره ګټه په نیویارک کي څوک کولاي شي؟ تاسو زندانونو ته یوه ستن نه شي تیرولاي خو دا کسان ښه په پیخر، چرس پوډر او تاریاک د زندانونو هر کوټي او هري حجري ته رسوي. اوس چه ددي ډلي غلا او چور یوه اندازه تر کنترول لاندي راغلي دي بیا د قومي جنګونو ډول وهي، بیا غواړي د خلکو د ښځو تي غوڅ کړي، دخلکو په سرونو کي میخونه ټک وهي، ټولي لوي لاري په پاټکونو ونیسي، لنډغري وکړي، نوري مځکي هم غضب کړي بیا دا خوار ولس په راکټونو وولي او بیا د وحشت او بربریت دور را ژوندي کړي، چه داسي به هیڅکله ونه شي ځکه زموږ خلک اوس د ویښیدو او هوښیاریدو په حال کي دي.
طالبان، داعش او نوري ترورستي او د پردیو حلقه بګوش غلامي ډلي: دا ډلي له نظام سره په مخامخ او هم په غلچکیو جنګونو بوخت دي او د نظام په نامه کوم څه نه پیژني، ددي کسانو په پیدایښت او وده کي لمړي ډلي لوي لاس درلود او اوس هم دا ډله د پردي تر شاه د لمړني ډلي له خوا تمویل او تجهیز کیږي. دا ځکه چه که لمړي ډله جکړه بس کړي نو ددوي دغلا ټولي سوړي بندیږي او بیا دحساب او کتاب وخت راځي هغه څه چه دوي ورته په قیامت هم حاضر نه دي. د ماسکو غونډي دا حقیقت روښانه کړچه دا دوي ډلي یو له بل سره چه یو وخت یو دبل سرسخته دوښمنان وو اوس کومه ستونزه نه سره لري، ځکه د یوي پایښت د بلي په پایښت پوري کلک تړلي دي. دا ډلي په ګاونډ کي ښه منظم روزنیز کمپونه لري، ښه سرسایه او ښه زکاتونه راټولوي او دخداي مال بیا د خداي په لاره کي لګوي او دخداي په مال دخلکو ځان او مال له منځه وړي. دا ډله که دلمړي ډلي کسان ونیسي هیڅکله يي نه وژني بلکه ډیر ژر را خوشي کیږي، لمړي دله دوهمي ډلي ته لاره هواروي چه درني او مرګوني حملي وکړي، شاهین قل اردو، ۴۰۰ بستریږ روغتون، کانټینټل هوټل او د مخابراتو پر وزارت حملي يي ښه مثالونه دي. لمړي ډله او دا دوهمي ډلګي یو دبل سکه ورور او خور دي او د دواړو هدف یو دي د نظام له منځه وړل او د بربریت رامنځ ته کول. په سوله کي هم دددي تروریستي ډلواو هم د نظام د نیمي ورستي بدني سخت تاوان دي.
څومي شته د عشق خواري هومره ښادي ده- که مي ورکه دا خواري شوه نور به خوار شم

جګړه ددي دواړو کتګوریو له پاره ډیرښه خواري ده او که يي دا خواري ورکه شوه نو دوي هم خواریږي. لکه چه مخکي اشاره شوه دا کسان د بشر د حقوقو، پردي پالي میډیا او نور سازمانونو په منځ کي هم داسي ننوتي چه بیخي يي هغوي ته دا حس ورکړي چه بیله د دوي له شتونه دنیا په اخرت بدلیږي او هر څه اور اخلي.
اوس خلکو ته څه کول په کار دي:
د خلکو زور د خداي زور دي، همدا خلک دي چه هم اردو ته او طالبانو ته خپل زامن ورکوي چه جګړه وکړي، همدا خلک دي چه هر څه يي په وس پوره دي، که نن همدا خلک د دي شریرو ډلود مشرانو پرمخ ور توف کړي او ورته ووايي چه نور جنګ، غلا، چور اووژل بس دي نو خبره خلاصه ده. خلیلزاد او برادر به یوازي پاته شي، له دي وینوو (موریانه) سره به هم ښه حساب وشي او له وطنه به مو هم جنت جوړ شي. خو خلک پوره ویښول په کار دي او خلک ښه پوهول په کار دي لعکم تعقلون.

محمد اکبر پیمان
د مي ۱۴ کال ۲۰۱۹ کابل