په مانوس ټاپو کې بندي پناه غوښتونکی ایراني الاصله کردی جورنالیست بهروز بوشاني د استرالیا د فیدرالي حکومت د درملنې د هغه قانون پر اغیزمنتیا سختې نیوکې کړي چې درې میاشتې وړاندې د استرالیا د سنا مجلس لخوا د سمندري توقیف خونو د ناروغه کډوالو او پناه غوښتونکو د تخلیه کولو او د درملنې لپاره استرالیا ته د هغوی د انتقالولو په خاطر تصویب شو.

بهروز وايي، د مانوس ټاپو د ناروغه کډوالو هغه لیست چې ده پرې کار کړی او له چارواکو سره یې هم شریک کړی چې یاد کډوال جدي درملنې ته اړتیا لري، د استرالیا د حکومت لخوا تراوسه له نظره غورځول شوی او په وینا یې په مانوس ټاپو کې د درملنې قانون له رامنځته کیدو سره لا هم هیڅ نه دي بدل شوي.

نوموړي دغه خبرې د مانوس ټاپو څخه د استرالیا د (پرت) ایالت د کرټن پوهنتون د بشري حقونو کنفرانس ته د ویدیوي لینک له لارې کولې چې پکې د پناه غوښتونکو د حقونو ګڼ شمیر پلویانو ګډون درلوده.

نوموړي وویل، د استرالیا د مهاجرت عصري پالیسي لا تراوسه د استعماري دورې تر اغیز لاندې ده او دغه د درملنې قانون چې د سمندري توقیف خونو بندي او ناروغه کډوالو ته کومې هیلې ورکړې وې، تراوسه نه دي پوره شوي.

هغه وويل، «شاوخوا درې مياشتې دمخه پارلمان د درملنې قانون تصويب کړ. د دې قانون مطابق که دوه خپلواک ډاکټران د کورنیو چارو وزیر ته یو لیک ولیکي او سپارښتنه وکړي چې کوم کډوال په مانوس یا نایرو کې ناروغه دی، نو حکومت باید هغه د درملنې لپاره استرالیا ته واستوي، خو داسې تراوسه نه دي شوي او سره له دې چې ناروغه کډوال ډیر دي خو هیڅ یو لا استرالیا ته نه دی انتقال شوی.»

بهروز همداراز د استرالیا د کډوالو او پناه غوښتونکو خیریه او د حقونو پلوي ډلې په خپل کار کې پاتې وبللي او د هغوی فعالیتونه یې بې اغیزه یاد کړل.