غـریب ســړی یـم نــه پـالنـګ پېژنم
نـه ارمــانـونـه رنـګ پـه رنـګ پېژنم

لکه مجنون یم په صحرا کې ګرځم
زړه مې زخـمي په وینـو رنګ پېژنم

زمـوږ نصیب کـې سـولـه نشـته کله
پخپـله خـاوره کـې تـل جنګ پېژنم

په شـاعری کـې چې تـر حـده رسـم
زه (صـابـر) بیـا فـقـط لـونـګ پېژنم