د دهلي د مدانګیر سیمې یو شمیر کورنۍ چې ډیری یې د سریلانکا تامیل کډوال دي له پولیسو او سیاسي ګوندونو غوښتي چې د هغې کښتۍ د موندلو لپاره دې هڅې زیاتې کړي چې د روان کال د جنوري میاشتې په ۱۲مه یې د نیوزیلنډ په لور حرکت کړی وه او تراوسه لادرکه ده.

د پولیسو د څیړنو په اساس په یاده کښتۍ کې له سلو زیات ناقانونه کډوال سپاره وو چې شاوخوا ۵۰ یې د دهلې د مدانګیر سیمې اوسیدونکي وه.

د دهلي د مدانګیر سیمې هغه کورنۍ چې په یاده کښتۍ کې یې د فامیل ځینو غړو سفر کولو، وايي، د کښتۍ د لادرکه کیدو قابو څلور میاشتې پوره شوي خو تراوسه د هغې په هکله هیڅ مالومات د پولیسو لخوا له دوی سره نه دي شریک شوي.

دوی له پولیسو او دهلي د (عام ادمي پارټۍ) څخه غوښتنه کړی چې د دې قضیې په اړه دې جدي اقدام وکړي او د کښتۍ د موندلو لپاره دې لاس په کار شي. دوی همداراز له پولیسو غوښتي که د یادې کښتۍ د ډوبیدو په هکله مالومات لري، نو له کورنیو سره دې شریک کړي.

خو د دهلي د پولیسو په وینا، یادې کښتۍ په هکله له دوی سره داسې کره مالومات نشته چې له کورنیو سره یې باید دوی شریک کړي. پولیس وايي، کښتۍ د هند له (کیرلا) ایالت څخه د اندونیزیا په لور حرکت کړی وه او ممکن له هغه ځایه د استرالیا یا نیوزیلینډ په لور تللي وي.

د پولیسو په خبره، لکه څنګه چې دغه سمندري لارې خورا خطرناکې او طوفاني دي، نو امکان شته چې له امله يې کښتۍ هم ډوبه شوي وي.

خو پولیس همداراز وايي چې د کښتۍ د ډوبیدو په پایلې سلو په سلو باوري نه دي، ځکه له اندونیزیا څخه استرالیا او یا نیوزیلینډ ته د دغې کښتۍ د روانیدلو په اړه له دوی سره هيڅ مالومات نشته، نو امکان شته چې یاده کښتۍ له اندونیزیا څخه هيڅ روانه شوي نه وي.