له کله نه مې چې له ولسي ادب سره زړه تړلی، نو هر هغه څه چې له فلکلور سره تړلي وي، په پوره غور و فکر سره اورم، لولم او پرې د پوهېدو هڅه کوم. د ولسي ادب هر اړخ چې راوسپړی شي، د يوې سيمې د خلکو د ژوند بيلا بيل اړخونه په پوره پاکۍ او سپيڅلتيا سره پکې انځور شوي وي، په ولسي ادب کې هغه څه موندل کېږي، چې د زړونو او فکرونو ريښتيني ترجماني پکې شوي وي، تاسې به ډېرې لنډۍ او يا هم سروکي اوريدلي وي، چې ځيني داسې خبرې پکې وي، چې يو پښتون او پښتنه يې په خوله نشي ويلی؛ مګر په زړه کې يې هرو مرو راتېره شوي وي، دوی همدغه په زړه کې راتېره شوې خبره چې له يوه احساس نه زيږيدلي وي، په يو موزون قالب کې وراچوي. د قالب دا موزونې خښتې داسې برېښې لکه په دې کې چې د پوره ولس د هر وګړي، خولې، اوښکې او د زړونو توره خټه شوې وينه سره يو ځای شوي وي او بيا دا خښتې ترې جوړې شوي وي؛ نو ځکه خو يې هر کس ډېرې په مينه رااخلي او د خپل ويران زړه ماڼۍ پرې رغوي. 

له نن نه نږدې لس کاله وړاندې په اريوب کې د ځاځي بابا ادبي ټولنې مشاعره وه، د مشاعرې نه وروسته، د ځاځي بابا ادبي ټولنې مشر ښاغلي دينه ګل شفيقي راته وويل، چې په ګردېز کې خوږمن صيب ډېر ښکلی سروکی ووايه. شفيقي صيب ويل چې ما دا سروکی ډېر په وړوکوالي کې د خپل کلي په وادونو کې له ښځو اوريدلی و. ما چې هغه وخت دا سروکی واوريد، چندان مې فکر پرې ونه کړ؛ ځکه چې هلته مې د اوس په څير له فلکلور سره زړه نه و تړلی. 

يو يو نيم کال وړاندې مې د ځاځي بابا ادبي اوکلتوري پاڼې نه د ځاځيو ولسي سندرې خپرې کړې، چې ځيني نورو ځاځيو هم ځاځيوالې سندرې راته په کمنټ کې وليکلې، په دې سندرو کې شفيقي صيب يو ځل بيا همغه سروکی راته وليکه، دا وار مې نو ښه په غور و فکر ولوست، ده دا سروکی په دې ډول ليکلی و: 

((په سپين مړوند کې مې باهو وشرنګېده نه زلزله دی، پاڅېږه وزېره زلزله دی، زلزله نه دی شا ليلۍ قدم وهينه زلزله دی پاڅېږه وزيره زلزله دی)). 

يوه ورځ له يوه ملګري سره په موټر کې ناست وم، راته ويې ويل چې غوږ شه د جاوېد اميرخېل نوې سندره درباندې واورم. که رښتيا ووايم د ځوان سندرغاړې جاوېد اميرخېل غږ، سندرې، د شعر انتخاب او موسيقي مې خوښېږي، چې سندرې ته غوږ شوم، نو همدا پورتنۍ د (زلزلې) سندره وه، چې جاوېد امېرخېل په خورا ښه غږ او ښکلې موسېقۍ سره ويلې وه؛ خو د امېرخېل صيب استعداد ته په پام سره لکه څنګه چې پکار وه دا په زړه پورې سروکی هسې نه و ويل شوی، داسې ښکاريده، لکه امېرخېل صيب چې سندره اوريدلي وي، له ځان سره يې زمزمه کړي وي، ورته د موسېقۍ په فکر کې شوی وي او نور يې ژور فکر پرې نه وي کړی. نو دا چې زه هم د هغه ولس غړی يم چې دا سروکی پکې راټوکيدلی، نو دا مې غوره وبلله چې بايد يو څه پرې وليکم. 

که چېرې يو غزل ښه ونه ويلی شي، نو د هغه تر شا يوازې د يوه کس د زړه ارمانونه، احساسات او. . . پراته وي، دا چې موږ ولسي ادب د ولس مال بولو، همدا ډول د يوې ولسي سندرې تر شا د يوه لوی ولس احساسات، عواطف . . . پراته وي، بايد چې ژور فکر پرې وشي، تر څو د دې سندرېزې ويالې تر شا لوی غر ورسره زيانمن نه شي. 

ښاغلي اميرخېل دا سندره په دې ډول ويلې: کله چې لومړۍ پېل کېږي، نو وايي: 

په سپين مړوند کې باهو (وژړيدلو) زلزله دۍ، (کيدای شي، ده (وژريدلو) ويلي وي، خو پر غوږ داسې لګېږي، لکه وژړيدلو چې وايي). سندره داسې پيل کوي: 

په سپين مړوند کې مې باهو (وژړيدلو) زلزله دۍ 

وا وزيره پاڅه زلزله دۍ 

زلزله نه دۍ شا ليلۍ قدم ويينه زلزله دۍ 

وا وزيره پاڅه زلزله دۍ 

وا وزيره جګ شه زلزله دۍ….. 

په سندره پسې درې ټکۍ (لنډۍ) اچول شوي دي، د سندرغاړې له خوا نيمګړې هڅه شوې چې يو څه ځاځيوالې ټکۍ پسې ولګوي؛ خو هڅه يې کاميابه نه ښکاري؛ ځکه چې په ځاځيو کې په لسګونو داسې ټکۍ پيدا کېږي، چې يوازې د ځاځيو له خوا ويل شوي دي، په ځينو ټکيو کې خو د ځاځيو د ځينو سيمو نومونه هم ياد شوي دي، که چېرې ده له زړه غوښتي وای؛ نو لکه څنګه چې سروکی او د امېرخېل جادويي غږ په زړه پوري دي، لرې نه وه چې همداسې په زړه پورې ځاځيوالې ټکۍ يې هم ورته پيدا کړې وای. له هرې ټکۍ وروسته يوازې همدا ويل کېږي چې (( وا وزيره پاڅه زلزله دۍ، وا وزيره جګ شه زلزله دۍ))، د سروکي سر بيا تر اخېره پورې نه تکرارېږي، په درو ټکيو سندره پای ته رسېږي او اوريدونکی همداسې تږی پاتې کېږي. 

د اميرخېل په څېر يو نوموتی سندرغاړی بايد د يوه ولسي سروکي په ويلو کې له بيړې کار وانخلي، په تيره بيا په داسې شرنګيدلو او نه ويل شويو سروکو کې. دا چې په دې سروکي باندې په پوره توګه پوه شو، بايد يو څه ژور فکر پرې وکړو، هره لنډۍ، سروکی او . . . باندې چې يو څه ژور فکر وشي؛ نو تر شا يې هرومرو يوه پېښه موجوده وي، د دې سروکې تر شا هم دا پېښه ليدل کېږي: 

((د يوې جلکۍ، يا نوې راواده شوې جلکۍ ميړه ويده دی، نوی واده چې راوړل شي؛ نو ځوانان په اسانه نه وېښږي، ښځې خو بايد وختي پورته شي؛ ځکه چې بيا په کور او کلي کې په بده خوله يادېږي، هغه ناوې په ښه نوم سره يادېږي، چې وختي پاڅېږي او په وخت د کور کارونه ځای ته رسوي. نو د دې خاوند چې بې خوبه دی، دا غواړي چې يو چل پرې وکړي، تر څو له خوبه ژر پورته شي؛ نو د زلزلې نه ورته وايي. امکان لري چې په هغه وخت کې به د زلزلو يو څه لړۍ تيره شوي وي، ما يو وخت له خپلې نيا نه اوريدلي وو: ((پخوا داسې زلزلې کيدې چې موږ به په کور کې نه څملاستو د کور نه د باندې به ويديدو، چې جوسې( مېنې) راباندې ړنګې نشي)). د زلزلې د پاره يو ډېر شاعرانه دليل راوړل شوی، چې د هغې په لاس کې باهو( وښی) شرنګيدلی؛ نو ورته وايي: 

((په سپين مړوند کې مې باهو وشرنګيدلو زلزله دۍ)) 

زموږ په سيمه کې ښځې خپل ميړه ته له ميني يا د پاچا نه وايي، يا د شا وزير نه او يا هم د وزير نه، چې ډولونه يې زموږ په ځينې نورو ولسي سندرو کې هم شته، لکه: (شاوزيره ياره وېلې نه روځۍ. . .) داسې هم امکان لري، چې د ميړه نوم يې وزير وي؛ نو بيا ورته وايي: 

پاڅېږه وزيره زلزله دۍ 

او يا: 

وزيره جګ شه زلزله دۍ. 

له دې سره د هغې جانان له خوبه راوېښېږي، نو خاوند يې چې کله د دې په ناز قدم وهل ويني او له دې سره يې په سپين مړوند کې باهو شرنګېږي؛ نو غږ پرې کوي: 

زلزله نه دی، شاليلۍ قدم ويينه، زلزله دۍ. . .)). 

له دې نه ښکاري چې دا سندره د دوو کسو له خوا ويل شوې، که چېرې يو سندرغاړی د يوې سندرې شاليد مشاهده کړي، نو بيا هرو مرو هڅه کوي، چې سندره په همغه کيفيت ووايي. 

په اخېر کې له خوږ ژبي سندرغاړې جاوېد اميرخيل څخه غواړم، چې دا سندره دې يو ځل بيا ووايي، په ځاځيواله لهجه دې يې ووايي او ټکۍ(لنډۍ) دې ورته ځاځيوالې پيدا کړي، خپل مينه وال دې تږي نه پرېږدي، موږ په دې پوهېږو، چې د ده له وسه دا کار په ښه ډول تر سره کېدای شي. بله دا چې له ده وروسته بيا نور سندرغاړې هڅه کوي چې همدا سندره ووايي، که چېرې ده د دې سروکي بنسټ ښه ايښی وي؛ نو بيا به د ټولو هڅه دا وي چې په بيلابيلو غږونو دا سندريز مينار نور هم پسې دنګ کړي. نو بيا به د سندرې حق هم ادا شوی وي او تر شا به يې د يو لوی ولس د احساساتو بريالۍ ترجماني هم شوي وي.