زمونږ هیواد افغانستان ډیر ویاړلی مګر د غم لړلو پیښو ډک تاریخ لري، د افغان هیواد د خپل حساس ستراتیژیک او تاریخي موقعیت په اساس ډیرځله د جګړې ،استخباراتي دسيسو او پرديو د تګلارو د عملي کيدو ډکر ګرخيدلی، پښتون اولس هرځل د پردیو اهدافو قرباني شوی، دتاریخ په اوږده مسیر کي څو څو ځلي افغانستان دبهرنیو دښمنانو له لوري د نامعلومه جګړې په لومه کې راګیر شوی دی.

افغان پرګني او ولسونه د لسیزو راهیسې د یوسولیز ژوند ته دلاس نه رسیدو په علت د نړئ د سیاسې، او اقتصادې ودې څخه ایثار پاتي شوي دی، چې د ملت دښمنانو د همدغو او ګڼو نورو عواملو څخه په استفادي سره په ښکاره او پټه توګه د یرغل او لاس وهنی لپاره لار پرانستي ده.
له تیرې لسيزې راهیسې د افغانستان د جوړولو په نوم ټوله نړۍ د افغانستان په جکړیز بهران کې برخه اخلې. په روانه دوه لسیزه کې ټول هغه جنګسالاران ، غله وطن پلورنکې، جاسوسان د بشر د حقوقو سرغړونکې د افغانستان د ملت پر مقدراتو مسلط دې، چې په افغانستان کې د هغه وخت د سوړ جنګ تر اختتام او د شوروي بلاک تر ماتې وروسته يي هیواد په کورنئ جګړه کې ښکیل کړ، دافغانستان سیاسې، اقتصادې جوړښتونه يي وران کړل، کورونه يي چور کړل، ښارونه يي وسوځول،ملت يي وواژه. افغانستان يي په یوکنډواله بدل کړ،د افغانستان د سپيڅلې جهاد نوم يي خرڅ کړ، ملې ارزښتونه، افغانې او اسلامې تهذیب، انسانې کرامت او ټول بشرې حقوق يي له منځه ویوړل.
دغه جنګ سالاران چي اوس د ډیموکراسي نقاب يي څیری او بربنډ شوی ددغه غوولونکي شعار لاندي نور په ولس کي خپل ځاي ځایګي پیکه، کمرنګه او خالي ویني بنا غواړي خپل تیر ته وروګرځی دوي چي دسوړ جنګ د لوبي په پیل کي (د سوړ جنګ په دوران کي) په اصطلاح مجاهدین، منځ کي (خپل منځی اندوخړ کي ) نشنلیستان او په اوسني اواخرو کي( د ناټو د لشکر کشي په وخت کي) بیا ډیموکراتان شوول اوس پلان او هیله لري چي یو ځل بیا خپل پیل ته وروګرځول شي.
په روان خونړي حالت کي د جګړي اصلي قرباني افغان ولس ورکړی، ولس وژل شوی، کړول شوی، ځوریدلی او بي کوره شوی، کونډي، یتیمان، بوري میندي، معیوب او معلول ځوانان ټول ولس ته تر غاړي دي، خو د بهرنیو نړیوال او سیمه ایزو څارګرو ادارو د نویو توطیو او دسیسو او شیطاني پالیسیو سره په تطابق کي د سولي د خبرو په بهانه د هیواد دننه او د هیواد څخه بهر د واک د ویش د امتیازاتو د تر لاسه کولو په سر چني او خبري هغو کسانو ترمنځ په لاره اچول کیږي چي د ددغو بدبختیو عاملین او د سزا او مجازاتو مستحق کسان دي نه د ولس استاځي او نه د سولي باورمند مرکچیان، سوله چی د هر افغان لمړنی او وروستي هیله ده د عدل په تامنین سره ممکن کیدلي شي او د سولي ریښتینی اتل به هغه شخص یا هغه ډله وي چي ددغه ځوریدلی او کړیدلی ولس اوښکي پاکي کړي ولس وپوښتي د هر ظالم نه مخ واړوي هماغه ډله به دي ولس ته سوله راولي، تر دي ها خوا د نړیوال شیطاني استعماري سازمانو په فرمایش او همغږي د روغی جوړي تر نامه غونډی او کنفرانسونه جوړول هسي د جګړي د مسیر بدلول، جګړه دوامداره کول او د دوطن او دین دښمنانو ته د نوي فرصتونو ورکول او برابرول دی، د ظالمو واکمنانو د پانګي او ځواک ساتل کله هم سوله نه، بلکه د عدل نقض کول او د مظلوم په وړاندي د ظالم ملګرتیا دی.

درنښت