ولسمشر غني په کورنیو چارو وزارت کې د پولیسو د ځانګړو قطعاتو منسوبینو ته په خطاب کې وویل، هر هغه څوک چې د دولت پر وړاندې وسله پورته کوي، دښمن دی او له منځه یې یوسئ. هغه زیاته کړه، زه له هغو کسانو څخه نه یم چې یو ساعت یې دوست بولي او بل ساعت دښمن ورته وایي. 

په وروستیو څلورو کالو کې چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې کوم پرمختګونه وشول او زموږ ځواکونه په مېړانه او عالي مورال وجنګېدل یو مهم علت یې همدا دی، ځکه د ولسمشر کرزي په وخت کې به امنیتي او دفاعي ځواکونو جنګ کاوه، قربانۍ به یې ورکولې، سختۍ به یې ګاللې ، مګر ولسمشر کرزي به طالبان خپل ورونه او عزیزان بلل. 

هغه مهال د دوست او دښمن د تعریف د نه وضاحت له امله امنیتي او دفاعي ځواکونه هم په دوو کې حیران وو چې له وسله والو طالبانو سره د دښمن په څېر چلند وکړي او د عزیز او دوست په توګه؟ 

مګر ولسمشر غني دغه ابهام په مطلق ډول له منځه یووړ. هغه وایي ترهغو چې سوله کېږي، طالبان د افغانستان دښمنان دي او بایدله منځه یووړل شي. د ده په وینا دا په دې مانا نه ده چې موږ سوله نه کوو، بلکې موږ باعزته او تلپاتې سوله غواړو. داسې سوله چې په هغه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو رول د هیواد د اساسي قانون مطابق واضح او معلوم وي.  

سره له دې چې وسله وال طالبان سولې ته راوړاندې شوي، خو لا یې هم نه د سولې سم ادرس موندلی او نه یې هم فکر مطلق افغاني شوی دی، ځکه دوی لا هم د افغان دولت پرځای له امریکایانو سره د سولې مذاکرات مخته وړي او لا هم پر افغان وژنه، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د منخلېدو خبره کوي او د ولسمشر غني په وینا دوی لا هم دا خوبونه ویني چې یو ځل بیا به د افغانستان طیارې، ټانکونه او د امنیتي او دفاعي ځواکونو نور تجهیزات د زړې اوسپنې په بیه په پاکستان او نورو وپلوري. 

هغه دا هم وایي چې موږ هیچاته د دښمن خطاب نه کوو او نه یې هم دښمن بولو، مګر د دوی خپل اعمال دا ثابتوي چې دوی دښمنان دي، ځکه دوی جنګ کوي، افغانان وژني، وطن ویجاړوي، د پردیو په لمسون تروریستي فعالیتونه کوي، تاسیسات ویجاړوي، خلک ځوروي او د هیواد د پرمختګ مخه نیسي. 

تر هغو چې وسله وال طالبان په ذهني او عملي لحاظ ځانونه اصلاح نه کړي، له تشدد، جنګ او افراطیت لاس وانخلي او په صادقانه ډول سولې ته غاړه کېنږدي، نو تر هغو به نه جنګ پایته ورسېږي او نه به هم دوی له وژلو څخه خوندي شي، ځکه امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د ولسمشر غني او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان له لوري جدي امر دی او دا یې هم ورته ویلي دي چې په تطبیق کې به یې یوه شیبه ځنډ هم نه راځي. 

اوس نو انتخاب د طالبانو په لاس کې دی چې همداسې د دښمن په خوله د دښمن رول ترسره کوي، او که د دوستۍ، ورورۍ او سوله ییزه لاره اختیاروي.