دښځی دنړيوالی ورځې په بانه

کله چې دښځو دحقوقو خبرې کوو ،نو مراد دهغوئ ټولنیز،سیاسي ، فرهنګي او انساني اساسي حقونه دي. دا حقونه په مادیاتو ،تخصص،منصب ،مجردتوب ، 
متاهل توب او تولیدي مشغولتیا او عایداتو پورې هیڅ اړه نه لري. 

اساساً ماته د ښځو دحقوقوترنامه لاندې نارې وهل یوه تبعیضي موضوع ښکاري او دا مانا ورکوي چې ښځې دانسانیت دچوکاټ څخه بهر یوبل مخلوق دئ چې باید ورته نارینه دهغوئ دحقوقودپاره قوانین او معیارونه جوړ کړي،ترڅو ددې قوانینو په لمن کې ئې حقوق تعریف او تسجیل شي. 
حال داچې ښځه هم دنارینه په شان الله تعالی انسان پیدا کړې او دانسانیت په برخه کې دنارینه سره هیڅ توپیر نه لري ،نو حقونه ئې ولې جدا تر بحث لاندې راوستل شي. 
کله چې دښځو انساني مقام او کرامت په رسمیت وپیژندل شي اوټولنه او افرادئې ورته متعهد او قائيل شي ،نوره خبره تمامه ده او ښځې دنارینه وو په شان دخپلو انساني حقونو څخه برخورداره شوي ،ظلم ،تمایز او تبعیض له منځه ولاړ او ټولنیز عدالت برقراره شو. 

دا درسته ده چې يوه ټولنه دخپلې رفاه او ترقۍ دپاره دخپلو افرادو(نارینه او ښځینه ) کار او فعالیت ته ضرورت لري او هرڅومره چې دیوې ټولنې افراد خپل استعدادونه او انرژي په دې لاره کې ترګټې لاندې ونیسي په همغه اندازه ئې شخصي او ټولنیز ژوند دارامۍ او اسودګۍ په لوري حرکت کوي .خو ډیره لویه تیروتنه دکار او شغل دمولدیت په برخه کې دا ده ،چې ځنې یوازې هغه شغل ته ارزښت ورکوي او مولد ئې بولي چې مزد او اجره ترې په لاس راوړي که تولیدي کاروي او یا خدماتي، مګرهغه کارونه او شغلونه چې ارزښت ئې په کراتو ډیر دئ او دکورنۍ او ټولنې په نظم او ثبات کې پریکنده رول لري دمادي معاش دنه لاسته راوستلواو دمادي تولید او حاصل دنه منځ ته راوړلو له کبله له پامه غورځوي .لکه دښځو کار د کور او کورنۍ په ماحول کې ،داولادونو روزنه ،پالنه او ساتنه ،دکور دامورو مدیریت او نظارت او داسې نور چې ښځې ئې بې بیې او بې حسابه ترسره کوي او دنارینه دوه چنده وخت ئې هم پرې لګیږي.همدا ښځې دي چې دکورنۍ او ټولنې دا دروندمکلفیت او مسؤلیت ئې په احسنه توګه بې له مادي متاع څخه اجرا کړئ دئ .خو نارینه وو دځان غوښتنې اوجاهلانه غرور له امله چې دټولنې په امورو اواداره مسلط دی دا مهمه او مقدسه دنده یعنی دښځو کار او مصروفیت په کورکې داهمیت اومؤثریت له نظره له بده مرغه نه درک کړئ او نه ئې اقرار ورباندې کړئ دئ، بلکه د پاداش او تحسین په ځائ ئې ورته دحقارت په سترګه کتلي دي .بناءً دنارینه وو کار او دنفقې لاسته راوړنه په هیڅ صورت دهغه دبادارئ او دښځو دغلامئ دستور نه شي توجیه کولائ،بلکه دکورنۍ دننه اوباندې مصروفیتونه دهغو مسؤلیتونو اومکلفیتونو سرته رسول دي چې دکورنۍ دبقا او دټولنې دثبات دپاره حیاتي ارزښت لري نه نر او ښځې ته دامتیاز دورکولو له پاره. 

له دې کبله زما په نظر په ټولنه کې داساسي حقوقو بنیاد په انسان او دهغه په کرامت ولاړدئ،نه دهغه په جنسیت ،مولدیت او مشغولیت باندې.که ښځې دانساني مقام څخه برخورداره شي او په رنګارنګ بانو ئې ددې حق مخه ونه نیول شي ،دمولدیت او مشغولیت مسئله په بلفعل ډول حل کیږي .نورحقونه او مسؤلیتونه به دمذاکراتواومفاهماتو له لارې تعریفیږي او تاءمینږي او دګډو تصمیمونو په نیولو سره به د ټولو هغه خڼډونو،ننګونو او پرابلمونودپاره چې دوخت اوزمان دتغیر له لحاظه ټولنه ورسره مخامخ کیږي معقولې اومناسبې دحل لارې پیدا کړي. 

لاکن دايوارمان دئ او ددې ارمان دپوره کیدو دپاره هر اړخیزې او دوامداره مبارزې ته ضرورت دئ او داډیر وخت غواړي ترڅو زموږ دنرانو په سرونو کې دخپلومیندو، خویندو،لوړنواو میرمنوپه هکله هغه وروست او خوسا ذهنیت چې ښځو ته ددوهم کلاس موجود په سترګه ګوري او دیوه مریه په توګه ورسره رویه کوي او یا ئې دشیطاني هوسونو دپوره کیدو وسیله او اوبیکت بولي له منځه ولاړشي او د افغاني ښځو اوسنئ فلاکت باره او غیرانساني حالت چې دانسانیت په لمن تورداغ دئ ختم شي او خپل وړځائ ئې په کورنۍ او ټولنه کې تثبیت شي. 

مننه