په افغانستان کې پر تنظیمونو د واک او څوکیو د ويش دود به کله پای ته رسيږي؟! هر وزارت کې چې نوی وزير وټاکل شي لومړی کار يې دا دی، چې د خپل تنظیم او قوم خلک ځای پر ځای کړي.
راځم اصل مطلب ته او هغه د هېواد د پوهنې وزارت اوسني حالت ته. له هغې ورځې چې جنګسالارعطا محمد نور سره د بلخ ولایت د پرېښودو په بدل کې د امتیازاتو د ورکړې تړون شوی، له بده مرغه په ملکي برخه کې تر ټولو لوی او مهم ارګان د پوهنې وزارت هم ورته د نورو امتیازاتو تر څنګ ډالۍ شوی، چې دا یوه لویه تیروتنه وه، ځکه د پوهنې وزارت د ملکي برخې د ټولو مامورینو ۶۷ سلنه جوړوي یعنی که ټول ملکي وزارتونو یوې خوا ته کړئ بیا هم د پوهنې وزارت کارکوونکي ترې زیات دي. عطا محمد نور هم دغه وزارت ته يو داسې بې تجربه او متعصب کس (میرویس بلخي) ټاکلی، چې د ښوونې روزنې په برخه کې هيڅ ډول تجربه نه لري او ټول فکر يې دې ته دی، چې څنګه خپل تنظيم او قوم ته کار وکړي او خپل جيبونه ډک کړي.
د سرپرست وزيرمیرويس بلخي د دندې له پيل سره سم يې کارنامې (!) هم پيل شوې، چې یو څو بېلګې يې تاسو ته لیکم:
لومړی کار يې دا و، چې د خپل دفتر د جوړلو په پلمه يې تقریبا لس ميلیونه افغانۍ تخصیص کړې، چې کیدی شي یو میلیون يې هم نه وي مصرف شوي او پاتې يې په جیب کې واچولې. دا چار په داسې حال کې ترسره کيږي چې د وزارت په ودانۍ کې ډېرې نورې مهمې ستونزې شته. یوه بېلګه يې دا ده، چې اکثرا له دوهم پوړ پورته (چېرته چې د وزير دفتر دی) په نلونو کې اوبه نه وي، ځکه څاګانې وچې شوي دي په تشنابونو کې بد بويي زیاته وي او خلک د اودس کولو لپاره په اوبو پسې لالهانده وي.

پر دې برسیره نوموړی د ایګویزم (خودپرستۍ) په ناروغي هم اخته دی، د وزارت په هر منزل کې يې خپل عکسونه لګولي. همداراز يې د کابل ښار په ځېنو واټونو کې هم د خپل عکس لوی بیلبورډونه لګولي وو، خو کله چې د مارشال فهیم تلین را ورسید نو د ده عکسونه بیا ليرې او د فهیم ولګول شول. یوه موضوع د یادونې ده؛ که چېري تاسې له دولتي ښوونځيو ليدنه وکړئ، نو تاسې به ډېر داسې ټولګي وګورئ چې تختې يې دومره خرابې شوي، چې شین والی (هغه ځای باندې چې لیکل کيږي) داسې ښکاري لکه د نړۍ په نقشه کې چې په سمندرونو کې جزيرې ښکاري. نو پر دې عکسونو او بیلبورډنو پيسې باندې کیدی شول، چې په سلګونو ښوونځيو ته تختې اخیستل شوي وای.

د پوهنې وزارت لخوا په پښتو او دري « ۱۳۹۸ د معارف لپاره یو ځانګړی کال/ سال عطف معارف افغانستان» په نوم یو بروشور خپور کړ، چې ټول ۴۰ پاڼې لري او ۲۶ ځله د ښاغلي بلخي عکس په کې راغلی.
دغه ښاغلي وزیر د معارف د زنګ وهلو د غونډې په ورځ په خپله وینا کې وویل، چې معارف سیاسي شوی دی او باید غیر سیاسي شي. ښاغلي وزير اوس د معارف د غیرسیاسي کولو لپاره يوه ډېره ښه او مجربه نسخه کشف کړې او هغه دا، چې پوه او تجربه کاره پښتانه له دندې ګوښه کوي او یا يې قراردادونه ځنډوي او پر ځای يې د خپل تنظیم او قوم خلک ګماري. د وزارت په مختلفو ادارو کې دا تصفیه ډېره په چټکۍ سره روانه ده. یوه بېلګه يې د هغه ۱۰۰ کسانو تقرر دی، چې د جمهور رييس سپارښتنه او هوکې پخوا ورکړل شوې وه، خو چې څنګه ښاغلي بلخي دنده پيل کړه، خپل ۷ کسان يې په کې ځای پر ځای کړل او د هغوی لست يې مالیې وزارت ته وليږلو او د پاتې ۹۳ کسانو لست يې ساتلی دی.
یو بل مثال په نصاب کې هغه ۱۵ بستونو دي، چې داسې کسان په کې ګمارل شوي وو، چې له لسو کلونو يې زیات د نصاب په برخه کې دنده تر سره کړې او د اقرا برنامې تر چتر لاندې نړیوال بانک ورسره موافقه کړې وه او کارونه يې خلاص وو، خو څرنګه چې د دوی تعصبي ذهنیت نشول منلی بستونه يې له سره اعلان ته ورکړل.
ښاغلي بلخي د تفتیش په ریاست کې له ۱۵ بستونو ۱۰ يې له منځه یوړل په دې خاطر چې له دندې نه د ليرې کولو کومه بله پلمه نه وه، کیدی شي دا بستونو بیا رامنځته شي او طبیعي ده چې خپل کسان به ځای پر ځای کيږي. همداراز يې د شورګانو په ریاست کې ډېر زیات خلک له دندې ګوښه او خپل کسان وګمارل، چې د هر بل وزیر ریکارډ يې مات کړی. دا چې د خپل دفتر په ریاست کې يې ټول خپل کسان ګمارلي دا خو دومره مساله چا ته نه ښکاري. خو یوه بله توره يې دا هم وکړه چې د احسان په نوم يې خپل وراره بې له کومې آزموینې او انټرويو څخه راوست او په لوړ معاش قرارداد ورکړل شو، حتی د يوه جعلي امتحان اخستلو زحمت يې هم ورنکړ. اوس نوموړی له جناب وزیر سره په بهرنیو چکرونو تر لندنه هم ورسيږي.
ښاغلي میرویس بلخي د غیرسیاسي کولو د پروسې په بهیر کې يوه بله کارنده چار هم تر سره کړه؛ په هند کې د محصلۍ دورې آشنا آغلې مرجان متين، چې په سیاسي علومو کې يې زده کړې ترسره کړي او د لومړۍ ميرمنې بي بي ګل تخرګ کې يې ځان ځای کړی و هم سر را اوچت کړ، د جندر د مراعاتولو په پلمه د خپلو چينلونو له لارې د پوهنې وزارت ته راوستل شوه او د نصاب د معينې په توګه وټاکل شوه. دغه آغلې هم د ښاغلي وزير د غیرسیاسي کولو برنامې فعاله اداکاره ده، او آغلې مرجان متین په دې چار کې له ګلمرجان سره سیالي کولی شي. که څه هم خپله يې د هېواد رسمي ژبې زده ندي او د خپل مشر او ملګري وزير په څېر د افغان کلمه هم نه مني، خو له هغو کسانو څخه چې د نصاب د ديني علومو کې کار کوي اوعربي ژبه يې ښه زده ده او غواړي په نصاب کې دندې ته دوام ورکړي د انګريزي ژبې د زده کړې غوښتنه کوي او متینه ګلمرجانه يې نه مني، په همدې پلمه غواړي د ځان په څېر خپل ملکري ځای پر ځای کړي. دا چې دغه طلاقه شوه میرمن، له رسمي وخت وروسته له خپل ملګري وزير سره د ساینس مرکز په ودانۍ کې څه کوي، دا به د دوی شخصي کار وبولو.
یو څو مهم ټکو ته اشاره کول غواړم، او هغه دا چې د کوم هېواد د ښوونې او روزنې سیستم روغ وي، هېواد يې پرمختللی او خلک يې هوسا ژوند لري او د یوه هېواد د نیکمرغيو کلي ده. په افغانستان کې د ښوونې او روزنې پنځه بنا (ښوونکی، زده کوونکی، وداني، کتاب او اداره) هم نیمګړي دي، تر نیمايي زیات ښوونځي ودانۍ نه لري، د کتابونه، وړ ښوونکو کمبود او نورې نیمګړتیاوې ډېرې زیاتې دي. له بده مرغه زموږ په هېواد کې د ناامنیو، کلتوري ستونزو، د دولتي چاروکو د مور او ميره چلند، اقتصادي کمزورتیا، د تعلیم په برخه کې غیرعادلانه لاسرسي او نورو ستونزو زموږ دغه اساسي برخه ویجاړه کړې او بیا پر دې سربیره د معارف پر سر سیاسي معاملې هم چې و شي او د ښاغلي میرويس بلخي په څېر کسان وګمارل شي، نو ښاغلي ولسمشر غني که هر څومره ښه پلانونه هم جوړ کړي، چې د پلي کولو دنده داسې متعصبه او مفسدو کړيو ته وسپارل شي، هیڅ ډول مثبته پایله به تر لاسه نشي.
په پای کې باید ووایم، چې د پوهنې وزارت نوم هسې هم ډېر بد شوی او که د جنګسالارانو د سناریوګانو اداکاران هم په کې په مهمو دندو کې ګمارل شوي وي، دا وړۍ به شړۍ نشي. د ملت سترګې یوازې محبوب جمهور رييس ته اوړي، چې د دې ډول اشخاصو مخنیوی وکړي او پر ځای يې وړ کسان وګماري، چې په رښتیا هم دغه وزارت غیرسیاسي شي!!!

یادونه: په پام کې ده، که چېرې په دغه وزارت کې تعصبي چلند پای ته و نه رسيږي، د فساد ډېر مهم اسناد به له رسنیو سره شریک شي.
د یو آباد، سوکاله او باسواده افغانستان په هيله!
په درنښت