ورغـلم کلال ته کاشي واخـلـمه وځـان تـه
کـــلال وکــــړلــه نـغـوتـه خـپــل دکــان تــه
ورغلم دکان ته په لسګون کاشیان پراته وه
ږوږ وو د کاشیـانو ویـل واوره دا بـیـان تـه
ویل موږهم ووکلالیان کاشیان موخـرڅـول
بـل ویـل دباچا ســرومه مخ مي ټول جهـان ته
بل ویل ما وعظ کړوچي ټوله خاوري کیږو
اوس راســه وکّــسهَ دکـــلال و دې دکــان تــه
یودم سومه راویښ په ځان کي مي سو آند
ورځي هرشی خپل اصل ته احتیاج دی وزماته
حدیث شریف دی:(کل شیء یرجعه الی اصلهِ)