د رپوټونو په اساس، د استرالیا د مشهور ترهګر او د داعش ډلې جنګیالي خالد شروف درې ماشومان سوریه کې ژوندي پاتې شوي چې اوس د دغه هیواد په شمال کې د کډوالو په یوه کیمپ کې ساتل کیږي.

رپوټونه وايی، د یادو ماشومانو استرالیايۍ انا او نږدې خپلوانو یې د استرالیا له حکومته او په ځانګړي ډول له لومړي وزیر سکاټ موریسن څخه غوښتي چې دغه ماشومان بیرته استرالیا ته ستانه کړي.

خو د استرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن د دغو غوښتنو په وړاندې کوم جدي غبرګون نه دی څرګند کړی.

موریسن د دوشنبې په ورځ په کانبیرا کې خبریالانو ته وویل، زه به د هیڅ یو استرالیايي ژوند په خطر کې وانچوم چې د سوریې له داسې خطرناکو حالاتو خلک وژغوري او هغوی استرالیا ته راوړي.

نوموړي وویل، دا د شرم ځای دی چې استرالیایي وګړي د استرالیا د ملي ګټو او ارزښتونو خلاف د داعش له ډلې سره یوځای شوي او له دې هم بدتره کار دا دی چې خپل ماشومان یې هم په داسې شرایطو کې ښکیل کړي.

د رپوټونو په اساس، خالد شروف او د هغه دوه نور ځامن په ۲۰۱۷ کال کې په سوریه کې د امریکا د یو هوايي برید په پایله کې ووژل شول.

نوموړی په ۲۰۱۳ کال کې له خپل فامیل سره له استرالیا څخه سوریې ته لاړ چې بیا وروسته له څه مودې هلته له داعش سره د یوځای کیدو خبرونه یې راڅرګند شول.

خالد په ۲۰۱۴ کال کې هغه وخت مشهور شو چې په ټولنیزو شبکو کې یې د خپل کوچني ځوی یو عکس خپور کړ چې د سوریې د یو حکومتي چارواکي پرې شوې سر یې په لاس کې نیولې وو.