صبور الله سیاسنګ او ناشناس
صبورالله سیاسنګ د ۲۰۱۶ کال په ډيسامبر کې د «پژوهشی بی همتا» په سرلیک، د پښتو ژبې د نامتو او لوی صوفي شاعر رحمان بابا په اړه یو ښکنځلیک خپور کړی وو او هلته يي دعوه کړې وه چې د رحمان بابا په دېوان کې يي داسې کلمې او مفاهیم کشف کړي چې تر رحمان بابا مخکې، حافظ شیرازي پخپلو شعرونو کې کارولي او بیا يی د همدې لیک «پژوهش» په پای کې ژمنه کړې وه چې بله لیکنه به يي د پټې خزانې او علامه عبدالحی حبیبي په اړه وي.
هغه مهال د سیاسنګ «پژوهش بی همتا» د هېواد د نامتو لیکوالو او رسنوالو د داسې«بی همتا» نیوکو او نقد لاندې پریوت چې سیاسنګ څو کلونه له ډګره وتښتید او تر څلورو کلونو وروسته يي دا دی سر د ناشناس له ګریوانه راووت. هغه مهال د لیکوالو یوه څرګندونه دا وه، رحمان بابا که خپلو شعرونو کې ځینې کلمې او مفاهیم چې له هغه مخکې حافظ یا نورو شاعرانو کارولي دي، نه یوازې تېروتنه او غلا نه شمېرل کیږي، بلکې په شعرونو کې جمال او کمال ګڼل کیږي چې هر شاعر يی کارولي شي.
د حافظ شیرازی په تړاو ایرانیان وايي چې «حافظ هفتاد در صد در اشعار خود از خواجوی کرمانی متاثر ګردیده است». له کرماني سربېره يي عطار نیشاپوری او نظامي ګنجوي څخه هم اخیستنې کړې دي.
خو سیاسنګ د خپلې ژمنې خلاف چې بیا به هم خپله سنګر ته راوځي او پټه خزانه او علامه حبیبی به د تېر «پژوهش» پشان تر پژوهش لاندې نیسي، خوارکی او بېخبره ناشناس لکه د قربانۍ ګډوری رامیدان ته کړ، خپله د غونډۍ پر سر نندارې ته کیناست او د ناشناس په ژبه يي پټه خزانه او علامه حبیبي تر ښکنځلو لاندې ونېول!
البته ناشناس ته يي د داسې ښکنځاوو په بدل او قیمت کې لا د مخه «ناشناس، ناشناس نیست» خپل تازه لیکلي کتاب د رشوت پتوګه ډالۍ کړی او نوموړی يی دمخه چمتو کړی چې د ده (سیاسنګ) پرځای به د مقابلې ډګر ته راوځي، پټه خزانه او علامه حبیبي به کنځي او دا ځل به لوی واکمن احمدشا بابا هم ور سره غاړه کوي.
ناشناس هم بې له دې چې اوبه وویني بې ګودره په سیند ورګډ شو، که BBC سره يي په وروستۍ مرکه کې لږو ډېر د ځان سپیناوی نه وای کړی؛ صبور الله سیاسنګ، ناشناس په اوبو لاهو کړی وو او اوس به سیاسنګوالو د هغه مړی هم په پښتنو ورتاوان کړی وای!
د سیاسنګ د دې کتاب په اړه د هېواد نامتو تاریخپوه ډاکټر اعظم سیستاني پوښتنه کوي: «هدف از رونمایی کتاب ناشناس، تجلیل از ناشناس است یا تذلیل او؟ نوموړی زیاتوي« من ویدیوی رونمایی کتاب” ناشناس …” را که دوستان زیادی برایم فرستاده بودند دیدم.
آنچه برای من حایزاهمیت بود، معرفی کتاب خود ناشناس در مورد هنر موسیقی درافغانستان است که برای جوانان علاقمند به موسیقی خیلی با ارزش تلقی میشود. پس چرا از این کتاب هنری رونمائی صورت نگرفت وکسی از اهل مجلس در بارۀ آن صحبتی نکرد ونظری ابراز ننمود، مگر از کتاب سیاه سنگ در بارۀ ناشناس که در درجه دوم اهمیت قرار دارد، با شور وهیجان در لندن و هالند وآلمان محافل رونمای برگزارگردید و دراستکهلم سویدن برای آن آمادگی گرفته میشود ؟
علتش به نظرم این است که میخواهند توسط ناشناس، هنرمندی شناخته شده از جامعه پشتون، به دانشمند سترگ پشتون علامه حبیبی اتهاماتی را وارد کنند که خود جرأت بیان آنرا دریک چنین محفلی نداشتند. وآقای ناشناس باوجود ادعای خود آگاهی، سخنان غیر مستند ونا آگاهانه ای در مورد تاریخ وفرهنگ پشتونها اظهارکرد که آرزوی دیرینه دشمنان این زبان وفرهنگ را برآورده ساخت.»
ناشناس خپلو څرګندونو کې درې ډېرو مهمو او حساسو مسلو ته په خورا بې پروايۍ او بې نزاکتۍ ګوته نېولي. نوموړي د پښتنو په ټولو واکمنانو کې لوی احمد شا بابا تر ګوزار لاندې نیولی او دا ځکه چې بابا د افغانانو لپاره یو هېواد، افغانستان په میراث پریښی او بیا يي د احمدشا بابا په دېوان کې دا شعر «د ډهلې تخت هېرومه چې رایاد کړم +++ زما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونه » چې د بابا د دېوان منځړی او منځپانګه جوړوي او افغانانو ته د هېوادپالنې تلپاتي شتمني او زده کړه ګڼل کیږي. همدارنګه پټه خزانه د کوم شاعر د شعرونو دېوان نه دي، بلکې هغه د پښتو ژبې او پښتنو تاریخي شتمني ده چې په هیڅ شان ټوکې ور سره نه شي کېدای او هغه څوک چې ټوکې ور سره کوي، پښتنو کې ځای نه لري. علامه حبیبي خو په دې ګنا پړ دی چې ولې يي د پښتو ژبې او د پښتنو هویت لپاره کار کړی!
که پښتنو سره څوک دوښمني پالي، نوموړې درې خبرې د دوښمنۍ لپاره بس دي!
دا ډېره وروسته او د پراخ غبرګون په پای کې ده چې د BBC پښتو څانګې د مشر ښاغلي داوود اعظمي سره په مرکه کې ناشناس، خپلو خطاوو او تېروتنو ته متوجه شوی. ناشناس که غواړي بیرته پښتنو کې خپل ځایګی پیدا کړی، لومړی باید ټوله هغه توطیه چې د سیاسنګوالو لخوا ده سره په ګډه په کار اچول شوې، افشا کړي او بلخوا په ښکاره بخښنه وغواړي.
که چیری څوک په خپله تېروتنه او خطا اعتراف کوي او بخښنه غواړي، دا په دې مانا ده چې تېروتنه او خطا په عمدي توګه او لویلاس نه ده ترسره شوې، خو که څوک خپله خطا نه اخلي او ښکاره بخښنه نه غواړي، دا په دې مانا ده چې په خپله تېروتنه او خطا کلک ولاړ دی او دا هر څه يي په لویلاس او قصدي ترسره کړې دي!
د سیاسنګ او ناشناس په اړه مې یوه ټوکه را په یاد شوه چې له فیسبوکه مې رااخیستي:
یو سپينږیری پیریانو نیولی وو، زامنو يي د کلي ملا ته یووړچې د پیریانو علاج يي وکړي. د دود سره سم ملا سپينږیری څو لښتې وواهه چې پیریان يي والوځي. دې وخت کې د سپينږیري باد پرې شول؛ زامن يي وشرمېدل، ملا ته يي وویل چې ټيز پیریانو واچاوه، ملا وویل هو ټيز پیریانو واچاوه، خو کونه د بابا وه!
د ۲۰۱۹ کال د اپریل ۵ مه
سرلوڅ مرادزی