د استرالیا حکومت د مشهور برتانوي ملتپاله جورنالیست او سیاسي مبصر (میلو یانوپولوس) ویزه وروسته له دې فسخه کړه چې هغه د نیوزیلینډ په تروریستي برید کې یو شمیر وژل شوي مسلمانان له ترهګرو سره په تړاو تورن کړل.

د استرالیا د مهاجرت وزیر ډیویډ کولمن د شنبې په ورځ وویل چې د کرایست چرچ د تروریستي برید په هکله د یانوپولوس کړې خبرې خواشینونکي او له کرکې ډکې دي او د دغه ډول افکارو درلودونکي اشخاصو ته استرالیا کې ځای نشته.

کولمن وویل، «په کرایست چرچ کې ترسره شوې برید د وحشت او نفرت څخه ډک یو ترهګریز عمل و چې په جوماتونو کې په بې ګناه او سوله ایزو مسلمانانو د عبادت پرمهال ترسره شو.»

نوموړي وویل، «استرالیا له نیوزیلینډ سره او د مسلمانانو له ټولنو سره په دې برخه کې ژوره خواخوږي لري او دغه غیرانساني برید په کلکه غندي.»

وړاندې له دې د استرالیا د کارګر ګوند ویاند، ټوني برک، له کولمن څخه غوښتي و چې استرالیا کې سپین پوسته ملتپاله افراطیت سره دې هم د نورو افراطي افکارو په شان چلند وکړي او د یانوپولوس ویزه باید فسخه کړي.

برک ویلي و، «هغه څوک چې غواړي استرالیا ته راشي او مونږ پوهیږو چې هغه دلته تروریستي او افراطي نظرونو ته رشد ورکوي نو باید هغه ته هیڅ ویزه ورنکړو، ځکه استرالیا د دغه ډول خلکو ځای نه دی.»