په افغانستان کې جرګه که د کلي او قوم په سطحه وه او ګه په ملي کچه يوه درنه او معتبره منبع د ناڅاپي سختو او بغرنجو مسايلو د حل د پاره وه .
تصميم او فيصله يې موافقو او مخالفو ته قابل د قبول او مرعي الاجرا وه .خو داشان جرګې د اولس د صادقو ، پاکو ، بې جرمه او صالحو اشخاصو او شخصيتونو نه تشکيلېدې ، چې شخصي ، ګروپي او تنطيمي غرضونه او مخصدونه په کې نه وو مطرح ، بلکې د عمومي او ملي خير اوصلاح هدف به په کې نغښتئ و .همدا وجهه وه چې بې له چون اوچرا به يې پرېکړو ته لبیک ويل کيدلو او ستونزه به حل شوه .
دجرګې مقام ، منزلت او فيصله دهر سياسي مقام او قدرت نه لوړه وه . د پاچا نه نيولي تر عادي شخص پوری ټول يې په اجرا ، احترام او مراعاتولو مکلف وو .
بد بختانه چی زموږ په وطن او ټولنه کې دا درنه ، مؤثره او تاريخی عنعنه او د افغاني ټولنې د ثبات او سوله ايز ژوند د تضمين اصل لکه نور ديني ، ملي او انساني ارزښتونه ( اسلام ، ولسواکي ، دانسان کرامت او حقوقو ته احترام ، وطندوستي ، ملي منافع ، ملي حيثيت ، ملي آزادي ، ملي خپلواکي ، ملي مقدسات او ....) ديو شمېر اوباشو ، نا اهله ، جنايتکاره او خايينو عناصرو له لوري د دوی د شومو او شيطاني هوسونو او هدفونو د لاسته راوستلو قرباني شول ، د دوی د چټل سياسي قدرت د لاسته راوستلو د پاره وسيلې وګرزېدل او ددې ارزښتناکه ، مفيدو او د ټولنې د بقا او پايښت دپاره مهمو او ضروري اصولو تر عنوان لاندې يې داسې وحشتونه وکړل چې انسانيت يې په ليدو او اورېدو شرميږي .
د افغانانو د پېچليو مشکلاتو د حل دا وړياړلې تاريخي نسخه يې داسې غلطه استعمال کړه چې د دوا په ځاي يې ټولنې ته هلاکت او بدمرغي راوستله او داسې تراژيدي يې جوړه کړه چې پای يې نه ښکاري .
دوی ددې ملي او اولسي اصل (جرګې ) نه فرمايشي ، نمايشي او دوکه اي حربه جوړه کړه چې د ملت د مشکل د حل په ځای يې د اولس د تعذيب ، شکنجو او قتل عام دپاره ورنه سؤاستفاده وکړه. د ستونزې د حل په عوض يې نورې ستونزې وزيږولې . دتفاهم او همبستکۍ ځای چې د جرګو ماهيت او محتوا وي ، تشدد او ترور، تعصب ، نفرت او تقابل ونيولو . ټولنه د وحشت او بربریت ډګر وګزېدله او د شر او او فساد ناولی تسلط ته زمينه مساعده شوه . ځکه د شر او فساد اولاد د خپل کرغيړن او ناولی ژوند بقا د مشکل په حل کې نه ، بلکې د هغې په دوام او پراخوالي کې ګوري‌ . خو د عامه اذهانو د مغشوشولو ، د خپل جنايتي څيرو د دپټولو او د خپل ناجايز او نامشروع غصب کړل شوي سياسي قدرت د توجيه کولو دپاره بيا د ټولنې د منل شويو ارزښتونو ماسکونو په مخ اچولو ته اقدام کوي.چې يو ددې منل شويو ارزښتونو نه جرګه ده . په همدې خاطر د نمايشي او فرمايشي جرګو تياتر د سياست ستيج ته را وړاندې کړي او د څو کرايه شويو اکټورانو په وسيله به يې دا تياتر نندارې ته کيښود ، چې نتايج يې موږ وليدل لکه د وطن خرڅولو (امنيتي تړون ) امضا ، د اشغالګرو داشغال بقا ، د امريکايي حرفه اي قاتلانوقضايي مصؤنيت او د دولتي ترور دوام دئ او دا ملي خيانتونه يې د فرمايشي جرګې له لارې توجيه کړل .
حال دا چې زموږ ملي او لويو جرګو به تر ټولو زيات د وطن د خپلواکۍ او ځمکنی بشپړتيا دپاره فيصلې کولې .د هر خارجي تجاوز او اشغال مقابله يې ديني -,ملي فرض بللو او ددې ملې فرض د اداکولو او دوطن د حفاظت دپاره به يې په ټول اولس غږ کاوه چې د خپلو سرونو په قربانيانو بايد دپرديو د تجاوز سره مبارزه او مقابله وکړئ او دايې ورته شعوري شعار اعلاناوه چې :
مرګ له تندې په مذهب زموژ بهتر دئ
نه ژوندون د دون همته په اوبو
د کابل په ارګ کې بندي امريکايي مامور اشرف غني او دهغه باداران چې د دولتي ترور، د افغانانو د قتل عام او نورو قساوتي ميتودونو په کار اچولو سره ددی مبارز او مجاهد ملت د آزادۍ او خپلواکۍ غوښتنې غږ خاموش نه شوائ کړائ او دا غږ د اشغال په دوام سره نور هم منظم ، رسا او سراسري شو .
اشغالګران يې هم په دې پوه کړل چې که سل کاله دا تحميلي جنګ ، دولتي تنظيم شوئ ترور او عاموژنه دوام وکړي، دا اولس به غلامي قبوله نه کړي او د سر او مال په پرېمانه قربانۍ سره به د دوی په مقابل کې مبارزه او مقاومت کوي ، دا اولس بې له کاملې ازادۍ او خپلواکۍ په بل هیڅ شي قناعت نه کوي او ددې ملت سره مقابله کول د غر سره سر جنګول دي چې بې له سرماتۍ او ناکامۍ بله پايله نه لري .
امريکايان او اجنتان يې د پاڼ او پړانګ په منځ کې واقع شوي دي . يوې خواته د يو عظيم اولس د مقاومت سره او بل لورته د خپل استکباري -استعماري قدرت د مطلقې ناکامۍ سره مخامخ دي .
امريکايي اشغالګران نه نور د جنګ او اشغال د دوام حوصله ، ظرفيت او قدرت لري چې د افغان اولس سره يې وکري ، ځکه بې له ځاني او مالي تلفاتو او تاوان بله متاع په لاس نه ورغله او نه ورځي او نه دومره اخلاقي او انساني جرائت او همت لري ، چې په خپلو تاريخي غلطيانو او بشري جنايت(نظامي تجاوز -اشغال او د ملت قاتلان -ملي خايينان په قدرت راوستل ) اقرار وکړي او خپل نظاميان فوراا د افغانستان نه وباسي .
نو ددې مشکل نه د نجات له پاره بايد يوه پلمه او د خټو پوزه ځان ته جوړه کړي .
دغني د جرګې جوړولو اعلان د امريکايانو پروګرام دئ چې د اجنتې ادارې له لوري بايد عملي شي او دا هم د نظامي -سياسي- مذهبي فشارونو او مانورونو په څېر په طالبانو د زور راوړلو او فشار واردولو د پاره دي ، تر څو د سولې په مذاکر اتو کې د کابل د ادارې سره حاضر شي او امريکايان هم تريوې اندازې د نورو جهاني اجنتانو اطمینان خاطر حاصل کړي ، چې خپل مزدوران به امريکايان يوازې نه پرېږدي .
بناا دغني فرمايشي او نمايشي جرګه د اشغال په موجوديت کې به هم د کمونستانو ، تنظيميانو او کرزي د نمايشي او فرمايشي جرګو په شان هيڅ مثبته لاسته راوړنه ونه لري .
روانه تراژيدي په نمايشي ، فرمايشي او عوامفريبي جرګو نه ختميږي ، بلکې اصلی خڼډ چې د خارجي قواوو موجوديت دئ بايد له منځه ولاړ شي ، چې د غني دريځ تر اوسه منفي او د اشغال په دوام کې دئ ، نو جرګه به يې هم فقط د نمايش او نندارې په حلقه کې دايره او د ميډيا د پاره به څو ورځې د تبليغاتي خوشند وهلو وسيله وي .