سیاسی ګوندونو ته یوه کتنه!
عبدالله وردک
لومړۍ برخه
انګلستان - مارچ - ۲۰۱۹
ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وی.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
نن سبا د زیاتره افغانانو وروڼو او خویندو څخه دغه خبره ډېره اورېدل کیږي، چې د افغانستان ټولو سیاسی ګوندونو، د خپل ملت سره خیانت وکړ، او دوی ټولو سیاسی ګوندونو ته، په یوه سترګه ګوري. زه پخپله، له دغه خبرې سره موافق نه یم. زما په فکر سره ټولو ګوندونو، نه، بلکې ځینو ګوندونو په ریښتیا د ملت سره خیانت وکړ. غواړم چې د خپل شخصي نظر دلیل، ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته په لاندې توګه وړاندې کړم.
۱- ګمان نکوم چې یو څوک به، په نړۍ کې داسې یو ملک په ګوته کړي، چې په هغه کې به په ښکاره او یا په پټه، سیاسي ګوندونه وجود ونلري. نو د سیاسی ګوندونو شتون، یو حقیقت دی. ډېر امکان لري، چې دغه سیاسی ګوندونه په مختلفو وختونو کې د ضرورت په آساس، د هغې ملک د خلکو په غوښتنه منځ ته راغلي وي. یو پوه تجار هم لومړی د یوه ځای د خلکو غوښتنه په نظر کې نیسي، او بیا د هغو د خوښې توکي مارکېټ ته وړاندې کوي. نو دغه خبره باید ومنل شي، چې د افغانستان سیاسی ګوندونه هم په همدغه توګه منځ ته راغلي دي.
زه په ۱۳۴۸ شمسی کال کې د ثانوی تخنیک د لسم ټولګی زده کونکی وم. مونږه د ثانوی تخنیک د نوي تعمیر، لومړنۍ دوره و. زما ښه په یاد دي، چې په هغو کلونو کې، چې د محمد ظاهرشاه وخت و، ډېرې مظاهرې وې. په هغه وخت کي د جوانان مسلمان، خلق، پرچم، شعلهٔ جاوېد، مساوات، افغان ملت، ستم ملی، صدای عوام، سیاسی ګوندونه جوړ شوي و. په هغه وخت کې په پارلمان کې، مولوی صاحب محمد نبی محمدي، مولوی صاحب سیداکبر، ببرک کارمل، حفیظ الله امین، او داسې نور وکیلان و. شاید دغه خبره به ډېرو لوستونکو ته عجیبه ښکاره شي، چې په هغه وخت کې به د پارلمان غونډه، د کابل راډیو له لارې ګمان کوم راساً خپرېده.
په هغه وخت کې افغانانو ته یوه اندازه آزادي ورکړل شوې وه. ټولو سیاسی ګوندونو، لږ او ډېر غړي درلودل. یا په بل عبارت، ځینو ډېر زیات غړي، او ځینو ډېر کم غړي درلودل.
د افغانستان ځوان نسل هم د خپل سیاسي فکر سره سم په دغو سیاسي ګوندونو کې ځای پر ځای شوى و. د ټولو ګوندونو غړو یو او بل ښه سره پېژندل. هرچا خپل ګوند ته فعالیت کاوه. د یادولو وړ ده، چې چپی ګوندونو ځینې امتیازات لرل، او علت یې دا و، چې هغوی په دولت کې ځینې غټې واسطې لرلې.
په هغه وخت کې به د ځینو ګوندونو غړو په ښکاره ډول روژه خوړله، او په اسلام او مسلمانانو باندې به یې په یوه ډول او بل ډول، ملنډې وهلې.
هېره د نه وي، چې الحمدلله، د جوانان مسلمان د نهضت زیاتره غړي، ډېر ذکي، پاک، منظم، او د عالی اخلاقو څښتن و. دوی به په همغه وخت کې منظمې تعلیمی حلقې لرلې، او په ډېره زیاته اندازه به قدرمنو خویندو هم په ټولو غونډو او مظاهرو کې، د خپلو وروڼو تر څنګ برخه اخستله. د یادولو وړ ده، چې شهید انجینر سیف الدین نصرتیار، د پوهنتون په مظاهرو کي ډېره فعاله ونډه لرله.
۲ - یوه خبره باید ټولو افغانانو، او په ځانګړې توګه، ځوان نسل ته، ښه واضح شي، چې داکتر نجیب زما په فکر سره، هېڅکله اسلامی سوله نه غوښتله. زما ښه په یاد دي، چې د پوهنتون په مرکزی لیلیه کې به چې کله ګران او قدرمن ورور عبدالرحیم نیازي، خپلو ملګرو ته خبرې کولې، نو داکتر نجیب به له خپلو ملګرو سره غلی ناست و. ګران او قدرمن ورور عبدالرحیم نیازي به په وار وار په داکتر نجیب او د هغه په ملګرو غږ وکړ چې اې نجیبه وروره! راځئ، چې یو او بل ته قناعت ورکړو. ګران او قدرمن ورور عبدالرحیم نیازي به داکتر نجیب ته ویل، چې که ته مونږه ته قناعت راکړې، مونږه به ټول له تاسې سره یوځای شو، او که مونږه تاسې ته قناعت درکړ، نو تاسي باید له مونږه سره یوځای شی، او دا ځکه چې دغه بې اتفاقي به مونږه او تاسې ټول په آینده کې تباه او برباد کړي. د داکتر نجیب او د هغه د ملګرو له طرفه به هېڅ ځواب نه اورېدل کېده.
۳ - د محمد ظاهرشاه د حکومت په آخري میاشتو کې، د پوهنتون د محصلینو د اتحادیې دپاره انتخابات تر سره شول. پدغه انتخاباتو کې، الحمدلله، د جوانان مسلمان د نهضت غړو، په غوڅ اکثریت څوکۍ تر لاسه کړې. همدغه کامیابۍ، په دولت کې ځینې سیاسي کړۍ، او په ځانګړې توګه، روسان راویښ کړل، او هغه و، چې د محمد ظاهرشاه سلطنت ته یې د محمد داىٔود خان پذریعه د پای ټکی کېښود.
۴ - زما د محمد داىٔود خان کودتا د نن ورځې په شان په یاد ده. زه د انجینرۍ د پوهنځۍ په اول صنف کې محصل وم. د مونږه دوره ۱۵ میاشتې د مظاهرو له کبله تعطیل شوه، او د مونږه په دوره کې د ۲ کالو محصلین سره یوځای شول. زمونږه د اول صنف لیله په پولي تخنیک کې وه. د محمد داىٔود خان په دوره کې د اسلامی نهضت ځینې غړي بندیان او ځینې شهیدان شول. الله(ج) د دوی ټول وبښي، او الله(ج) د دوی ټولو ته جنت الفردوس ورکړي، او الله(ج) دې، د دوی سپېڅلی ارمان، چې د یوه سوچه اسلامي نظام، منځ ته راوړل و، د مونږه په ژوند کې تر سره کړي. آمین یارب العالمین.
۵ - کله چې د محمد داىٔود خان سپینه کودتا، په ۱۳۵۲ کال کې وشوه، نو هغه د سرطان د میاشتې ۲۶ نېټه وه. هغې ته ځکه سپینه کودتا ویل کیږي، چې په هغه کې، غیر د حبیب الله زرمتي څخه، چې هغه د پل آرتن په حصه کې د خپل ټانګ د چپه کېدو له کبله مړ شو، نور مرګ او ژوبله یې نه درلودله.
نو کله چې د محمد داىٔود خان کودتا وشوه، نو د جوانان مسلمان د نهضت په غړو د ژوند ساحه ډېره تنګه شوه. هېره د نوي، چي قدرمن حکمتیار صاحب د محمد داىٔود خان د کودتا، څخهٔ وړاندې، د محمد ظاهرشاه په وخت کې په بندیخانه، او غرونو کي شپې او ورځې سبا کولې.
د محمد داىٔود خان، په لومړنۍ کابینه کې پرچمیانو او خلقیانو ښه غوښنه برخه لرله. پرچمیانو او خلقیانو ته خو د جوانان مسلمان د نهضت فعال غړي ښه معلوم و، نو دوی د حکومتي‌ قدرت پواسطه، د جوانان مسلمان د نهضت غړي، په یوه او بله بهانه بندي، او شهیدان کړل. انجینر حبیب الرحمن هم د محمد داىٔود خان د حکومت په دوره کې د کودتا د کولو په بهانه، له نورو ملګرو سره شهید کړل شو. د نهضت نور تکړه غړي، یو پر بل پسې د دهمزنګ په قلعهٔ بلند کې په جېل کې واچول شول، چې وروسته بیا په ګډه د خلقیانو او پرچمیانو له خواه، د پلچرخي، په بدنام جېل کې، په ډېره بې رحمۍ سره په شهادت ورسېدل. الله(ج) دې، د دوی ټولو شهادت قبول کړي، او د دوی پاک ارمان د الله(ج) د مونږه په ژوند کې ریښتیا کړي. آمین یارب العالمین.
محمد داىٔود خان د خپل حکومت په لومړي وخت کې په بشپړه توګه، د پرچمیانو او خلقیانو تر اغېزې لاندې راغلی و. محمد داىٔود خان د انجینرۍ پوهنځۍ د امریکا د جاسوسۍ ځاله بلله، او د هغه د تړلو فیصله یې وکړه، یعنې ګمان کوم چې نیږدې ۲ کاله یې نوي محصلین ورته ونه نیول.
محمد داىٔود خان بیا آهسته آهسته، د خپل د عدلیې د وزیر، د پوهاند وفي الله سمیعی تر اغیزې لاندې راغی. محمد داىٔود خان، عربستان ته د عمرې دپاره هم سفر وکړ.
د یادولو وړ ده، چې محمد داىٔود خان ټول عمر د پښتونستان آزادي غوښتله. اما، چې کله د ذوالفقار علی بوټو له طرفه پاکستان ته دعوت شو، نو د بېرته راتګ نه وروسته یې، د پښتونستان خپرونه، چې د کابل رادیو له لارې خپرېده، له منځه یوړله. نو زما په فکر سره، پرچمیانو د محمد داىٔود خان څخه ښه ناوړه ګټه پورته کړه.
د یادولو وړ ده، چې همدغه محمد داىٔود خان بیا امر وکړ، چې هرکال باید د انجینرۍ پوهنځۍ ته ۱۰۰۰ شاګردان ونیسي، چې په هغه وخت کې به شاید ټول پوهنتون ته ۵۰۰۰ شاګردان نیول کېدل.
د محمد ‌داىٔود خان، د حکومت پالیسي روځ په روځ د غرب په طرف روانه وه. داىٔود خان ګمان کوم چې غوښتل، تر روسانو، ځان هوشیار وشیي، مګر خبر نه و، چې هرڅوک چې د بل چا پواسطه قدرت ته ورسیږي، نو هغه همداسې بیا په آسانۍ سره لرې کېدلای هم شي.
محمد داىٔود خان خپل ځان ته یو ګوند هم جوړ کړی و، چې نوم یې ملی غورځنګ‌‌ و، او ګمان کوم، چې د دولت ځینې مامورین یې پکې بېدون د دوی له خوښې داخل کړي و. ما ته په اوس وخت کې د واټس اَپ مفت ګروپونه همداسې ښکاري، چې ته به خبر نه وې، او چا به په خپل سر په خپل ګروپ کې شامل کړی وې. نو زما په فکر سره، د محمد داىٔود خان ګوند، هم د واټس اَپ د ګروپ په شان یو ګوند و.
دا به له انصاف څخه لرې وي، چې دغه خبره هم ذکر نشي، چې ما پخپلو سترګو، د محمد داىٔود خان زوی او د هغه خارجي ښځه، د میوند د جادې منار ته نیږدې، په لیلامي بازار کې، لیدلي دي، چې ځانو ته به یې حتمي څه لیلامي شیان اخستل.
د پام وړ ټکي:
ګران او قدرمن لوستونکي، د اسلامی نهضت هغه وروڼه او خویندې ملامت نکړي، چې هغوی په پاک نیت د محمد ظاهرشاه او محمد داىٔود خان د حکومتونو په ضد فعالیت شروع کړی و، او دا ځکه، چې په همغه وخت کې، دوی فکر کاوه، چې د محمد ظاهرشاه او محمد داىٔود خان حکومتونه، په نسبي ډول ښه حکومتونه نه ‌و. وروڼو او خویندو په ریښتیا سره غوښتل، چې له هغو څخه بهتره نظام مابین ته راوړي، او دا ځکه، چې دوی پخپله ډېر په اسلام او وطن مین خلک و، او دوی هېڅکله، دغه اوسنی حالت نه غوښتلو.
زه له قدرمنو وروڼو او خویندو څخه په ډېره درناوۍ هیله کوم، چې زما غلطي را په ګوته کړي، ځکه ځوان نسل ته، باید حقایق، د حقایقو په اصلي بڼه وړاندې شي.
په پای کې زه یو ځل بیا، دواړه لاسونه په ډېره عاجزۍ سره، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې، هغه شانته سوله راولي، چې الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.
والسلام
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com