دغه ګړي یاوییکي چي په پښتو او(دري) ژبو کي په بدلون سره دتورو ویل کیږي اوپه ورځنۍ ګړدود یاني لهجو کي د دواړو ژبو دود لري (فونېتیک) ئې ډېر لږ توپیرلري.اومانا ئې یوشی ده.
که څه هم پښتوژبه یوه خپلواکې ژبه ده، چي دباختري ژبو له ځانګونه راځي.(دافغانستان ژبي او تکمونه د دوست محمد دوست لیکنه : ۲۴تم مخ وګورۍ)
او پاړسي دري ژبه هم یوه خپلواکه (پیرسیک) ژبه ده. (دافغانستان ژبي او تکمونه: ۸۸یم مخ) دغه توري چي د دواړو ژبو ترمنځ په یوه ماناسره خو په توپیر سره دیوه یادو تورو راځي د دواړو ژبو په ګړدود یاني لهجو کي په کار ځي اوخبري په کيږي لاندي به وښوول سي.
دغه دوي ژبي لکه: پښتو (باختري ځانګه) او پاړسي دري (پیرسیک) ژبو څخه راځي ،خو ریښې ئې توپیر لري. د «دري» ژبي داصطلاح تشرېح دلته دبحث موضوع نه ده. (دافغانستان ژبي اوتکمونه د دوست محمد دوست لیکنه ۳۴۴ مخ وګورۍ!)
دا دواړي ژبي په خپل ګاونډيتوب کي چي په کلو کلو ګډ ژوند لري اوخبري سره کوي؛نو په تېرېدو سره دمهال یاځيني ګړي یاوییکي سره یوشی دي یا په توپیر سره دیوه توري چي (فونېتیک) ئې ډېر لږ تغییرلري راځي،چي د(وَینَلیک) ياني مقالې بحث هم پر دغه موضوع دی. دلته ئې هغه یوڅوګړي یا وییکي ښه يو، کومي چي توري ئې بدلون مومي. لکه:
أس = اسپ یا اسب دسوارۍ ژوی اوښکه = اشک دسترګو اوبه اوبه = آب دیالکت (او) بزه یا وزه = بُز ( ژوی) بَرجّ = بُرج له خټوجوړکړی لوړ (څلی) پاچا = پادشاه پنځه = پنج (شمېره) توپک = تُفنگ (د ښکار یادجنګ اوزار) تیاره = تاریک څیز = چیز (شی یو لوښی) څهره = چهره (مخ ـــ نوما،بڼه) څه = چه یاچی ( تړ توری ــــ پوښتنه ) څیري = چیره (پاره) څا = چاه (د ابو لپاره کیندل سوی غار) ځای = جای یا جا (استوګن) ځمکه = زمین ځواب = جواب خُرسّ یاخورس = خروس یا خراس (د چرګي نر) ډاکتر = داکتریا دکتر (طبیب ـــ لاتیني ګړه ده ) ډَکهّ = دکه (پوریوهل) ډُول = دُهل ( دساز اوزار) ریښه = ریشه روښنائي = روشنی سړک = سرک (د موټرو لار) ښاخ = شاخه یا شاخ ( د وُني غټه څانګه) ښکار = شکار ښوروا = شوربا کښت = کشت (پر ځمکه ولاړ د شنه غنمو ساحه) ګرز یا ګرځ = ګرد (غبار) ورځ یا روځ = روز هیڅ = هیچ (نومځی ـــ نښته)
دغه یو څو ګړي یا وییکي چي پورته وښوول سوې یوه وړوکې بولکه ده،چي دغو دوو ژبو په خپل ګاونډ کي یوې وبُلي ته په توپیر سره د توري یاتوروپه تېرېدو سره د مهال ورکړي دي. په ډېر لږ توپیر سره د(فونېتیک) هره ژبه په خپل ګړدود یاني لهجو کي دغه ګړي یا وییکي په کار وړي او خبري په کوي. څرنګه چي پورته وویل سوه دواړي ژبي د توپیریز څانګو څخه راځي نو دګړو ریښي ئې هم توپیر لري . دا چي دغه ګړه لمړی دکومي ژبي وه او کومي ژبي په ځان کي مدغم کړې ده؛ نو دغه ګړي څېړنه غواړي، چي د هري ګړي ریښه جلا ښکاره سي ؛ هلته به بیا په پوره ډاډ و ویل سي ،چي دغه ګړه د دغي ژپي ده او دابلي ژبي په توپیر د یوه توري ځني خپله کړې ده.
څرنګه چي دګړو د ریښو څېړنه نه ده سوې او په دغه ګړو په دواړو ژبو خبري کوو دا منو،چي دغو دوو ژبو په خپل ګاونډ کي په تېرېدو سره د مهال یوي له بلي نه ګړي اخستي او په توپیر سره دتورو او (فونېتیک) خبري په کوي.
د دغي خبري د ډاډه کولو لپاره په پېښاور ور کي دپښتو ژبه په ګاونډ کي د (اوردو) ژبي او انګلیسي ژبي ډېري (اوردو) او (انګلیسي) ګړي خپلي کړي او په خپل (فونېتیک) ئې اړولي دي.
دغسي هم کندهارې لهجه پخپل ګاونډ کي دپاړسي ژبي ډېر پاړسي اصطلاحات خپل کړي او په خپله ورځنۍ لهجه کي خبري پرې کوي. دا یوازي پښتو او پاړسي دري ژبي نه دي، چي داکار کوي بلکي د نړۍ ټوله ژبي چي دیواو بل په ګانډ کي وي دغه کار کوي.

اخځونه:
ــ دافغانستان ژوبي او تکمونه. لیکونکی دوست محمد دوست ــ فرهنک فارسی حسن عمید در دوجلد ــ ویکیپېدیا