مـحـــفـل جــوړ وو د نــی،طـــبـــلې،ربــاب
هر یوه کول خبره د خپل ساز دږغ په باب
ني ویـل که انسان پـُونه کـي پــه مـا کي سـم
ږغ مــي پــورته کیـږي په شان دیــو دواب
طبلې ویل که نَم نه وي اوتارونه مي وي کش
نــوغــواړمـه اسـتــاذ اوګــوتي پېـچو تاب
رباب کړودا وینا که مي وه تارونه په ترنګ سُـّر
بل غواړم ښه سازګړی دشهباز له هره باب
رښتیاچي آلې سُوّرنسي پخپل حال اوخپل مقام
ږغونه ئې خراپ سي غوږونه کي بې تاب
آلــه سُـــّرکــه او ســـم ئــې کــه ټــول ځــــان
ورې که استاذ ته چي دی سازکي په ښه تاب