په افغانستان کې چې بانکونو ته ځې، له يو شمېر اندېښنو سره به ځې. بانک کې به بیر و بار څومره وي، پيسې به زړې راکوي که نوې، برق به وي کنه او که نه وي نو کار به بیا بلې ورځې ته پاتې کيږي، او له بانک نه چې را ووځم څوک مې تعقیب نکړي پیسې را څخه وا نخلي، پيسې خير چې څوک مې و نه وژني او داسې نور.
خو له دې اندېښنو ور ها خوا يوه بله لویه اندېښنه شته، چې د نړۍ بل هېواد کې به يې څوک تصور هم و نشي کړای، خو افغانستان کې په نورمال ډول سره دغه معامله روانه ده. په نوره نړۍ کې جنايي پېښه باندې ښايي دومره تمرکز و نشي، لکه پر داسې موضوعاتو چې د هېواد اقتصاد ويجاړوي.
راځم د سترګو لیدلی حال ته؛ د نوي کابل بانک مرکزي برانچ (څانګې) ته د کابل په شهرنو کې ولاړم. غوښتل مې تقریبا څه باندې درې لکه افغانۍ را وباسم، چې د يو چا پور ادا کړم. صراف ته مې وویل، خو هغه د دې پر ځای چې ما ته لومړی د نورې پروسې د سرته رسولو لپاره پارچې او کاغذونه راکړي، لومړی ووتلو او پیسې يې راوړې. د پيسو تقریبا ۷ بنډله پنځه سویز لوټونه يې راوړل او له ماشين نه يې تيرول، چې يو بنډل يې لږ پړسیدلی او نامنظم شانته ښکاریده او له ماشینه سم نه تیریده. بیا يي له دې سره لږه تندی تروش کړ او په غوسه يې له ځانه سره وويل: «ای چه رقم پیسه ست» او پیسې يې په لاس وشمېرلې. د پيسو د شمېرولو پر مهال یې نور پېرودنکي ښۍ او کيڼې غرفې ته لیږل، چې د صراف چلند لږ شکمن کړم.
د پارچې تر راکړې وروسته زه هم ولاړم او د لاسلیک شوېو کاغذونو تر څنګ مې د لاسلیک د پخلي چارې او د تذکرې فوټوکاپي اخیستل او نورې چارې ترسره کړې او بېرته هماغه کړکۍ ته ورغلم، چې تر شا يې د څارنې کامرې هم لګيدلې وې.
بې له دې چې پيسې بیا د شمېرلو ماشین څخه تېرې کړي، بنډولونه يې راته کېښودل. زما سره شک و، چې د چارو د خلاصولو پر مهال ښايي صراف له بنډلونو ځېنې پيسې بیرته اخیستي وي یا يې بنډولونه بدل کړي وي، نو ځکه مې هر یو بنډل له سره وشمېرلو، د شکاستيب شويو لوټونو شمېرې مې هم وکتلې چې نمبربدله نه وي، خو لوټونه ظاهرآ سم او بنډلونه پوره وو.
د بانک د ودانۍ له وتلو څخه وروسته مې زړه و چې ځان ته شخصي ټکسي موټر ونیسم، خو سرک کې د موټرو او خلکو ګڼه ګوڼه دومره زیاته وه، چې غوره مې وبلله پلی ځان د شهزاده تر سرای پورې ورسوم. په تلو تلو کې به مې کله نا کله شا ته هم مخ اړولو، چې څوک خو به مې تعقیبوي نه؟!
شهزاده سرای ته ورسيدم، غوښتل مې ډالر را ونیسم، ځکه پور مې په ډالرو کړی و. د خپل سیمه وال امين جان خوستي صرافۍ ته ورغلم، کله يې چې پيسې له ماشين نه تيرولې نو یو پنځه سويز لوټ ماشين تير نکړ. ما ته يې وويل، چې دا يو لوټ خو جعلي دی، ما ورته وويل چې همدا اوس مې له کابل بانک نه پیسې راوړې! دوی را ته وويل، چې دا څه نوي خبره نده خو لوټ پخپله په لاس کې وګوره لږ سپک دی. د هغه لوټ پر ځای مې بل له خپلې بټوې نه ورکړ، کور ته چې راغلم لوټ مې ښه وکتلو، ډېر په مهارت جوړ شوی و، بازار کې ما چلولی شو، خو له ځانه سره مې وويل چې نه! زه به دا کار نه کوم، باید د دې لوی خیانت اصلي سرچينه پیدا شي، یقینا زه یوازینی کس به نه یم او دا لړۍ که قطع نشي ملي اقتصاد ته لوی ګوزار دی.
په همدې سوچونو کې وم، چې څه وکړم او له کومه ځایه يې پيل کړم؟ د نوي کابل بانک منجرانو ته ورشم؟ آیا دوی به زما سره همکاري وکړي، که دوی خپله هم په کې ښکېل وي، نو ما ته به نورو ستونزې جوړې کړي؟! دوه درې ورځې مې په همدې هکله سوچ کولو، ځينو ملګرو ته به مې دا کیسه وکړه، دوی به را ته ويل ځه مه پسې ګرځه دا افغانستان دی. خو زما زړه نه تسکین کیده.
څو ورځې وروسته مې وپتېله، چې د افغانستان بانک ته ورشم، ځکه مرکزي بانک دی او د ټولو بانکونو د کنټرول او نظارت چارې په دوی پورې اړوندې دي. را یاد شوه، چې هلته مې يو دوست شته، هغه مې راپیدا کړ، جعلي لوټ مې هم ورښکاره کړ او غوښتنه مې ترې وکړه، چې د بانک له رييس سره را ته د لیدنې زمينه برابره کړي، خو رييس او لومړی مرستیال په دفترونو کې نه وو ویل يې په سفر تللي، بالاخره دوهم مرستیال ته ورغلو، چې ښه روغبړ او ښه وضعیت يې را سره وکړ. ما هم ټوله کیسه ورته تيره کړه او دا مې هم ورته وويل، چې زما د معلوماتو له مخې ستاسو د کمرو لخوا اخستل شوې ويډيو تر شپږو میاشتو پورې ساتل کيږي او تر هغې وروسته بیا آرشيف کیږي، چې دوی يې هم پخلی وکړ. بیا مې وړاندیز ورته وکړ، چې د بانک نه په اخیستل شوي رسید کې دقیقا ساعت او دقيقې ليکل شوي او د غرفې شمېره مې هم ورته وښودله او پر دې مې ټينګار وکړ، چې صراف د طرز العمل خلاف چار تر سره کړې، ځکه پيرودنکو ته چې کله پيسې ورکول کيږي باید د دوی د سترګو په وړاندې پیسې له ماشینه تېرې کړي. زما وړانديز دا و، چې که په ناڅاپي توګه د همدې مرکزي برانچ ټوله ودانۍ وپلټل شي، چې څومره نورې جعلي پيسې هلته موجودې دي؟!
مرستیال له ما نه ډېره مننه وکړه او د بانکي رسيد او جعلي پیسو نه يې عکس واخیست او زیاته يې کړه، چې د نوي کابل بانک له رييس سره زه په وايبر باندې دغه عکسونه شریکوم او د موضوع پلټنه کوم او په یوه اوونۍ کې به تاسو ته هم مالوت درکړم! زه هم ډېر خوشاله شوم، د دوی کارت مې ترې واخیست او ترې رخصت شوم. زه په دې هم ډېر خوشاله وم، چې خپل مسووليت مې ادا کړی و.
زه د يو ښه خبر او اجرااتو په تمه وم، خو یوه اوونۍ، دوه اونۍ او بله اوونۍ يوه په بله پسې تيریدلې، خو هیچا هم زنګ را ته ونکړ. فکر مې وکړ، چې کیدی شي کار به شوی وي خو زما تیلفون به مصروف یا سایلنټ و او دوی به زنګ کړی وي. بیا مې په خپله دوهم مرستیال ته زنګ وکړ او هغه خبره مې وریاده کړه. د ده ځواب دا و: «مه برایشان ګفتم ولی آنها قبول نکردن!». د دې ځواب په اوریدو سره هک حیران شوم، نو ما ورته وويل، چې دا خو طبيعي ده، چې غل خو خپله غلا نه مني خو تاسو باید پلټنې کړې وای. خو د ده ځواب بیا هم منفي و! بالاخره مې ورته وويل که تاسو اقدامات ونکړئ، نو زه به خبره تر رسنیو ورسوم. بیا هم ډېره غیر منطقي ځواب: «هر چه میکنی دلت!». اوس خو تر هغه جعلي پنځه سويز، د دغه بې مسووليته مسوول کس ځواب ډېر خوابدی کړی وم. دلته نو دوه خبرې وې، یا دغه شخص دومره بې کفایته دی، چې حتی موضوع په اهمیت نه پوهیږي او یا هم د همدې کړۍ شریک دی.
څو ورځې متواتر، هر ځای کې به چې له نږدې ملګرو سره مخ کیدم دا کیسه به مې ورته تيروله، چې دوی محتاط اوسي. خو یوه ورځ په پغمان کې يوه ملګري کره میلمه وم، چې هلته مې هم دا کیسه تيره کړه، د ملګري مېرمن مې چې د يوه ښوونځي مدیره ده راته وويل، چې د دوی په ښوونځي کې يې يوې ښوونکي ته د معاش په پيسو کې درې نیم زره افغانۍ جعلي ورکړې وي، چې بیا هغه بانک ته ورغله چې زما نیمايي معاش چې تاسې جعلي راکړئ، نو زه څه وخورم؟ بیا هلته د بانک مدیر ورته ويلي و، «خير است برایت تبدیل میکنیم» او پيسې يې ورته بدلې کړې، چې دا خپله یو ښه ثبوت دی، چې ولې يې جعلي پيسې ورته بدلولې؟!
یوه موده وروسته مې د خپلوانو سره په يوه میله کې برخه درلوده، چې راز راز خلک موجود وو ما د پيسو دا جریان بیا تیر کړ. زموږ یو خپل چې سوداګر دی ويل يې، هره پنجشنبه چې له دکاندارانو د اوګرايي پيسې راټولې کړم، خامخا دوه درۍ جعلي لوټونه په بنډلونو کې را ووځي، څرنګه چې د ټولولو پر مهال زما سره د پيسو چک کولو ماشین نه وي، نو ما ته معلومات نه وي، چې له چا نه مې اخیستی او زه يې هم بیا نورو ته ورکوم، نو دا جعلي پیسې په دوران کې دي.
یو بل صراف ما ته دا متل تیر کړ: چې په يوه ګل نه پسرلی کيږي!
ما ورته په ځواب کې دا وجیزه وويله: «څوک چې مبارزه کوي کیدی شي و يې ګټي کیدی شي و يې بایلي، خو څوک يې چې نه کوي له اوله يې بایللې!»
نور نو قضاوت ګرانو لوستونکو ته پرېږدم؛ کابل بانک د ملیاردونو پيسو یو بانک و، چې يو ځل خو یوې بلې کړۍ بې اعتباره او په ګونډږ کړی و، چې په سختۍ يې بیرته په پښو ودرولو. ولسمشر ته دې خدای اوږد عمر ورکړي، خو که په رښتیا هم زر کلن شي او هر څومره ښې برنامې هم ولري، خو چې د دغې مافیا مخه و نه نيول شي، هره څه به عبث وي؛ لکه په ګدام کې چې موږک وي، له یوې خوا به غله راځي او له بلې خوا به یوازې موږک ډيریږي او چاغيږي! که هر څومره هم مرکزي بانک بازار ته د افغانیو د ارزښت ساتلو په موخه ډالر ليلام ته وړاندې کړي، بیا به هم افغانۍ ثبات و نه مومي، تر څو زموږ د اقتصاد له سټې څخه دا چنجي و نه ایستل شي!!!

نوټ: جعلي پنځه سویز به زما سره د یادګار په توګه وي، ډېر ښه يې جوړ کړی چې دا به کوم هېواد کې جوړ شوی وي؟