هسې خو هم په افغان مېني د طالب زېږد د يوې لويې بدمرغۍ پيلامه او د اسلام لپاره ستره بدنامي وه او ده، خو د سولې لپاره يې له امريکا سره وروستۍ بې پايلې ناستې د افغان ولس په وړاندې د يوې بلې لويې خونړۍ توطئې جوړول دي چې د سولې په نامه يې د تړلو دروازو شاته تراشي. او دا دي نن دغه توطئې د پنجاب مشر عمران خان هم تصديق کړې چې په افغانستان کې يې د يوه نوي حکومت د راوستلو اعلان وکړ. که څه هم چې عمران خان به د خپلې خبرې په مانا ګوډ او مات پوهېږي که نه، خو په دې ښه پوهېږي چې افغان حکومت ته د خپل ملت ګټې اړينې دي او بنجاب ته ښايي چې د تېرو څلوېښتو کلونو په څېر د افغانانو وينه نوره هم تويې کړې.

طالبان چې د ولس د استازيتوب او د خپلواکۍ داوه کوي، نو د تړلو دروازو تر شا له امريکا سره غونډې څه مانا؟ د همدې تړلو دروازو شا ته څنګه او چا بوتلل؟ په کومو اسنادو ولاړل؟ څنګه کېدای شي چې يوه ورځ د پنجاب په سوړو کې بندي وي، خو بلې ورځې ته د قطر په ماڼيو کې ناسته پاسته کوي.
طالبان نه شرمېږي، ننګ او غيرت يې نه نيسي، ضمير يې نه ننګوي، اسلامي عقيده يې مخنيوی نه کوي چې له کرزي او د کرزي له خونړي او فاسد بانډ او قاتلنيو سره په مسکو کې غونډې کوي، خو له اوسني حکومت سره خبرو ته نه کېښيبنې؟

د طالبانو هېر دي چې شمالي ټلوالې يې په شمال کې په زرګونو تسليم شوي ځوانان ووژل؟
د طالبانو هېر دي چې شمالي ټلوالې د کابل له نيولو څخه وروسته په زرګونو پښتنې ښځې د طالبانو په نامه يا له دوی سره د اړيکو په نامه يا هم يوازې د پښتنوالي په جرم جنسي تيري وکړل؟
د طالبانو هېر شول چې د کرزي په دوره کې په زرګونو بې ګنا ولسي وګړي ووژل شول، همدې ټلواليانو امريکا ته ناسم مالومات ورکول او په ړندو بمباريو کې يې په زرګونو ماشومان ووژل، په زرګونو مېړمنې بې عزته شوه، په زرګونو ماشومان يې په سپيو وداړل، په سلګونو ودونه، ختمونه، غونډې او ولسي ناستې يې بمبارد کړې؟ طالب که ريښتيا د ولس د خپلواکۍ زعيم وي، نو ولې د هغو پښتنو مېړوښې او پيغلو پوښتنه نه کوي چې پنجابي فوځ له پښتونستان څخه د کراچۍ مورده ګاو خانو ته يووړې؟ ننګ، ناموس، غيرت او جهاد همداسې وي؟

طالبان له کرزي سره خبرو ته کېني، خو له اشرف غني سره غونډه نه کوي؟؟؟ حال دا چې همدا اشرف غني وو چې په ريښتيا يې د سولې غږ اوچت کړ او د سولې لپاره يې ريښتينی کار وکړ. نو طالبان له اشرف غني سره څه ستونځه لري؟

که غور وشي، طالبان شخصاّ له اشرف غني سره کومه ستونځه نه لري او نه يې له دولت څخه کومه ستره ضربه ليدلې ده. خو اشرف غني په خپله دوره کې د طالبانو پنجابي او ايراني باداران په بې سارې کچه تر پښو لاندې کړل. د پنجاب له نجس او کرغېړن پيدايښت څخه نيولې د اشرف غني د رياست تر پيل پورې، افغان دولت په دې نه وو توانېدلی چې پنجاب په ګونډو کړي. خو همدا اشرف غني وو او دی چې پنجاب يې نه يوازې په سيمه ييزه توګه، بلکې په نړيواله توګه تر پښو لاندې کړ. له همدې امله طالبان قهرېدلي دي او نه غواړي چې اشرف غني په واک پاتې شي. ستونځه دا ده چې د طالبانو بادار او سردار په قهر دی.

د امريکا وحشت، جنايت، قتل او قتال ته د طالبانو شتون هرو مرو دی. که طالب له جګړې څخه لاس واخلي او د ولسي وګړو له وژن او ترهګرۍ لاس پر سر شي، نو امريکا ته به د هر لوري ژبه وګرځي چې دلته څه کوې، ولې هره ورځ ړاندې بمونه اچوي، ولې هر ورځ د خلکو په کورونو چاپې وهې، ولې ماشومان په سپيو خورې؟ خو طالب چې په جومات کې بمونه الوځوي او بيا په زغرده وايي چې موږ خو امريکايان وژنو، د لارې او سړکونو په ورانولو کې د الله اکبر نارې وهي، د ښار په منځ کې موټربمونه الوځوي، نو امريکا ته به څوک وويلای شي چې طالبان ستاسې لپاره خطر نه دي او ووځئ. امريکا خو همداسې بې ننګه، شرمېدلي، بزدله او ناځوانه دوښمن لټوي لکه طالب. طالب که جګړه پرېږدي، نو بيا به د امريکا د وسلو فابريکې خپل بمونه چېرې او په چا پلوري؟ په زرګونو د وسلو د فابريکو کارګر به چېرې ډوډۍ پيدا کوي؟

د پنجاب د زړه خبره چې د طالب له خولې را وځي او طالب چې د ايراني ګټو ضمانت کوي، نو د شر او فساد د زاويو د جوړولو اصلي لاملونه او کاري ډله خو همدا طالبان دي.
د نجيب د حکومت له ړنګېدا وروسته په افغانستان کې د شر، فساد او جګړې ټولې زاويې مالومې شوي چې د چا لخوا جوړېږي او څوک د دې وطن ورانولو ته په خپل ټول واک او توان سره کار کوي.
همدا امريکا، شمالي ټلواله، طالبان، پنجاب او ايران په افغانستان کې د هر ډول شرارت زاويې جوړوي، خو پليتابه يې يوازې او يوازې بيا د ابوجهل طالب کار دی او بس.