د انساني قاچاقبرو له منګولو ژغورل شوې روهنګیايي کډوال ضیا الرحمن وايي، کله چې ده د بنګله دیش په کاکس بازار مهاجرت کمپ کې ژوند کولو د انساني قاچاقبرانو لخوا اختطاف شو او وروسته په راتلونکو دریو میاشتو کې چې به دی له یوې سیمې نه به بلې ته وړل کیدو نو د قاچاقبرو یوې ډلې به بلې ته پلورلو.

نوموړی وايي، دی مالیزیا ته تر رسیدو او له ژغورل کیدو مخکې ټولټال اووه ځله پلورل شوې.

نوموړی وايي، له کاکس مهاجرت کمپ څخه هغو خلکو وتښتولو چې ځانته یې کډوال ویل او په کمپ کې يې له دوی سره شریک ژوند کولو خو په حقیقت کې هغوی میانماري او بنګله دیشي وګړي وه چې د بې وسه روهنګیايي کډوالو د تښتولو په هدف یې کمپ کې ځانونه ځای پر ځای کړي وه.

ضیا الرحمن د خپل اختطاف کیسه داسې بیان کړې، «یوه ورځ زه د کمپ په شاوخوا کې روان وم چې ناڅاپه درې تنه راغلل او زه یې وینولم او نژدې سیند غاړې ته یې بوتلم. دوی زما په وهلو پیل وکړ او زه یې ووهلم.»

«زما لاسونه یې وتړل او په يوه وړه کښتۍ کې يې د سمندر منځته یوې لويې کښتۍ ته بوتلم چیرته چې قابو ۳۰۰ نور روهنګیایان هم موجود وه.»

«له دغې وروسته د درې پرلپسې ورځو لپاره کښتۍ روانه وه، قاچاقبرو مونږ ته خواړه او اوبه نه راکولې او که مونږ به ترې وغوښتې نو وهلو به یې.»

«له مونږ سره لومړی درې ښځې هم موجودې وې چې قاچاقبرو له مونږه جدا کړې او بل اطاق ته یوړې. مونږ به د هغوی چیغې اوریدې چې وهلې به یې او جنسي تیري به یې پرې کول.»

ضیا الرحمن وايي، «تایلینډ ته په رسیدو قاچاقبرو مونږ په کوچنیو ډلو تقسیم کړو او په پنجرو کې یې بند کړو. وروسته به یوې ډلې بلې ته پلورلو او له یوې سیمې به یې بلې ته انتقالولو.»

نوموړی وايي، «کله چې زه یوې ډلې ته وپلورل شوم نو زه یې مالیزیا ته یوړلم خو بخت مې ښه وه چې په پوله پولیسو زمونږ موټر ودرولو او زه یې وژغورلم او د کډوالو یوه کمپ ته يې واستولم.»

ضیا الرحمن وايي، که څه هم دی اوس ازاد دی او د یو ریښتینې کډوال په حیث ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې هم پیژندلې خو ژوند یې لا هم له ستونزو ډک دی، کار نلري او مالیزیا کې زدکړو ته هم لاسرسی نلري.

نوموړی وايي په دې هیله او امید خپل ژوند ته دوام ورکوي چې یوه ورځ به بیرته خپل هیواد ته ستنیږي او هوسا ژوند به پیلوي.