د افغانانو له لیده هم د افغانستان قضایه قوه د افغانستان د ملکي خدمتونو تر ټولو فاسده برخه ده!

عدلي او قضايي ارګانونه د افغانستان د ملکي خدمتونو تر ټولو په فساد ککړې ادارې دي چې باید پام ورته وشي!

د روڼتیا د نړيوال بنسټ هم د وروستي رپوټ له مخې، چې په دولتي ارګانونو کې د فساد پر بنسټ جوړ شوی، افغانستان د ۱۷۶ هېوادونو په ډله کې ۱۶۷ ځای خپل کړی دی.

افغان دولت له یوې مودې د فساد د مخنیوي په هکله یو لږ هڅې پیل کړي چې له دندې د قاضیانو ګوښه کول، د هغوی ادلون بدلون او د ښکاره محاکمو جوړول یې له وروستیو تدبیرونو بلل کېږي، مګر څنګه چې ګورو، دا فعالیتونه نه چندان دقیق ښکاری او نه هم چندان جدی!

د افغانستان د روڼتیا د څار نادولتي بنسټ هم وايي، له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د ملي یووالي حکومت هوډ کمزوری دی او په دې برخه کې تر سره شوي کړنې یې سیاسي او نمایشي دي. په افغانستان کې د بخښنې د کلتور ختمول د فساد ختمول دي!

له فساد سره مبارزه او بلخصوص له اداری سره مبارزه زمونږ افغانی وظیفه ده، زمونږ افغانی مسولیت ده او یوه جدی او دقیق افغانی مبارزه ته اړتیا لری!!!

-----------------------------------------------------

به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و هر چه دقیقتر در راۀ مبارزه با فساد اداری!

به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و دقیقتر با ایران محوری ها و پاکستان محوری های مخرب در افغانستان عزیز!

به امید دقت به کوچکترین واحد های کاری در هر ساحۀ کاری ما!

به امید اتحاد و وحدت هر چه بیشتر اقوام شریف افغانستان!

به امید صلح، ثبات، عدالت اجتماعی، قانونیت، ترقی و رفاه برای مردم رنجدیدۀ ما